ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 174

پاکستاني پوځیانو په پښتونخوا کې زرګونه کورنۍ ګډوالۍ ته اړ کړي

پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په بهانه د پښتونخوا په تیرا سیمه کې زرګونه کسان بې‌کوره کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، پاکستاني پوځيانو د سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د جنوري تر ۲۵مې سیمه پرېږدي.

راپورونه وايي، چې د پاکستاني پوځ دغه اقدام به تر ۲۰ زرو کورنۍ جبري کډوالۍ ته اړ کړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د حکم پر اساس نوې ټاکني شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د حکم پر اساس نوې ټاکني شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د دې حکم پر اساس، د ۲۰۹ لومړۍ پیاده لواء مخکنی قومندان مولوي نورالدین؛ د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د سرپل ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري، د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه او دغه راز د بدخشان ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا نیک محمد ملنګ؛ دسرپل ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي دغه راز  د فاریاب پوهنتون مخکنی رییس مولوي حمید ﷲ ارشاد؛ دتخار ولایت د مرستیال په توګه، د تخار ولایت مخکنی مرستیال ملا محمد نادر حقجو؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پیاده لواء د قومندان په توګه او د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ د داخلي امنیت مخکنی مدیر مولوي عبد ﷲرحماني؛ د همدې ولایت د پوهني د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

اسلو کې د افغانستان سفارت سرپرست د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي سره لیدنه کړې

په اسلو کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست نجیب‌الله شاهین د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا او افغانستان د څانګې له رییس سیګبیورن تنفیورد سره لیدنه کړې.

ناروې کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزه سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.

د سرپل ښار پنځه مهمې څلورلارې په رسمي نومونو ونومول شوې

د سرپل ښار پنځه څلورلارې (استقلال، مطبوعاتو، فرهنګ، وحدت او د ښار مرکز) په رسمي نومونو ونومول شوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د یادو څلور لارو نوم ایښودنه د سرپل ولایت مقام د وړاندیز پر بنسټ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څلورلارو او مقدسو ځایونو د نوم‌ ايښودنې کمېسیون له لوري تر ارزونې او منظورۍ وروسته تر سره شوه.

د دې اقدام موخه د فرهنګي او ملي هویت پیاوړتیا، ټولنیز انسجام، ښاري نظم او د پتې موندنې په برخه کې اسانتیا رامنځته کول ښودل شوي دي.

ورته مهال، د سرپل اوسېدونکو هم دا اقدام د ښاري نظم د ښه والي او د دې ولایت د فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو د انعکاس په برخه کې یو مثبت ګام یاد کړ.

د هرات لوی جامع جومات پارک د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د هرات د لوی جامع جومات د پارک جوړېدو چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په وینا یي، اوس مهال په یاد ولایت کې د نورو تاریخي ابدو رغنیزې چارې په دوامداره توګه جریان لري.

ورته مهال د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) چې د یاد پارک رغنیزې چارې یې ترسره کړي ویلي، چې له تاریخي او فرهنګي پروژو څخه ملاتړ د دې ټولنې له ژمنو څخه شمېرل دي.

د یادونې وړ ده چې د تاریخي آبداتو ساتنه او بیا راژوندي کول د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، دا مهال د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر تاریخي آبداتو د بیا رغونې چارې روانې دي.

بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو هېوادوالو ته څه باندې درې زره نمرې ځمکه وېشل شوې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون له ځانګړې ناستې وروسته د دایمي مېشتېدنې کمیټې له لوري کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شوی.

ښاغلی فطرت زیاتوي، چې تر دې مهاله د بېلابېلو ولایتونو د کډوالو په ښارګوټو کې په جبري توګه راستنو شویو هېوادوالو ته ۳ زره او ۴۶ نومرې ځمکه وېشل شوې او د نورو ته د وېش لړۍ روانه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د دې سربېره راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي، غیرې خوراکي او نغدي  ژمنیو مرستو بهیر هم چټک شوی دی.

تهران له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ایران پر وړاندې د امریکا لاسوهنې وغندي

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عراقچي د دې ټلیفوني اړیکې پر مهال په خپل هېواد کې د وروستیو ناارامیو په اړه د امریکا او د اسراییلو د رژیم ملاتړ ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له لوري د دغو کړنو د کلکې غندنې غوښتنه کړې.

دغه راز بهرنیو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ایران د موضوع د مطرح کولو په اړه د امریکا پر اقدام نیوکه کړې او د وګړو د حقونو پر درناوي او د ملي امنیت پر ساتنې د ایران پر ژمنتیا یې ټینګار کړی دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي، چې هېوادونو باید د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه وکړي او دغه راز د ملګرو ملتونو د منشور پر مراعات او د زور له کارولو د ډډه کولو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

ولایمیر پوتین: روسیه د یوه متحد، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي

روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسلامي امارت د سفیر مولوي ګل حسن حسن په ګډون د څو هېوادونو د سفیرانو د باورلیکونو د منلو پر مهال افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې وروستۍ هڅې ستایلي.

پوتین ویلي، چې روسیه د یوه متحد، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي او د سیمه‌ییز ثبات، امنیت او رغنده تعامل په پیاوړتیا باور لري.

د یادونې وړ ده، چې ولادیمیر پوتین تېره ورځ د یو لړ مراسمو پر مهال په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن باورلیک ومانه.