ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 180

قاري محمد فصیح‌الدین فطرت د قطر دولت د وسله‌‌وال پوځ له لوی درستیز سره لیدنه کړې

د افغانستان د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت، د قطر دولت د وسله‌‌وال پوځ له لوی درستیز جاسم‌ بن محمد المناعي سره لیدنه کړې.

د  ملي دفاع وزارت وايي، چې دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د متقابلو همکاریو پر دوام او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې یادو علماوو او مخورو د دې ولسوالۍ د امنیتي او اجتماعي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو په هڅو امنیت تامین دی، چې له امله یې د دې ولایت په ځانګړي ډول د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.

د چاه اب ولسوالۍ علماوو او مشرانو دغه راز د یادې ولسوالۍ د خلکو ځینې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې او یادې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسولینو ځانګړې پاملرنې غوښته کړې ده.

دغه‌راز مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته خدمات وړاندې کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې مسولین شپه او ورځ هڅې کوي.

ورته مهال، نوموړي د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې زیاته کړې، چې اسلامي امارت به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي او په دې اړه به لازم اقدامات ترسره کړي.

مولوي غلام حیدر شهامت: د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پیاوړتیا یو ګډ مسولیت دی

د «مهارت او مسلک» تر سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست له‌ خوا جوړ شوی و په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د اسلامي امارت یو شمېر مسولینو او همدارنګه د بېلابېلو بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او همکارو موسسو استازو ګډون درلود.

په دې کنفرانس کې مولوي غلام حیدر شهامت وویل، چې تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د کارموندنې، تشبث او اقتصادي ځان‌ بسیاینې لپاره بنسټیزې زده‌‌کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، یاده اداره د بازارمحوره سیستم په رامنځته کولو، د زده ‌کړو د کیفیت لوړولو، له کورنیو او نړیوالو معیارونو سره د برابرۍ پر بنسټ ولاړه ده.

ښاغلي شهامت همدارنګه وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې هڅې شوې دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو پروګرامونه د کار بازار له واقعي اړتیاوو سره لا ډېر همغږي شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مهارت باید د ټولنې د هر وګړي لپاره د لاسرسي وړ وي، څو هر څوک وکولای شي مهارت زده‌کړي او د خپل ژوند چارې په ښه ډول مدیریت کړي.

ښاغلي شهامت د خپلې وینا په یوه برخه کې دا هم وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پیاوړتیا یو ګډ مسولیت دی؛ داسې مسولیت چې اسلامي امارت، نړیوال بنسټونه، نادولتي سازمانونه او خصوصي سکتور مهم رول پکې لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ارزښت په یادولو سره له نړیوالو شریکانو، د سفاتونو له استازو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره خپلې مرستې دوامدارې او پراخې کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس د خپلې وینا په پای کې وویل؛ که نن پر مهارت او مسلک پانګوونه وکړو، نو نه یوازې دا چې د ځوانانو لپاره بهه د کار زمینه برابره کړو، بلکې ټولنې ته عزت او هېواد ته روښانه راتلونکی به هم تضمین شي.

ورته مهال، د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ویلي، د لوړو زده کړو وزارت په ټولو برخو کې له تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکار دی.

همدارنګه د یاد کنفرانس په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري له بېلابېلو بنسټونو او ادارو سره ۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د امربالمعروف وزارت مشرتابه د اسماعیلیه شیعه‌ګانو له پلاوي سره دهمغږۍ ناسته وکړه

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د عبدالجلیل رضایي او رکن‌الدین عرفاني په مشرۍ د اسماعیلیه شیعه‌ګانو له پلاوي سره ناسته وکړه.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، دغه ناسته د همغږۍ رامنځته کولو، د اسماعیلیه شیعه‌ګانو د ستونزو اورېدلو او په دعوتي چارو کې د ګډو همکاریو په تړاو جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې شیخ محمد خالد حنفي د ټولو اقشارو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په اسلامي نظام کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او ستونزو ته یې رسېدنه د دولت شرعي مسولیت دی.

د امربالمعروف وزیر د ټولنې په اصلاح کې د علماوو او قومي مشرانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، هېواد کې د شته ناخوالو او ناوړه دودونو له منځه وړل ګډ کار او همغږۍ ته اړتیا لري. 

ورته مهال، د اسماعیلیه شیعه‌ګانو یاد پلاوي د امنیت او ټولنیز ثابت په ټینګښت کې د اسلامی امارت هڅې وستایلې او له اسلامي نظام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو او ټولنې د اصلاح په برخه کې به له دې وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

د نوي کابل ښار پروژې لپاره د خصوصي شرکت پراختیايي پلان منظور شو

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار اړوند پراختیا ورکوونکو شرکتونو له ځینو مسولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي نجیب الله حیات حقاني د نوي کابل ښار اړوند د یوه پراختیا ورکوونکي شرکت تفصیلي پلان منظور کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې دغه پلان، له هر اړخیزو تخنیکي او مسلکي ارزونو وروسته منظور شو او په عملي ډول ورته د کار پیلولو رسمي اجازه هم ورکړل شوه.

مولوي نجیب الله حیات حقاني، په دې اړه وویل، چې د یاد پلان تطبیق به د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا بهیر ته د پام وړ چټکتیا ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه به نه یوازې د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا لامل وګرځي، بلکې د سلګونو کسانو لپاره به د کار زمینه هم برابره کړي، چې دا چاره به د بېکارۍ د کچې په راټیټولو کې مهم رول ولري.

د ښاغلي حقاني په وینا، د دا ډول پراختیایي پروژو پلي کېدل به د معیاري استوګنځایونو د جوړېدو لامل شي او په هېواد، په ځانګړي ډول کابل کې به د مسکن او سرپناه شته ستونزه تر ډېره بریده راکمه کړي.

همدارنګه، د وزارت مسوولینو ټینګار وکړ، چې ټولې چارې به د ښاري پلان، ساختماني معیارونو او چاپېریالي اصولو ته په بشپړ پام سره مخته یوړل شي، تر څو یو منظم، خوندي او د اوسېدو وړ ښاري چاپېریال رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د نوي کابل ښار د دوامدارې پراختیا په لور یو مهم او اغېزمن ګام ګڼل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د عامه کتابتونونو له ریاست څخه د کارونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یو پلاوي په ملتیا د عامه کتابتونونو له ریاست څخه د کارونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د لیدنې پر مهال د عامه کتابتونونو ریاست مسولینو ښاغلي وزير ته په عامه کتابتونونو کې د روانو رغنیزو چارو او د عامه کتابتونونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او شته ستونزې يې شريکې کړې.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني په عامه کتابتونونو کې د روانو رغنيزو چارو د لیدنې تر څنګ د مطالعې تالارونه او د کتابونو د سکن کولو له پروسې هم څارنه وکړه.

نوموړي د عامه کتابتون ریاست مهم ریاست وباله او د لیکوالانو د هڅونې او مطالعې کلتور د پیاوړتیا په برخو کې يې د دغه ریاست د ترسره کړیو پروګرامونو څخه یې خوښی څرګنده کړه.

په پای کې همدا راز د ښاغلي وزیر له لوري د عامه کتابتونونو مسولینو ته اړینې سپارښتنې وشوې او د یاد کتابتون اړوند ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ يې ورکړ.

خوست کې د ادرک(Ginger)  کښت غوره پایله ورکړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د تحقیقاتو عمومي مدیریت له لوري، د جوارسل په تحقیقاتي فارم کې د ادرک (Ginger) د محلي ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې دي.

د یاد ریاست د مسوولینو په وینا، د دې ازمایښتي کښت اساسي موخه دا ده، چې د سیمې له اقلیمي شرایطو سره سم مناسبې، حاصل‌ورې او د کرنې له پلوه اغېزمنې ورایټۍ وازمویل شي، څو د حاصلاتو کچه لوړه او د تولید کیفیت ښه شي.

د معلوماتو له مخې، دغه ازمایښتي کښت به د ادرک نبات د ودې، حاصل‌ورکولو، له اقلیم سره د تطابق او اقتصادي ارزښت له پلوه په دوامداره توګه تر څارنې لاندې وي او د دغو څېړنو پایلې به د راتلونکو کرنیزو پرېکړو لپاره به یو باوري بنسټ برابر کړي.

مسوولین زیاتوي، چې د یادو څېړنو له پایلو سره سم به په راتلونکي کې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې متنوع، باکیفیته او اقتصادي بدیلونه ور وپېژندل شي، چې دا به د کرنې د پراختیا، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د بدیلو کښتونو د ترویج لامل وګرځي.

په افغانستان کې تاجېکستاني پانګوال د برېښنا تولید او شبکو غځونې برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د تاجېکستان پانګوال شرکت له مسول سره د برېښنا اړوند برخو کې په پانګونې خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې یاد پانګوال د نوې کېدونکې برېښنا او برېښنا وېش تاسیساتو جوړونې برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

دغه‌راز ملا عبدالحق همکار د پانګونو او پانګوالو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او د یاد پانګوال د لیوالتیا ستاینه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د برېښنا تولید او تاسیساتو جوړونې برخو کې تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ملي او نړیوالو پانګوالو پانګونې زیاتې شوي او مخ پر زیاتیدو دي.