ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 183

له اندونیزیایي لوري سره د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې شوې دي

په اندونیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي سعد الله بلوچ د اندونیزیا هېواد د قونسلي چارو، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو رییس سره لیدنه وکړه.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان زندانیانو پر وضعیت، د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو او د قونسلي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

دغه‌راز  دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، او د قانون په چوکاټ کې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د شهیدانو او معلولينو وارثینو ته د برېښنايي پېژندپاڼو ځانګړې وېش څانګه کې روان کال درې زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د برېښنایي پېژندپاڼو ځانګړې وېش څانګې د روان کال له پیل تر اوسه درې زرو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د معلولینو او شهیدانو وارثینو د برېښنایي پېژندپاڼو ځانګړې وېش څانګې  مسول حامد هوشنګ وايي، چې دې څانګې ته په ورځني ډول تر ۴۰ غوښتونکو مراجعه کوي او د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره پکې تر وېش خدمتونو برخې اړوند د زېږون او ودونو ثبت خدمتونه هم وړاندې کېږي.

ښاغلی هوشنګ زیاتوي، چې دا څانګه معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه د دې وزارت په انګړ کې رامنځته شوې چې غوښتونکو ته پکې د برېښنایي پېژندپاڼو د فورمونو ډکولو په موخه ځانګړې شعبه هم فعاله ده.

ځینې معلولین او د شهیدانو وارثین چې د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو په موخه دې وېش څانګې ته راغلي د خدمتونو له وړاندې کولو او د دې څانګې له شتون خوښي ښيي.

په دې وېش څانګه کې د برېښنایي پېژندپاڼې غوښتونکي وايي، په دې وېش څانګه کې د معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او خوښ دي چې په کم وخت کې له سرګردانۍ او وخت ضایع‌کېدو پرته برېښنایي پېژندپانې اخلي.

مولوي عبدالکبیر: افغانان په هېواد کې د دین دښمنان نه شي زغملی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

یادو مشرانو د کډوالو چارو د وزیر په ورتګ خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت دا ډول هڅې یې د ولسونو د ستونزو په حل کې مهمې بللې دي.

د ناستې پر دوام دغو مشرانو او علماوو د خپلو وړاندېزونو شریکولو پر مهال له اسلامي امارت څخه، اړمنو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د لویې پکتیا د قومونو له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د تېرو پینځو لسیزو د ناخوالو ګالل د اسلامي نظام ټېنګښت او اشغال ختمولو په موخه و او افغانان په هېواد کې د دین دښمن نه شي زغملي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په افغانستان کې په نیکو کارونو کې سیالي کیږي او ناخوالې پای ته رسیدلې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د هېواد د تاریخ روښانه پېر جهادي بریاوې او د ولس یووالی دی او دغه‌راز یې یادو علماوو او مشرانو ته یې په خطاب کې څرګنده کړې، چې د اړتیا په صورت کې د جهاد سنګرونه اباد وساتئ.

 نوموړي د خلکو ستونزو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې اسلامي امارت یې د حل هڅې کوي او د خلکو پرمخ د شکایت او وړاندېز دروازې پرانیستې دي.

د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په اړوندو چارو کې د نه لاسوهنې په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حكم

لومړۍ ماده:

د ۱۴۴۴/۲/۲۹هـ ق نېټې د (۱۸۹) ګڼه فرمان د درېيمې مادې د حکم پر اساس، امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته رسېدنه د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضيو ته د رسېدنې د اختصاصي محکمې د واک په حوزه کې ده، نورې امارتي ادارې نه شي کولای، یادو قضيو ته رسېدنه وکړي.

دوه یمه ماده:

(۱) که چېري څوک د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد د کمېسیون او په مرکز او ولايتونو کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبيت تخنيكي هيئتونو څخه شکایت لري، کولای شي خپل شکایت په ليکلي ډول د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته د بررسۍ او حل لپاره وړاندې کړي.

(۲) وزارتونه او نور امارتي ادارې نه شي کولای د دې مادې په (۱) فقره کې د درج شوي کمېسيون او کمېټې په هکله شکایتونه واخلي او يا استعلام ورڅخه وکړي.

در ېیمه ماده:

دغه حکم د صادرېدو له نېټې څخه نافذ دی.

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پورته حکم له مخې، د امارتي، عامه مرعی او وقفي غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدنې یوازینۍ مرجع، د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمه ده.

همدارنګه یاده اختصاصي محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون او د اړوندو ولايتي تخنيکي هيئتونو پر وړاندې د شکايتونو ترلاسه کولو صلاحیت لری.

له دې وروسته هېڅ وزارت او يا بله امارتي اداره نه شي کولای له کمیسیون او د اړوندو تخنیکی هیئتونو څخه شکايتونه تر لاسه کړي او يا له هغوی څخه استعلام وکړي. که د دغه حکم له صادرېدو وروسته وزارتونه او امارتي ادارې دا ډول شکايتونه تر لاسه کړي، معذور به ونه ګڼل شي.

هېوادوال دې خبر وي، که د کمېسيون او يا اړوندو ولايتي تخنيکي هيئتونو د فعاليتونو په اړه شکايت ولري، نو د امارتي، عامه مرعى او وقفي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته دې مراجعه وکړي او خپل شکايت دې په ليکل شوي ډول درج کړي.

د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمېسيون په چوکاټ کې د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدنې په موخه کار کوي او په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاليت لري چې د يادو ولايتونو او د هغو ګاونډيو ولايتونو اړوندو قضيو ته رسېدنه کوي.

ياده محکمه دنده لري چې د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند هغه شخړې چې د کمېسيون له لوري ورته محول کېږي، په هر اړخيز ډول بررسي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کړي.

د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه وشوه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د موسسو ټولنې او د یادو موسسو له استازو سره غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې په برېښنایي ډول د عوایدو د راټولولو، د دې عوایدو د را ټولولو پر څرنګوالي، له نغدي معاملاتو څخه الکترونیکي معاملاتو ته د اوښتلو، په دې برخه کې د فرصتونو، خنډونو او حل‌لارو په اړه بحث وشو.

په دې کتنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي، چې ډیجیټل کول به افغانستان د پرمختللي، متمدن او له مالي پلوه پر یوه باثباته هېواد بدل او د نړیوال اقتصاد سره به سیال شي.

نوموړي د یادې ستراتیژۍ تطبیق د ټولو ګډ مسولیت بللی دی.

د افغانستان بانک د دې غونډې موخه د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو د راټولولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم تطبیق، د ریاست‌الوزرا مقام له لوري د برېښنایي اداینو د پراختیا منظورې شوې عمومي ستراتیژۍ پلي کول ښودلي دي.

ټرمپ: ایران د اټومي مسلې د حل لپاره د خبرو وړاندیز کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تازه ایران له واشنګټن سره اړیکه نیولې او د اټومي مسلې د حل لپاره یې د خبرو وړاندیز کړی.

د اکسیوس خبري ویب‌پاڼې د راپور له مخې، ټرمپ تېره ورځ (یکشنبه، د جنوري ۱۱مه) خبریالانو ته ویلي: «ممکنه ده، له هغوی سره لیدنه وکړم. لیدنه د پلان کېدو په حال کې ده.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټرمپ له دې مخکې د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام ګواښ کړی و؛ هغه موضوع چې د ایراني چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.

هم مهاله، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف هم ګواښ کړی، چې د امریکا د هر ډول نظامي برید په غبرګون کې به سیمه او اشغال شویو ځمکو کې د امریکا نظامي مرکزونه او کښتۍ د ایران مشروع موخې وي.

د ایران دولت درې ورځنی عمومي ماتم اعلان کړ

د ایران دولت د وروستیو لاریونونو پر مهال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د وژل کېدو له امله درې ورځنی عمومي ملي ماتم اعلان کړی.

ورته مهال د ایران حکومت له ایرانیانو غوښتي چې د «ملي مقاومت» په نوم په هغه لاریون کې ګډون وکړي، چې نن (دوشنبه، د مرغومي ۲۲مه) ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د دې هېواد له ۱۰۰ زیات امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام؛ تازه د اسرائیلي اشغالګرو د ډزو له کبله درې فلسطینیان شهیدان شوي

که څه هم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند شاوخوا ۳ میاشتې پوره کېږي؛ مګر تراوسه هم اسرائیلي رژیم پر فلسطینیانو خپلو بې‌رحمه بریدونو او جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکړی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو غزه کې د ډزو په درې جلا پېښو کې درې فلسطینیان شهیدان کړي دي.

راپور زیاتوي، چې له دې ډلې یو تن په غزه ښار کې او دوه تنه نور د غزې په سویل کې شهیدان شوي دي.

ایران په تهران کې د برېتانیا سفیر احضار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت لندن کې د ایران پر سفارت د معترضینو د هجوم ور وړلو او د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو له کبله په تهران کې د برېتانیا سفیر احضار کړ.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې احضاریه کې د دغې پېښې او د برېتانیوي چارواکو د وروستیو څرګندونو له امله د ایران رسمي اعتراض د دې هېواد سفیر ته سپارل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سفارت، ډیپلوماتانو او کارکوونکو او په دې هېواد کې د ایران د ډیپلوماتیکو ځایونو په ساتنه کې د برېتانیا دولت پر مسولیت ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د برېتانیا سفیر هم پر دغه پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه موضوع به له لندن سره شریکه کړي.

غزه کې بشري ناورین؛ د یخنۍ له امله څلور ماشومان شهیدان شوي

د اسرائیلي رژیم د بې‌رحمه بریدونو سربېره سخته یخني، توپان، شدید بارانونه، د سرپناه او د ګرمېدو د سیستمونو نشتون او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته نه لاسرسی هغه څه دي، چې له امله یې اوس هم د غزې خلک قرباني کېږي.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نوامبر میاشتې راهیسې په غزه کې د یخنۍ له امله ۴ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي.

راپور زیاتوي، په غزه تړانګه کې د یخنۍ وروستی قرباني دوه میاشتنی «محمد ابو حربید» و، چې د سختې یخ‌وهنې له امله د الرنتیسي د ماشومانو په روغتون کې شهید شوی دی.