د اسرائیلي رژیم د بېرحمه بریدونو سربېره سخته یخني، توپان، شدید بارانونه، د سرپناه او د ګرمېدو د سیستمونو نشتون او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته نه لاسرسی هغه څه دي، چې له امله یې اوس هم د غزې خلک قرباني کېږي.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نوامبر میاشتې راهیسې په غزه کې د یخنۍ له امله ۴ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي.
راپور زیاتوي، په غزه تړانګه کې د یخنۍ وروستی قرباني دوه میاشتنی «محمد ابو حربید» و، چې د سختې یخوهنې له امله د الرنتیسي د ماشومانو په روغتون کې شهید شوی دی.

