ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې مرستیال او UNDPمشر لیدنه؛ د اقلیمي همکاریو پر پراختیا خبرې یې کړي

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال مولوي ډاکټر زین‌العابدین عابد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) او یوناما له پلاوي سره لیدنه کړې ده.

د یادې ادارې په وینا، په پلاوي کې د UNDP د اقلیمي بدلون برخې مشر سرګي ولکوف، د یوناما استازی محمد حکیم او د د دې ادارې تخنیکي متخصص سید آصف محمدي هم ګډون درلود.

په لیدنه کې د بدخشان او کونړ ولایتونو د روانو پروژو، د واخان ملي پارک د ساتنې، د طبیعي سرچینو د مدیریت او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده .

همداراز، د واخان دهلېز، د سرو زرو د استخراج او یو شمېر نورو چاپېریالي موضوعاتو په تړاو هم خبرې شوې دي.

مولوي ډاکټر زین‌العابدین عابد له UNDP غوښتي، چې د افغانستان د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند ځنډول شویو پروژو د بیا پیل، د نړیوالو تمویلوونکو د مرستو د جلب او له نړیوالو صندوقونو، لکه GEF او GCF څخه د مالي سرچینو د ترلاسه کولو په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون موضوعات باید سیاسي نه شي، ځکه افغانستان د اقلیمي بدلون له زیانمنو هېوادونو څخه دی او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

بلخوا، د UNDP د اقلیمي بدلون برخې مشر سرګي ولکوف د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې هڅې ستایلې او ډاډ یې ورکړی چې دغه اداره به د چاپېریال ساتنې، د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت، د واخان ملي پارک د ساتنې او اقلیمي پروګرامونو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې UNDP به د اقلیمي پروژو د بیا فعالېدو، تخنیکي همکاریو د پراختیا او له نړیوالو صندوقونو سره د همغږۍ لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د چاپېریالي همکاریو پر پیاوړتیا، د طبیعي سرچینو پر ساتنه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر دوام ټینګار کړی دی.