د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۰هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۲۰هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷ کورنیو سره ټولې۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۳۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۶تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۷زره او ۴۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴کورنیو سره ټولې۲۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۵۴۸خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
دتورخم له لارې ۴۱۱کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۲۵۳تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۶۴کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۹۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۹۵عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ هم جریان لري.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۱۰تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۸۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: ۴۵۲کورنۍ او ۲۴۸۲وګړي
لېږدول شـوي کډوال: ۲۴۳کورنۍ او ۱۲۳۲وګړي
مرسته شوي کډوال: ۴۰۵کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۲۹عــــدده
محمد سهیل شاهین د اندونیزیا د علماوو شورا له مرستیال رییس سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د بهرنیو اړیکو او بین المللي تعاون په چارو کې د اندونیزیا د علماوو شورا له مرستیال رییس علي حسن بحر او پانګوالو سره لیدنه وکړه.
په قطر کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو، سوداګرۍ او پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.
همدارنګه په یاده لیدنه کې اندونیزیایي سوداګرو هیله ښودلې، چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر وکړي او د کانونو، کرنې، سیاحت او نورو برخو کې به د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وګوري.
بهرنيو چارو وزارت کې د ډيپلوماسۍ روزنیزه دوره ترسره شوه
د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ له لوري د «ډیپلوماسي د اتصال شبکو» تر عنوان لاندې پینځه ورځنۍ تخصصي او علمي روزنيزه دوره ترسره شوه.
یاد وزارت وایي، چې دغه روزنیزه دوره د قطر دولت په همکارۍ او مالي ملاتړ، د باتجربه قطري ډیپلوماټ او سفیر ډاکټر عمر غانم له لوري وړاندې شوه، چې پکې د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو اړیکو د شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت تشریح کړ.
نوموړي همداراز د بېلابېلو هېوادونو د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر مهال خپلې عملي تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
همدارنګه د یادې دورې په پای کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مرستیال، په کابل کې د قطر سفیر او د بهرنيو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رییس په خپلو ویناوو کې د ډیپلوماټیکو کادرونو د مسلکي روزنې پر اهمیت، د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د ورته تخصصي او ګډو روزنیزو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیزه دوره ګډونوالو ته د بريلیکونو په وېش سره پای ته ورسېده.
د کور او ښار جوړولو وزارت: چهاراسیاب ولسوالۍ کې اقتصادي- تفریحي پارک جوړېږي
د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا رییس وایي، تخنیکي ټیم د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ ته تللی، څو د اقتصادي- تفریحي پارک د جوړولو لپاره مناسبه ځمکه وټاکي.
نوموړي زیاته کړې، دا پروژه د یاد ریاست د پینځه کلن پلان برخه ده او د ځینو وړاندیز شویو ساحو عملي ارزونه هم شوې ده، چې په راتلونکي کې به د پارک لپاره مناسب ځای وروستی شي.
کور او ښار جوړولو وزارت وايي، اقتصادي ـ تفریحي پارکونه د پانګونې، کاري فرصتونو او ښاري پراختیا لپاره مهم ارزښت لري، چې یاد وزارت هڅه کوي دا ډول پروژې په معیاري ډول عملي کړي.
سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په لړ کې له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال تولید شوي شات د خصوصي شرکتونو له لوري ترکیې، عمان، دوبۍ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امریت متخصص عبدالوارث حقمل وايي، د کندهار د ریحان شات په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري او بهرني پېرېدونکي یې د اخیستلو لپاره زیاته لېوالتیا ښيي.
نوموړي زیاته کړه، چې روان کال په کندهار کې د ریحانو په کرنه او د ریحاني شاتو په تولید کې نږدې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې له همدې امله د شاتو صادراتو ته هم زمینه برابره شوې او ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ امریت د تازه احصایوي معلوماتو له مخې، روان کال په کندهار کې د شاتو په ټولیز تولید کې ۲۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دې زیاتوالي عمده لاملونه د ریحان او شین شوبي د کرکېلې پراخوالی او له نورو ولایتونو څخه د شاتو د مچیو د عبوري فارمدارانو راتګ بلل کېږي.
عبدالوارث حقمل وایي، چې سږ کال د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو څخه ټولټال ۵۶ ټنه شات تولید شوي، چې له دې جملې څخه ۲۱ ټنه د پسرلي په موسم او ۳۵ ټنه د دوبي په موسم کې تر لاسه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د تولید شویو شاتو ډېره برخه د ریحان او شین شوبي له نباتاتو څخه ترلاسه شوي، چې د محلي او عبوري شاتو فارمدارانو له لوري تولید شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په کندهار کې ټولټال ۴۵ ټنه شات تولید شوي وو، خو روان کال د ریحان د کرنې د زیاتوالي او د عبوري فارمدارانو د راتګ له امله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې دا چاره نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو کچه هم لوړه کړې ده.
خوست کې د افغان ټیلي کام شپږ نوي مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مطبوعاتي مسوول ویلي، چې د دغه ولايت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت له لوري شپږ (۶) نوي مخابراتي سایټونه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو سایټونو د پرانیستې او سپارلو مراسمو کې د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي محمد اسحاق نظامي، د فرامینو د تعقیب او نظارت رییس مولوي زمان عمري او د افغان ټیلي کام ولایتي مسول وطنیار ملنګ ګډون درلود.
د يادو شويو سايټونو له ډلې يې يو د خوست مرکز، متون، د سورکنډو او خوني خوړ سیمه، دوهم د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ، د سینخوره غره سر او د ګوګوري غره سر، درېيم سايټ د ګربزو ولسوالۍ، د میدوني غره سر، څلورم د فارمباغ غره سر، پینځم د اسمعیلخیلو او مندوزیو ولسوالۍ، د درویخېلو کلی کې موقعيت لري.
د مخابراتو رياست مسولين وایي، چې د دغو سایټونو په فعالېدو سره به د خوست مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پوښښ لا پیاوړی شي او همدارنګه به هغه ګڼې سیمې چې له مخابراتي خدماتو بېبرخې وې تر پوښښ لاندې راشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت یو مسلکي پلاوي اوزبېکستان ته سفر وکړ
د کانونو او پټرولیم وزارت یو ۲۰ کسیز تخنیکي او مسلکي پلاوی د ظرفیت لوړولو او مسلکي ودې ۲۸ ورځني روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته روان شو.
یاد وزارت وایي، چې د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو د بېلابېلو تخنیکي څانګو څخه لیدنه، د پرمختللي لابراتواري تجهیزاتو او میتودونو سره اشنايي او د عملي تجربو تبادله ده.
یاد سفر د افغانستان او اوزبيکستان د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې موخه یې د کانونو په برخه کې د فني او مسلکي وړتیاوو لوړول ښودل شوي دي.
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۵۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي
د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د مرغومي له ۱۲مې څخه ۱۸مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷ زره او ۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶ زره او ۹۸۴) ټنه، د آقینې بندر له لارې (اووه زره او ۷۸۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸ زره او ۹۸۱) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۲۴ زره او ۲۵۴) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۵۷ زره او ۹۹۹) ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۲۶) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
