ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 185

د لوړو زده‌کړو وزیر په مشرۍ یو پلاوی عمان ته ولاړ

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ یو پلاوی نن (یکشنبه، مرغومي ۲۱) عمان ته روان شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې دغه پلاوی به د عمان له اړوندو مسولینو سره په لیدنو کې د علمي همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو او د اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې افغان پلاوی به د عمان له مسولینو سره د لیدنې ترڅنګ د یاد هېواد له بېلا بېلو علمي بنسټو څخه هم لیدنې وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د ولس لپاره د هوساینې برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ګربزو له علماوو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ګربزو قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي نظام له ټينګښت وروسته یې ګڼې ستونزې د حکومت په مرسته حل شوې دي.

یادو مشرانو او علماوو د خوست ولسونه د اسلامي امارت پوځ یاد کړی او د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

همدارنګه د ناستې پر دوام د ګربزو علماوو او مشرانو په خپله سیمه کې د سړک رغولو وړاندیز له ښاغلي وزیر سره شریک کړی دی.

ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر خوست ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارت سره یې د خوست د ولسونو همکارۍ ارزښتمنې بللې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت پر ولس تکیه لري او د حکومت ټولې چارې د شریعت په رڼا کې پر مخ روانې دي.

نوموړي د ولس خدمت خپل مسوولیت یاد کړی او د ګربزو په ولسوالۍ کې یې د خلکو لخوا د رغېدونکي سړک له چارو سره نغدي مرسته کړې ده.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته سفر کړی

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي له ایراني چارواکو سره د خبرو په موخه تهران ته سفر کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي البوسعیدي د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د بدلونونو په تړاو یې ورسره خبرې کړي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او ګرځندویۍ برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ایران پوځ له خپلو وګړو غوښتي چې«دسیسې» شنډې کړي

د ایران پوځ اعلان کړی، چې «دسیسه جوړوونکي» د اسراییلي رژیم په مرسته غواړي، په ښارونو کې نظم، هوساینه او سراسري امنیت اخلال کړي.

د تسنیم خبري اژانس له لوري د ایراني پوځ خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې اسراییلي رژیم له ایراني وګړو د دروغجن ملاتړ په پلمه، د بلې فتنې په لټه کې دی.

د یاد هېواد پوځ له ایراني وګړو غوښتي، چې په «په ملي روحیه» دسیسې شنډې او دسیسه جوړوونکي خپلو موخو ته پرې نږدي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې فتنه‌ګر د ایران پوځ تر کلک څار لاندې دي، او هرې دسیسې ته به په کلکه ځواب وايي.

مولوي قدرت‌الله جمال روزګان ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال روزګان ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو د دغه ریاست د چارو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپل ستونزې او وړاندیزونه یې د ګرځندوی مالي او اداري چارو له مرستیال سره شریک کړل.

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، له دې سفر څخه موخه د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې ارزول او د یاد ریاست ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اورېدل دي.

دغه‌راز مولوي قدرت الله جمال په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ همغږي اړینه ده او باید تل وساتل شي.

ښاغلي جمال وويل: اسلامي نظام د ولس په قربانیو راغلی دی، زموږ امراوو پر موږ او تاسو باور کړی او دا دروند مسولیت یې موږ ته سپارلی دی، باید کوښښ وکړو چې په پوره اخلاص او صداقت دا باور وساتو او ولس ته خدمت وکړو، ترڅو د الله تعالی رضا ترلاسه او ولس ته خوښی ورکړو.

له هرات څخه په میاشت کې شاوخوا زر جوړه تسبیح بهرنیو هېوادونو ته صادریږي

هرات کې د تسبیح جوړولو یوه تولیدي کارخونه په میاشت کې شاوخوا زر جوړه په لاس جوړې شوې تسبیح سعودي عربستان، مصر او روسیې ته صادروي.

د یادې کارخونې مسوولین وایي، چې دغه تسبیح د لوړ کیفیت، ځانګړي میناتورۍ، دودیز ډیزاین او د غوره موادو د کارولو له امله په بهرنیو بازارونو کې له تود هرکلی سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، سره له دې چې د غوښتنې کچه لوړه شوې او له بېلابېلو هېوادونو څخه ډېرې غوښتنې کېږي، خو د کارخونې اوسنی ظرفیت په میاشت کې له زرو جوړو څخه د زیاتو تسبیحاتو د تولید توان نه لري.

ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې بهر ته د دې ولایت د د لاسي جوړو تسبیحو لېږد د سیمې او نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د فرهنګ او هنر د پېژندنې په برخه کې مهم رول لري.

له بلې خوا، د یادې کارخونې کارکوونکي او زده‌کوونکي وایي، که اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د تولید ظرفیت لوړ شي، نو د هېوادوالو لپاره به د کارموندنې نور فرصتونه هم رامنځته شي.