ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 190

مولوي قدرت الله جمال د بست کلا د طاق او څاه د اساسي رغونې پروژې پرانېسته وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د بست لرغونې کلا د طاق او څاه د اساسي رغونې پروژې پرانېسته وکړه.

مولوي قدرت الله جمال د پروژې د پرانېستې پرمهال د بست کلا په تاريخي پس منظر خبرې وکړې او ويې ويل؛ بست کلا په نړيواله کچه يوه پېژندل شوی تاريخي اثر دی، چې د ډيری هېوادونو سیلانیان يې د لیدو په موخه افغانستان ته سفر کوي، یاد تاريخي اثر د ګرځندوی صنعت په وده کې مهم رول لري.

همدا راز نوموړي د هلمند له ولسونو څخه د بست تاريخي کلا د ساتنې له امله مننه وکړه او له ولسونو يې وغوښتل، چې د تېر په څېر بیا هم د دې تاريخي کلا په ساتنه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي، د ښوونځيو استادان دې زده‌کوونکو ته د خپل غني فرهنګ سره د اشنا کولو لپاره د بست کلا ته د سفر زمينه برابره کړي.

ښاغلي جمال ولسونو ته په خطاب کې وویل: ”باید د الله تعالی شکر ادا کړو، چې په افغان ملت يې د اسلامي امارت لورينه کړې ده او داسې زعيم يې راپه برخه کړی دی، چې شپه او ورځ يې يوه کړې، تر څو د افغان ملت خدمت وکړي. ”

مولوي صدراعظم عثماني له سویسي پلاوي سره د بزګرانو د ملاتړ او پراختیایي پروژو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر له رییس اېریک مارکلي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د بزګرانو د ملاتړ، د اقلیمي بدلونونو، د پراختیایي پروژو د تطبیق او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوکنارو د بدیل کښت، د اوبو د مدیریت، د ځنګلونو د جوړولو، له وچکالۍ سره د مبارزې او د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پراختیایي پروژې په بنسټیزه، شفافه او اغېزمنه توګه پلي شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېر کې د کوکنارو کښت خپل اوج ته رسېدلی و، خو اوس منع شوی او بزګران ملاتړ ته اړتیا لري او همدارنګه ښاغلي مرستیال د زرګونو روږدو درملنه له مهمو لاسته راوړنو وبلله.

د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر رییس اېریک مارکلي د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د تېر کال په پرتله سږکال زیاته بودیجه لري او د اوبو لګولو د کانالونو د جوړولو، د چاپېریالي ککړتیا پر ضد مبارزې، د اقلیمي بدلونونو او د اصلاح شویو تخمونو د وېش په برخو کې پروژې تطبیقوي.

چینایي څېړونکو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د چین د څیړونکو او پوهانو یوه پلاوي د افغانستان او چین ترمنځ د متقابلې هوکړې، د همکاریو پیاوړتیا او علمي ـ تحقیقي اړیکو د پراخیتا په موخه افغانستان ته د سفر په لړ کې د ملي موزیم له تاریخي، کلتوري او هنري اثارو څخه لیدنه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې، چې یاد پلاوي د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او هنري آثارو په لیدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ملي موزیم د مسولینو له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې او پالنې په برخه کې ترسره شوې هڅې وستایلې او د افغانستان له بډایه فرهنګي او تاریخي میراث سره یې علاقه څرګنده کړه.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې یاد پلاوي ته د علمي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په موخه د تاریخي، فرهنګي او هنري آثارو څو جلده کتابونه او معلوماتي کتالوګونه ورکړل شول.

د یاد وزارت په وینا، دا لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د پیاوړتیا او نړیوالو ته د افغانستان بډایه فرهنګي میراثونو د پیژندلو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د کاناډا لومړي وزیر: یوازې ډنمارک او ګرینلنډ کولای شي، د ګرینلنډ قطبي ټاپو د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د ټرمپ له لوري له امریکا سره د ګرینلنډ د یوځای کولو د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، یوازې ډنمارک او ګرینلنډ کولای شي د دغه قطبي ټاپو د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، کارني په پاریس کې خبریالانو ته ویلي «د ګرینلنډ راتلونکې هغه پرېکړه ده، چې یوازې د ګرینلنډ او ډنمارک خلک یې ترسره کولای شي.»

له دې وړاندې د اروپا د لویو قدرتونو مشرانو هم په یوه ګډه بیانیه کې له ګرینلنډ څخه ملاتړ اعلان کړی و او ویلي یې و، چې دغه ټاپو د ګرینلنډ د خلکو پورې تړاو لري.

دغه دریځونه له هغې وروسته را څرګند شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ډنمارک خاورې د دې برخې د نیولو په اړه خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د نغلو د برېښنا بند څخه ليدنه وکړه

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي يو شمېر امارتي مسولینو په ملتیا، د نغلو د برېښنا بند څخه له نږدې لیدنه وکړه .

د دې ليدنې پرمهال اړوند مسولينو د خپلو فعاليتونو او برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته معلومات ورکړل.

همدارنګه مولوي عبدالسلام حنفي د نغلو د برېښنا بند د مسولينو د فعاليتونو او کړنو قدرداني وکړه او وې ويل، له زېربناو ساتنه او ملت او وطن ته خدمت، زموږ اسلامي او هېوادنی مسولیت دی.

مولوي نور جلال جلالي: خصوصي سکتور د روغتیا وزارت مهم مټ دی

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري، د خصوصي روغتیايي سکتور سره د نظارت د پایلو شریکولو ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، مرکزي رییسانو او د خصوصي روغتیايي سکتور استازو ګډون کړی و.

مولوي نور جلال جلالي خصوصي سکتور د روغتیا وزارت مهم مټ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دې سکتور خدمتونه باید په همغږۍ او معیاري بڼه وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي سکتور له هڅو او فعالیتونو مننه کوي او د خصوصي روغتیايي سکتور وده کولای شي ډیری هېوادوال چې بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه ځي، مخنیوی وکړي.

همدارنګه مولوي نور جلال جلالي، له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه، چې  د پرمختللو طبي تجهیزاتو د واردولو، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، له سوداګرۍ څخه د طبابت لرې ساتلو او د کورنیو تولیداتو د کارونې له لارې خپلو هېوادوالو ته لا ښه او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

بلخوا، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني هیله څرګنده کړه، چې  د خصوصي روغتیايي سکتور مسولین دې د عامې روغتیا وزارت له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور د نظارت د پایلو په اړه وړاندې شوې موندنې او معلومات د یو لارښود په توګه له ځان سره وساتي او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي.

دغه‌راز د خصوصي روغتیايي سکتور رییس ډاکټر احمد خندان وویل، چې خصوصي روغتیايي سکتور باید معیاري او د ښو خدماتو وړاندې کولو جوګه او د خلکو رضایت تر لاسه کړي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د عمومي نظارت او ارزونې رییس ډاکټر عنایت‌الله عنایت، د یوې پرېزنټېشن له لارې، په تېرو شپږو میاشتو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د ګډ نظارت راپور له ګډونوالو سره شریک کړ.

په پای کې د خصوصي روغتیايي سکتور په استازیتوب ډاکټر عبیدالله مجددي د دې سکتور وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې، چې د وزارت له لوري د همکارۍ او د ستونزو د حل ژمنه ورسره وشوه.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د عامه تغذیې خدمتونه پراخوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رییس جان ایلیف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د عامه تغذیې خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا، د خوړو نړیوال پروګرام د روانو فعالیتونو او مرستو او راتلونکو پلانونو او همکاریو د څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر په دې لیدنه کې وویل، چې د عامه تغذیې خدمتونو په برخه کې باید مرستې لا منظمې، دوامداره او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي.

نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د همغږۍ او ګډو همکاریو پراختیا ته ژمن دی، څو وکولای شي د روغتیا په ټولو برخو کې خلکو ته باکیفیته او اغېزمن خدمامتونه وړاندې کړي.

ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام رییس د تغذیې په برخه کې د خپلو مرستو د دوام او پراختیا د ډاډ څرګندولو سربېره د کونړ له زلزله‌ ځپلو او بیرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او همکارۍ ژمنه هم وکړه.

مولوي قدرت الله جمال د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرسیال مولوي قدرت الله جمال د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست، عامه کتابتون او نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي جمال د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو ته د کارونو د ترسره کولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې او په کارونو کې د اخلاص او مراجعينو سره د نيک سلوک په اړه يې توصيې وکړې.

 د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني، ښاغلي مرستیال ته د یاد ریاست په اړه معلومات وړاندې کړل او د رياست د اړوندو چارو د ښه ترسره کولو په موخه يې ډاډ ورکړ.

د اروپا یو شمېر لویو قدرتونو مشرانو د ګرینلنډ پر ملاتړ ټینګار کړی

تېره ورځ د اروپا یو شمېر لویو قدرتونو مشرانو د ګرینلنډ په ملاتړ ګډ دریځ اعلان کړ او په یوه اعلامیه کې یې وویل، چې یاده قطبي جزیزه د هغوی په خلکو پورې اړه لري.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه دریځ نیونه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ډنمارک د دغې سیمې نیولو ته لېوالتیا ښودلې.

د راپور پر اساس، ټرمپ په وروستیو اونیو کې څو ځلې د ګرینلنډ د نیولو یادونه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت: تېر کال د افغانستان لپاره د ښه امنیت او اقتصادي ودې له پلوه بې ساری و

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې په هېواد د حاکم اسلامي نظام تر چتر لاندې تېر کال د افغانستان لپاره د ښه امنیت او اقتصادي ودې له پلوه د تېرو پینځو لسیزو په پرتله بې‌ساری و.

ښاغلي تکل زیاته کړې؛ د ټول هېواد په کچه بشپړ امنیت ټینګ شو، اداري فساد په عملي ډول مهار شو، اقتصادي ثبات رامنځته شو، ملي عواید زیات شول او پر ځان‌بساینې تمرکز پیاوړی شو، د زیربنایي پروژو د پلي کېدو بهیر چټک شو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو اقتصادي اړیکو پراختیا ته زمینه برابره شوه.

همدا راز نوموړي لیکلي، اسلامي امارت وتوانېد چې له سیمې او نړۍ سره ډيپلوتیکې اړېکې وغوړوي، په هېواد حاکمیت، ملي ګټې او سیاسي ثبات خوندي کړي او افغانستان د مثبت بدلون پر لور رهبري کړي.