د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د ټرمپ له لوري له امریکا سره د ګرینلنډ د یوځای کولو د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، یوازې ډنمارک او ګرینلنډ کولای شي د دغه قطبي ټاپو د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، کارني په پاریس کې خبریالانو ته ویلي «د ګرینلنډ راتلونکې هغه پرېکړه ده، چې یوازې د ګرینلنډ او ډنمارک خلک یې ترسره کولای شي.»
له دې وړاندې د اروپا د لویو قدرتونو مشرانو هم په یوه ګډه بیانیه کې له ګرینلنډ څخه ملاتړ اعلان کړی و او ویلي یې و، چې دغه ټاپو د ګرینلنډ د خلکو پورې تړاو لري.
دغه دریځونه له هغې وروسته را څرګند شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ډنمارک خاورې د دې برخې د نیولو په اړه خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده.

