د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د کانونو او پټرولیم د وزیر ملا هدایت الله بدري په مشرۍ، چې د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال یې هم ملتیا کوله، د تاتارستان پلازمېنې کازان کې د برېښنايي توکو او مېټرونو د تولید سیتوایا کمپنۍ څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د امارتي شرکتونو لوی رییس د افغانستان د برېښنا شبکې په اړه د یادې کمپنۍ رهبرۍ ته معلومات ورکړي او غوښتنه یې کړې، تر څو د مېټرونو د برېښنايي کولو او واحدې شبکې په جوړولو کې ګډ کار وکړو.
د یادې کمپنۍ مشرتابه پلاوي په دې برخو کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې له افغان تخنیکي انجینرانو سره تر کتنې وروسته به هڅه وکړو، تر څو په افغانستان کې یو تخنیکي ورکشاپ جوړ کړو.
همدا راز یاد پلاوي د هیمګران صنعتي پارک څخه هم لیدنه کړې ده.
د دې تر څنګ دې پلاوي د کازان د انرژۍ پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د افغان محصلینو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
دوی د پوهنتون له استازو غوښتنه کړې، چې د برېښنا او نفتو په برخو کې د افغان انجینرانو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې همکاري وکړي.
د پوهنتون مشرتابه پلاوي په انلاین او حضوري توګه د زدهکړو په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
