د کابل په کوربتوب د دودیزې غېږنېونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې
د افغانستان په کوربتوب د دودیزې غېږنېونې نړیوالې سيالۍ نن پنجشنبه (۱۴۰۵کال د غويي ۳مه) د ۱۰۰ کورنیو او ۶۰ بهرنیو لوبغاړو په ګډون پیل شوې.
د يادو سياليو د پرانیستې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق په یادو مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت رهبرۍ د پاملرنې له برکته په افغانستان کې ورزش پراخ، پیاوړی او ټول شموله شوی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې اوسمهال د افغانستان ګوټ – ګوټ کې ورزش ژوندی دی او هره میاشت په هېواد کې نږدې ۴۹۰ ورزشي برنامې تر سره کېږي.
ورته مهال، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په يادو مراسمو کې ویلي، افغانستان ته د نړیوالو لوبغاړو راتګ د دې څرګندونه کوي، چې افغانستان اوس د امن پر کور بدل شوی دی.
ښاغلي متقي زیاته کړه، افغانستان له ستونزو راوتلی او د پرمختګ پر لور ګامونه اخلي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې او همکاري لري.
ښاغلي متقی، سیمه کې د خطرناکې جګړې په پیل اندېښنه وښوده او د مذاکراتو او اوربند پر دوام یې ټینګار وکړ.
یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ به د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ایران او ترکيې هېوادنو د لوبغاړو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږې نیولو په کټګوریو کې ترسره شي.
د ایران ولسمشر: بېباوري او ګواښونه د رښتینو خبرو اترو مخه نیسي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی، چې هېواد یې تل له خبرو اترو او هوکړې هرکلی کړی، خو د مذاکراتو په لاره کې جدي خنډونه شته.
ښاغلي پزشکیان ټینګار کړی چې «بېباوري، کلابندي او ګواښونه» له هغو مهمو عواملو څخه دي چې د رښتینو خبرو اترو مخه نیسي.
د ایران ولسمشر د مقابل لوري دریځونو ته په اشارې سره ویلي، چې نړۍ د فریبکارو خبرو او د ادعا او عمل تر منځ د تناقض شاهده ده.
همدا راز، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف وايي، چې اوربند هغه وخت معنا پیدا کوي، چې په سمندري کلابندۍ او اقتصادي اقداماتو سره نقض نه شي او جګړې په ټولو جبهاتو کې ودرېږي.
هغه په اېکس کې لیکلي، په داسې حالاتو کې چې اوربند په ښکاره ډول نقض کېږي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل ممکن نه دي.
ښاغلي قالیباف زیاته کړې، چې امریکا او اسراییل نه د جګړې له لارې او نه هم د فشار او زورواکۍ په وسیله خپلو موخو ته رسېدای شي او یوازینۍ حل لاره د ایران د خلکو حقونو منل دي.
اسلاماباد کې افغان سفیر د خیبر پښتونخوا له وزیر سره د کډوالو وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړي
اسلام اباد کې افغان سفیر مولوي سرداراحمد شکیب د خیبرپښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي سره د افغان راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه ټیلفوني خبرې کړي.
افغان سفیر د ثبت ګرځنده ټیمونو (MRV) د ډېرولو، د بند پاتې کډوالو ژر تر ژره خوشې کېدلو او په ټوله کې افغانستان ته د کډوالو د بېرته را ستنېدنې پروسې د تېزولو غوښتنه وکړه.
د خیبر پښتونخوا وزیر ښاغلي افریدي خیبر پښتونخوا کې د ثبت او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ څرګند کړی.
بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې په موخه ناسته ترسره شوه
د ریاستالوزرا عالي مقام د حکم پر اساس، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي په مشرۍ، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د استازو په ګډون ناسته ترسره شوه، چې پکې بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو او د کار جوازونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو د ورکړې، په سیاحتي ویزو د کار د مخنیوي، د کاري ویزو د بهیر د تنظیم او بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونو په ورکړه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وشوې.
د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي په ناسته کې وویل، بهرني وګړي باید د اسلامي امارت د قوانینو او اصولو په نظر کې نیولو سره عمل وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د کار جواز د ورکړې بهیر اسانه او منظم شوی او هغه بهرني اتباع چې په سیاحتي ویزو هېواد کې کار کوي، باید په جدي توګه تعقیب شي.
ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال په خپلو خبرو کې وویل، هېواد ته د بهرنیو اتباعو راتګ له بېلابېلو اړخونو ارزښت لري او د هغوی حضور د دولت د عوایدو په زیاتوالي او د کار او تولید په کیفیت کې مهم رول لري.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا او پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده.
مولوي مطیعالحق خالص د سیمهییزې ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سیمهییزې ایکولوژیکي سرمشریزې پرانیستغونډه ترسره شوه.
په دې سرمشریزه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص هم د افغانستان د چاپېریالي وضعیت مطرح کولو او د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د همکاریو پراخولو په موخه ګډون کړی.
په غونډه کې د کوربه هېواد ولسمشر د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دي د چاپېریالي ننګونو اغېزې له پولو هاخوا دي او د حل لپاره یې سیمهییزه او نړیواله همکاري حیاتي ارزښت لري.
د ملګرو ملتونو استازو د اقلیم بدلون نړیوال ګواښ بللی او له هېوادونو یې وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې پیاوړې او عملي کړي.
