خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای؛ د شملخېلو سیمه کې روغه جوړه وشوه
د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند شملخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۷۰ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغه جوړه د یاد ولایت د اړوند ریاست په همغږۍ، د ولسوالۍ د استازو او قومي مصلحینو د پرلهپسې هڅو په پایله کې ترسره شوې ده.
یاده دښمني چې نږدې اویا کاله یې دوام درلود، له دواړو لوریو په کې یو ـ یو تن وژل شوی و او ترمنځ یې لا هم ستونزې وې، خو د مسولینو له لوري يې ترمنځ روغه جوړه وشوه.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي ویلي، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په دغه ولایت کې د شخړو د حل لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دا په خوست کې ۱۰۵مه شخړه ده، چې د سولې له لارې حل شوه.
د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې له افغان پانګهوالو سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون کې له مېشتو افغان پانګهوالو او سوداګرو سره د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې فرصتونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دغه ناسته د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوې، چې پکې د هېواد د کرنیزو سکټورونو اوسنی وضعیت او وروستۍ لاسته راوړنې وڅېړل شوې.
نوموړي د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي، د بڼوالۍ پراختیا، د اوبو لګولو سیستمونو ښهوالي او د نباتي برخې پیاوړتیا ته اشاره وکړه.
ښاغلي عثماني همدارنګه د مالدارۍ په سکټور کې د پرمختګونو، لکه د حیواني روغتیا ښهوالي او د لبنیاتو او غوښې تولید زیاتوالي یادونه وکړه.
د کرنې وزارت پلاوي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې پر پراخو فرصتونو ټینګار وکړ او له افغان پانګهوالو یې وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
بلخوا، په روسیه کې مېشتو افغان پانګهوالو د یادو معلوماتو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې به پانګونې ته لا زیاته پاملرنه وکړي. دغهراز هغوی د تولید، صادراتو او بازارونو د پراختیا په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.
په پای کې، دواړو لوریو د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ لپاره مهم وباله.
په هند کې د افغانستان سفیر له مېشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې کړي
په هند کې د افغانستان سفارت سرپرست مفتي نور احمد نور په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو او د وچې مېوې د اتحادیې له مسوولینو سره لیدنه کړې ده.
په هند کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې ناسته کې افغان سوداګرو د ویزو د ورکړې او د سوداګریزو چارو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي نور سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې یادې ستونزې به د کوربه هېواد له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، څو د وچې مېوې ترڅنګ هند ته د افغانستان د صادراتو کچه لا زیاته شي.
د ایران او امریکا کرکیچ؛ د اپريل له ۲۱مې نېټې وروسته د ايران ښوونځيو کې زده کړې غيرې حضوري بڼې ته اوړي
تسنیم خبري اژانس د ایران د پوهنې وزارت له قوله ویلي، چې د روانې زېږدیزې اپریل میاشتې له ۲۱مې نېټې وروسته به د دې هېواد ټول ښوونځي په غیرې حضوري او انلاین بڼه زدهکړې پیل کړي.
د راپور له مخې، دا پرېکړه به تر بلې خبرتیا پورې دوام ومومي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د روانې زېږدیزې میاشتې د اپریل په ۲۱مه او یا ۲۲مه نېټه د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اونیو لنډمهاله اوربند پای ته رسېږي او تراوسه یې د غځولو په تړاو کومه هوکړه نه ده شوې.
بلخ کې د برېښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، بلخ ولایت کې یې د برېښنا دوه پروژې بشپړې کړې او د یوې بلې پروژې چارې یې پیل کړې دي، چې د دغو پروژو ټول لګښت ۵۲۳ میلیون افغانۍ دی.
د دغه شرکت په وینا، په بشپړو شویو پروژو کې د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا تخنیکي سیستم د ظرفیت تر ۲۰ کیلوولټه پورې لوړول او د ټرانسفارمرونو ترمیم شامل دي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د بلخ اوسیدونکو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکړی، چې د برېښنا خدماتو اړوند ټولو ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.
په ورته وخت کې، د برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس انجنیر صفیالله احمدزي بشپړې شوې او پیل کېدونکي پروژې مهمې بللي او ویلي یې دي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د برېښنا رسونې خدمات لا باوري شي.
د عملیاتي ریاست رئیس انجنیر صفي الله احمدزي، بشپړې شوې او پیل کېدونکي پروژې، هېواد کې د لسیزو پخوانۍ شبکې اساسي رغونې یوه مهمه برخه وبلله، چې په وینا یې دې سره به د برېښنا خدمات پیاوړي او ډاډمن شي.
له بلې خوا، د بلخ برېښنا رییس مفتی محمد یوسف جمالزی ویلي، چې اوس په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې غوره فرصت برابر شوی او له ټولو پانګوالو یې غوښتي چې خپلې پانګې هېواد ته انتقال کړي.
همدارنګه د بلخ ولایت د کانونو او صنایعو خونې رییس امامالدین صنایعزاده هم د برېښنا شرکت له رهبري څخه مننه کړې، چې د برېښنا ستونزو د حل لپاره یې په ټولو برخو، په ځانګړي ډول د صنعتکارانو لپاره، جدي هڅې پیل کړې دي.
