د افغانستان برېښنا شرکت وایي، بلخ ولایت کې یې د برېښنا دوه پروژې بشپړې کړې او د یوې بلې پروژې چارې یې پیل کړې دي، چې د دغو پروژو ټول لګښت ۵۲۳ میلیون افغانۍ دی.
د دغه شرکت په وینا، په بشپړو شویو پروژو کې د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا تخنیکي سیستم د ظرفیت تر ۲۰ کیلوولټه پورې لوړول او د ټرانسفارمرونو ترمیم شامل دي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د بلخ اوسیدونکو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکړی، چې د برېښنا خدماتو اړوند ټولو ستونزو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.
په ورته وخت کې، د برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس انجنیر صفیالله احمدزي بشپړې شوې او پیل کېدونکي پروژې مهمې بللي او ویلي یې دي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د برېښنا رسونې خدمات لا باوري شي.
د عملیاتي ریاست رئیس انجنیر صفي الله احمدزي، بشپړې شوې او پیل کېدونکي پروژې، هېواد کې د لسیزو پخوانۍ شبکې اساسي رغونې یوه مهمه برخه وبلله، چې په وینا یې دې سره به د برېښنا خدمات پیاوړي او ډاډمن شي.
له بلې خوا، د بلخ برېښنا رییس مفتی محمد یوسف جمالزی ویلي، چې اوس په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې غوره فرصت برابر شوی او له ټولو پانګوالو یې غوښتي چې خپلې پانګې هېواد ته انتقال کړي.
همدارنګه د بلخ ولایت د کانونو او صنایعو خونې رییس امامالدین صنایعزاده هم د برېښنا شرکت له رهبري څخه مننه کړې، چې د برېښنا ستونزو د حل لپاره یې په ټولو برخو، په ځانګړي ډول د صنعتکارانو لپاره، جدي هڅې پیل کړې دي.

