ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 53

مولوي نور جلال جلالي له نړیوالو موسسو سره د روغتیايي سکتور پر ستونزو او همغږۍ خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو موسسو له استازو سره په ناسته کې د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ستونزو پر وخت حل، د درملو پر وارداتو، مقرراتي محدودیتونو، د ګمرکي تصفیې ځنډ، د درملو د کیفیت کنټرول او د پروژو د انتقال په اړه خبرې کړې دي.

مولوي نور جلال جلالي ويلي، چې د دغو ستونزو د ارزونې او حل لپاره به د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ ځانګړې تخنیکي کمېټه جوړه شي.

همدارنګه، د درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتو او صادراتو د تنظیم رئیس مولوي عبدالبصیر قانع د ګمرکي اسانتیاوو، په هېواد کې د درملو د تولید، د هوايي ډګرونو د ګودامونو او اړوندو مسایلو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په دې برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اسراییلي رژیم د بریدونو له امله د لبنان په سويل کې څلور مرستندویان وژل شوي

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د اسراییلي رژیم د هوايي بریدونو له امله د لبنان په سويل کې څلور مرستندویان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، ياد مرستندويان سيمې ته د ټپيانو د ژغورنې په موخه تللي و، چې د اسرایلي رژيم له لورې پرې بریدونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لبنان کې د روانو نښتو له پیل راهیسې ۹۱ روغتیايي کارکوونکي د اسراییلي رژيم د بریدونو له امله وژل شوي دي.

بل خوا د لبنان روغتیا وزارت هم ویلي، چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې تر دې دمه د اسراییلي رژيم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲ زره او ۱۶۷ کسان وژل شوي او له ۷ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

شیخ شيراحمد حقاني: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۱۷مه ګڼه فرمان د شخصي او ټولنيزو ګټو خونديتوب په موخه صادر شوی

په هرات ولایت کې د امیرالمؤمنین د ۱۷مې ګڼې فرمان د تشریح په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شيراحمد حقاني ویلي، چې یاد فرمان د قرآنکریم، احادیثو او فقهي اصولو پر بنسټ د خلکو د ګټو لپاره صادر شوی او سیاسي بڼه نه لري.

نوموړي څرګنده کړې، چې دا فرمان د خوشحالۍ، فاتحې او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي لپاره ترتیب شوی او پکې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار شوی دی.

د ښاغلي حقاني په وینا، په دې فرمان کې ټينګار شوی چې خلک بايد د یاد فرمان په پوره توګه د پلي کولو لپاره وهڅول شي، ځکه چې دا شرعي، شخصي او ټولنيزې ګټې لري. همدارنګه په کې واجبات، حرام او مباحات بيان شوي دي، او د واجب پرېښودل او د حرامو ترسره کول ګناه ګڼل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر همدارنګه ویلي، مهر د ښځې حق دی او باید د ودونو پر مهال له درنو لګښتونو او ناسم دودونو ډډه وشي.

نوموړي زیاته کړې، د دې فرمان پلي کېدل به نکاح اسانه کړي، ټولنیزې ستونزې به راکمې کړي او د کورنیو عزت به خوندي وساتي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې دغه فرمان د ټولنې د اصلاح او د اسلامي احکامو د عملي کېدو په موخه صادر شوی او عملي کول به یې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.

د مولوي امیرخان متقي او د سعودي عربستان سفیر لیدنه؛ د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه خبرې شوي


په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.

‏ بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین د ارومچي ښار کې د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي د پاکستاني لوري سره د ارومچي وروستیو خبرو ته په اشارې ویلي، هیله لري چې تعبیرات او جزئي تخنیکي مسائل د مذاکراتو د بهیر خنډ نه شي.

نوموړي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې بللي او ټینګار یې کړې، چې دا اړیکې باید په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې لا پراخې شي.

بلخوا، د سعودي عربستان سفیر ویلي، چې د هغه هېواد لپاره په افغانستان کې سیاسي ثبات، امنیت او اقتصادي پرمختګ مهم دي او په دې برخو کې د افغانستان ملاتړ کوي.

بلخوا د سعودي عربستان سفیر ویلي، چې هېواد ته يې افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات او اقتصادي پرمختګ ستر اهمیت لري او په یادو مواردو کې د افغانستان ملاتړی دی.