ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 598

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په زور راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۵۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو زر تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ترانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۰۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۸ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۸۹ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۶۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ترانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴۱ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا، غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۴۲ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲۷ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۷۷۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۷۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۹۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۹ کورنیو سره ټولې ۳۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۵۱ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ترانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۰۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۹‍ کورنیو سره ټولې ۷۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۸ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۰۹ زره ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۴۳۸ کورنۍ او دوه زره او ۲۶۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۳۰۳ کورنۍ او یو زر او ۵۴۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۴۰۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۵۱۲ عدده

ملا عبداللطیف منصور پکتیا کې پینځه رغنیزې پروژې پرانیستې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ او مرکز ګردیز کې د “حسین خېلو د اقلیم بدلون سره د مقابلې پروژې” ترسرلیک لاندې د پينځو پروژو چارو پرانیسته وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ یادې پروژې د ۲۷ میلیونه، ۹۸۶ زره او ۵۱۹ افغانیو په لګښت د کابل عمومي حوزوي ریيس انجنیر محمد عارف مومند، د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریيس مولوي محمد کریم فاتح، د پکتیا ولایت د دفتر ریيس مولوي نورالله ممتاز، سیمه ایزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت ته په اشارې سره د بنسټیزو پروژو پلي کول یو اړین ګام وباله او د افغانستان د اسلامي امارت له لوري تر کار لاندې سترو پراختیایي پروژو په اړه یې اړین معلومات وړاندې کړل.

د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریيس وویل؛ د “حسین خېلو د اقلیم بدلون سره د مقابلې ترسرلیک لاندې پروژه”  څلور برخې لري، چې پکې د بیټکې چک‌ډېم او ټرینچونه، د حسین خېلو کاریز ساتندوی دېوال، د بر ملایانو کاریز د اوبو حوض او شولګډ کاریز سربند او کانال شامل دی؛ چې ټول لګښت یې ۱۵ میلیونه، ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانۍ دي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي لګښت د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

نوموړي همداراز وویل، د دې پروژو چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې او ورسره به له ۱۰۰ هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ۳۵ نوي ښارګوټي جوړ کړي

له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له پيلېدو سره سم اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې او په ډېری ولایتونو کې یې ښارګوټي ورته جوړ کړي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې اسلامي امارت په تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو کې د بېرته راستنېدونکو لپاره ۳۵ نوي ښارګوټي جوړ کړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دا ښارګوټي د اسلامي امارت د کورنیو عوایدو او شته امکاناتو پر مټ جوړ شوي.

د اقتصاد وزارت مسولین بیا وايي، چې د بېرته راستنېدونکو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټه هڅه کوي، تر څو ملي او نړیوال بنسټونه هم د بېرته راستنېدونکو اړمنو لپاره د کورونو، ټولګټو تاسسیاتو او اساسي اړتیاوو په جوړولو کې وهڅوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو لپاره د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي لري، چې له جملې یې ۲۲ فعال او بېرته راستانه شوي افغانان ژوند پکې کوي.

دوو موسسو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت سره د همکارۍ هوکړې وکړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د ماشومانو د ملاتړ موسسې له مرستیال سید محمد پاچا او د اړیکو موسسې له مسول احمد رحیم خوستي سره د همکارۍ هوکړې وکړې.

د یادو هوکړو له مخې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د روغتیا، کرنې، غذایي خوندیتوب، څښاک اوبو او د بې ‌سرپناه ماشومانو د ساتنې په برخو کې پراختیایي پروژې پلي شي.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ټینګار وکړ، چې اړوندې موسسې دې د خلکو ستونزې را ټولې او د اړتیاوو پر بنسټ دې خدمات ورته وړاندې کړي.

همدا راز د یادو موسسو مسولینو د خپلو کاري کړنو په اړه د غونډې له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل او ژمنه یې وکړه، چې په اړینو برخو کې به ډېر ژر خلکو ته د خدماتو د رسولو په برخه کې د هېواد په مرکزي او سرحدي ولایتونو کې ګډ فعالیت پیل کړي.

د افغانستان، پاکستان، او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه

د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د پانګونې جذب او د سیمه‌ییزو ګډو پروژو پلي کولو په موخه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ګډه درې اړخیزه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د هېواد سوداګرو، د محمد صادق خان په مشرۍ پاکستاني او د یوشیاو یونګ په مشرۍ چینايي استازو ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، غونډه کې په افغانستان کې د ګډو صنعتي پارکونو په جوړولو، د ځانګړو اقتصادي زونونو په رامنځته کولو، د صادراتو پروسس لپاره د مرکزونو په جوړولو، د درېیو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو په جوړولو، افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ملاتړ مرکزونو د جوړولو سربېره د درېیو هېوادونو ترمنځ د بانکي اسانتیاوو په رامنځته کولو او په نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزي د غونډې د ګډونوالو له ګډې همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ په درلودلو سره د بهرنیو پانګوالو جذب او دوه اړخیزو ګټو ته ژمن دی.

نوموړي همداراز د چین او پاکستان د سوداګرۍ وزیرانو ته بلنه ورکړې ده.

د سوک وهنې ملي لوبډله سریلانکا ته روانه شوه

د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون اووه کسیزه لوبډله، د سوک وهنې اسیا جام نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن (یکشنبه) سریلانکا هېواد ته روانه شوه.

د هېواد د ورزش اداره وايي، په دغه لوبډله کې پینځه ورزشکاران او دوه روزونکي شامل دي.

د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ یادې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د ښه ځلېدو او ښې استازولۍ سپارښتنه وکړه.

د سوک وهنې اسیا جام سیالۍ د سریلانکا هېواد په کوربه توب د روانې میلادي میاشتې پر ۱۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام کوي.

هند او پاکستان یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي

هند او پاکستان یو بل تورن کړي، چې د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته یې سرغړونه کړې ده.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له چاودنو وروسته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم میسري ویلي، چې د اوربند له هوکړې پرله‌پسې سرغړونې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا پر هند تور پورې کړی، چې له اوربند څخه یې سرغړونه کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې د اوربند هوکړې ته ژمن دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبه اعلان وکړ، چې هند او پاکستان په سملاسي او بشپړ اوربند هوکړه کړې ده.

د پاکستان او هند د پوځي عملیاتو عمومي مدیرانو د ټلېفوني اړیکې له لارې هم هوکړه کړې وه، چې دواړه خواوې به په وچه، هوا او سمندر کې ټول پوځي بریدونه دروي.

له دې اعلان وروسته دواړو لوریو چمتووالی څرګند کړ، خو څو ساعته نه و تېر، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د درنو چاودنو غږونه واورېدل شول. وروسته دواړو لوریو یو بل په سرغړونه تورن کړل.

د هند او پاکستان تر منځ د تېرو څو ورځو نښتې په وروستیو څو لسیزو کې تر ټولو جدي بلل کېږي.

هند د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، پر پاکستان د ډورن او توغندیو بریدونه پیل کړل.

هند په دې برید کې پاکستان ښکېل وباله، خو اسلام‌اباد پکې هر ډول لاس لرل رد کړل.

پوتین له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې پنجشنبه د (مې ۱۵مه) د ترکیې په استانبول ښار کې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی.

نوموړي ویلي، چې د جدي خبرو اترو له لارې باید د جګړې اصلي لاملونه حل او د تلپاتې او پیاوړې سولې پر لور حرکت پيل کړو.

د روسیې ولسمشر نن سهار یکشنبه ویلي: “موږ کیېف ته وړاندیز کوو، چې له شرط پرته په استانبول کې مستقیمې خبرې اترې پيل کړي.”

پوتین زیاته کړې، چې نن به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم په دې تړاو خبرې وکړي.

اوکراین لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

پوتین په کیېف کې د ګڼو اروپايي مشرانو له لوري د ۳۰ ورځني اوربند له غوښتنې څو ساعته وروسته د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ.

اروپايي مشرانو د روسیې له ولسمشر غوښتي وو، چې یا دې له اوکراین سره بې له شرطه ۳۰ ورځنی اوربند وکړي او یا به د دوی له سختو بندیزونو سره مخ شي.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې اوکراین ته د زرګونه روسي ځواکونو د لېږلو امر وکړ. دا کړنه د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له ناورین راهیسې د روسیې او لوېدیځ تر منځ په جدي کړکېچ بدله شوې ده.

ولادیمیر پوتین ویلي، چې روسیې څو ځلې اوربند وړاندیز کړی، د انرژۍ په تاسیساتو یې بریدونه ځنډولي، د ایسټر پر مهال او د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ۸۰یمې کلیزې د نمانځلو په جریان کې یې اوربند اعلان کړی دی.

روسیې وروستی ۷۲ ساعته اوربند (د مې له ۸مې تر ۱۰مې) د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ۸۰یمې کلیزې په مناسبت اعلان کړ. د دې اوربند په جریان کې دواړو لوریو یو بل په سرغړونه تورن کړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له اسلامي امارت څخه د چین له دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.

د چین استازي یادونه وکړه، چې هېواد به یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به خپله ونډه نه سپموي.

 همداراز، یو شیایو یونګ د روانې میلادي میاشتې په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر لخوا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزير ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د افغان لوري لخوا ومنل شوه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بدخشان له مرستیال والي سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان له مرستیال والي قاري محمد امین طیب سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې قاري محمد امین طیب د بدخشان د خلکو ژوند، اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت او د مسولینو د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین تل د خپلو خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي، چې ولسونو ته ډاډمن امنیت تامین او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د بدخشان مرستیال والي د نښلوونکو لارو، انکشافي چارو او کارموندنې په برخو کې د بدخشان د خلکو غوښتنې شریکې کړې او په دې تړاو یې د اسلامي امارت د اړوند مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان مرستیال والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د امنیت ټینګښت او خلکو ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسولین باید په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا ادراي مرستیال د قاري محمد امین طیب له لوري مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولین به په دې اړه د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې اړین اقدامات وکړي.