ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 603

ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې عملي همکارۍ زیاتوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي‌ امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

په دې ویډیو کنفرانس کې د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د دیپلوماتیکو اړيکو د کچې پر لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو، په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د چارو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې تر بل هر وخت پياوړې او د لا زیاتو همکاریو او پرمختګونو لپاره یې شرایط برابر بللي دي.

مولوي امير خان متقي يو ځل بيا د ګډو سترو اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان د حکومت ژمنتيا په ډاګه کړې.

رشید مردوف د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې ارزولې دي او په نږدې راتلونکي‌ کې یې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړی دی.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير همداراز ژمنه کړې، چې هېواد به يې په لنډه موده کې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کي نورې اسانتياوې هم راولي.

دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د ریل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان پرانيست

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د غزني  ولایت علماوو، مخورو او یو شمېر سیمه ییزو مسولينو په شتون کې، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان پرانیست.

د یادونې ده، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان د ۲۰۰ جریبه ځمکې مساحت سره په پام کې نیول شوی دی.

اقتصادي کمېسیون په مهمو اقتصادي برخو کې د ځان بسیاینې پالیسۍ او طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.

دا غونډه پرون د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

ناستې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. دغه کمپلکسونه په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او بزګرانو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.

دغه‌راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.

افغانستان اوس‌مهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی، چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم پر ځان بسیا شي.

اوس‌مهال د هېواد په کچه د چرګانو شاوخوا ۱۴ زره فارمونه فعال دي، چې سل زره کسان په مستقیم او ۳۰۰ زره په غیرې مستقیم ډول په کار پکې بوخت دي.

د اقتصادي کمېسیون دې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاده پالیسي له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هېواد د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولید، پروسس او د مالدارۍ سکټور به وده وکړي.

په نباتي خوراکي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند وه، هم وړاندې شوه. یاده طرحه له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د دې طرحې له مخې به په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم، زغرو او لمرګلي نباتات کرل کېږي، چې د طرحې د لومړۍ برخې په تطبیق سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي.

د غونډې په پای کې د یوشمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شول.

یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی دفتر ته لېږل شوې دي.

د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د برېښنايي پیژندپاڼو وېش څانګه فعاله شوه

د جوزجان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د برېښنايي پیژندپاڼو وېش بهیر کې د اسانتیا په موخه د برېښنايي پیژندپاڼو دویمه وېش څانګه چې په شبرغان ښار کې فعاله وه، د اقچې ولسوالۍ ته ولېږدول شوه او د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې یې فعالیت پیل کړ.

په په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د دې ولایت د احصایې او معلوماتو رییس عزیزالله عزام، د اقچې ولسوالۍ مسولینو، علماوو، سپین ږیرو او د یاد مرکز کارکوونکو ګډون کړی و.

عزیزالله عزام وايي؛ د دې وېش څانګې په فعالیت سره، نه یوازې د اقچې ولسونو ته د برېښنايي پیژندپاڼو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کېږي، بلکې د (مردیان، فیض اباد، خم‌اب، منګجیک، قرقین او خانقاه) ولسوالیو اوسېدونکي به هم وکولی شي په اسانۍ خپلې برېښنايي پیژندپاڼې ترلاسه کړي.

د غونډې پر دوام، د اقچې او شاوخوا شپږو ولسوالیو مسولینو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ځانګړي ډول د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست څخه مننه وکړه، د یادې وېش څانګې فعالېدل یې مهم ګام وګاڼه او د هر ډول مرستې ژمنه یې وکړه.

د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پیژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، ترڅو د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې برېښنايي پیژندپاڼې ترلاسه کړي.

چینايي پانګوالو د مسکن په برخه کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال محمد اسماعیل فایز له چینایي پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چینایي پانګوالو ویلي، غواړو چې په افغانستان کې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړو.

دوی همداراز هیله څرګنده کړې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت مسولین به په دې برخه کې همکاري وکړي.

یادو پانګوالو زیاته کړې، که چیرې د کورونو جوړولو لپاره ځمکه وپیژندل شي، چمتو یو چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو.

د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته اړتیا لري او دا اړتیا د مسکن په برخه کې تر ټولو زیاته د پام وړ ده.

نوموړي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په اړوندو برخو کې به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې د چارو د لا پرمختګ لپاره د ورته غونډو پر دوام ټینګار شوی.

اسلامي امارت د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ د اندېښنې وړ او د سیمې په زیان بللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی دی او ویلي یې دي، چې د وضعيت لا ترينګلتيا د سيمې په ګټه نه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: ”د افغانستان اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي “.

هند په کشمیر کې پر سېلانیانو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، تېر ماښام د پاکستان پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند د تېرې شپې په بریدونو کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی او ۴۶ نور ټپیان دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو اندېښنه ښودلې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په پار نن (چهارشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د غویي په ۱۷مه) نېټه د Dialogue Action سازمان له اجراییوي رییس جولیان واینبرګ او مرستیال کمال اوکدا سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون، د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو، په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا او پر مختلفو چاپېریالي مسایلو خبرې وشوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه وویل؛ اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ دی او له زیانونو څخه یې ټول هېوادونه زیانمن شوي دي، چې له بده مرغه افغانستان ډېر زیات اغېزمن شوی هېواد دی.

مولوي مطیع الحق خالص د Dialogue Action سازمان له مسولینو غوښتنه وکړه، چې په سیمه‌ییزه کچه د پرمختللو هېوادونو د تجربو شریکولو، تخنیکي همکارۍ، ظرفیت لوړونې، نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون زمینې برابرول او د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره دې، هلې ځلې وکړي.

د Dialogue Action مسولینو وویل، موږ به هڅې وکړو چې د چاپېریالي موضوعاتو او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوالو ارګانونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره مخکې قدمونه واخلو.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او هوکړه وشوه، چې نړیوال سازمانونه او موسسې باید د چاپېریال ساتنې په برخه کې یادې ادارې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

پر پاکستان د هند بریدونه؛ د مړو شمېر ۲۶ او د ټپیانو بیا ۴۶ ته لوړ شوی

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند د تېرې شپې په بریدونو کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی او ۴۶ نور ټپیان دي. له دې وړاندې د مړو شمېر ۸ تنه ښودل شوی و.

هند تېره شپه په پاکستان کې پر ګڼو ځایونو بریدونه کړي، چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

له بل لوري هند ویلي، چې تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د پاکستان له لوري په ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي.

د دې هوايي بریدونو په غبرګون کې پاکستان د هند شارژدافیر احضار کړی او خپل جدي اعتراض یې ورته څرګند کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هند دا اقدام “د پاکستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده”.