ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 628

جوزجان کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار  کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د ښار او کور جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د جوزجان مرستیال والي مولوي نورالدین عمیر او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسولینو په شتون کې یاد ښارګوټی پرانیست.

 د دې ښارګوټی د پرانیستې په مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي امارت مشران او مسولین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د هوساینې او ارامي زمینه برابره او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

نوموړي له ملي سوداګرو، ټولو هغو هېوادوالو چې مالي توانایي لري او د اسلامي هېوادونو له خیریه بنسټونو او موسسو څخه غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور را اېستل کېږي تر خپله وسه مرسته وکړي.

هېره دې نه وي، چې  دا ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت لري او ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي دي، کوم چې به مستحقو کډوالو ته د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شي.

د پنجشير، تخار او بغلان ولایتونو ۳۵۰ تنه ځوانان له پوځي زده کړو څخه فارغ شول

د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې د تخار، بغلان او پنجشیر ولایتونو څخه ملي اسلامي اردو ته فوق العاده جذب شوي ۳۵۰ تنه ځوانان له درې میاشتنیو فکري، مسلکي او پوځي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني او د ملي دفاع وزارت یو شمېر رییسانو، مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال فارغانو ته لازمې توصیې کړي او ویلي یې دي؛ کله چې تاسو د الله ج په دین غیرت وکړئ نو الله ج به ستاسو نصرت وکړي، موږ او تاسو باید د اعلاء کلمة الله لپاره هر ډول تکلیف وزغمو او پخپلو کړنو کې صادق و اوسو او هېڅکله د شیطان پیروي ونکړو.

همدا راز مسولینو زیاته کړې؛ موږ او تاسو ته قومیت، ملت او سمت مطرح نه دی بلکې موږ یو واحد امت یو او د یو امیر اطاعت کوو، د اسلامي نظام د دوام لپاره باید موږ او تاسو یو موټی شو او له هر ډول کرکې څخه لاس واخلو خپل اصلي موخې ته متوجې شو او په یوې رهبرۍ کې به د دغه اسلامي نظام څخه دفاع کوو.

په پای کې یادو فارغانو د تحلیف مراسم ترسره کړل.

ستره محکمه کې د قضا کتابتون پرانیستل شو

د سترې محکمې د ریيس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په مشرۍ، د سترې محکمې اداري مرستيال شيخ عبدالمالک حقاني، د سترې محکمې نظامي مرستيال شيخ خیرجان خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ مولوي محمد حامد حسیب، د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي مهاجر فراهي، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال شيخ سخاؤالله سعيد، د علومو اکاډمۍ د طبيعي او تخنيکي علومو مرستيال شيخ امير جان ثاقب او د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو ریيسانو، د قضایي او اداري غړو په شتون کې تېره ورځ پنجشنبه (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د قضا کتابتون پرانیستل شو.

ستره محکمه وايي؛ د قضا کتابتون د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست تر چتر لاندې فعاليت کوي، چې د تفسیر، حدیثو، فقهې، قضاء، دعوت، عقیدې، فقهي اصولو، سیرت، حقوقو، قوانینو، تاریخ، فلسفې، اروا پوهنې، ټولنیزو علومو، اقتصاد، سیاست، ادبیاتو او نورو موضوعاتو کتابونو له اړخه يو غني کتابتون دی، چې شاوخوا درې زره  عنوانه او شپږ زره او ۵۲ جلده کتابونه لري.

دغه راز په یاد کتابتون کې د ورځپاڼو، جریدو، مجلو او متحدالمآلونو ۷۶ عنوانه او ۶۳۲ جلده بېلابېل کلني کلکسیونونه هم شتون لري او ساتل شوي دي.

د قضا کتابتون د قاضي‌القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په ځانګړې پاملرنه په نوې او عصري بڼه جوړ او د مطالعې لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په کې برابرې شوې دي.

عدلیې وزارت: د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې ۱۰ قوانین له توشيح او انفاذو وروسته په رسمي جريده کې خپاره شوي

د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت د تېرو درې نيمو کلونو په اوږدو کې ۱۰ عنوانه قوانين د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی لخوا له توشيح او انفاذ څخه وروسته په رسمي جريده کې خپاره شوي دي.

د عدلیې وزارت وايي؛ په دې موده کې تر ټولو مهمو خپاره شويو قوانینو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون شامل دي.

 همداراز یاد وزارت په دې موده کې څلور طرزالعملونه، یوه اصولنامه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لسګونه عنوانه فرمانونه، حکمونه او هدایتونه له توشېح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

 د عدلیې وزارت د تېرو درې نیمو کلونو په ترڅ کې ۱۱۹ تقنیني سندونه چې قوانین، اصولنامې، اساسنامې، طرزالعملونه او لایحې په‌کې شاملې دي تدقیق، تحقیق او نهايي کړي او هم يې ۱۹۶ تقنیني سندونه د قران کریم، نبوي سنتو او حنفې فقهې پر بنسټ فقهي تخریج کړي او نهايي کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي، د دغو تقنیني سندونو کار له عدلیې وزارت څخه بشپړ شوي او راتلونکو مراحلو تېرولو لپاره اړوندو مراجعو ته استول شوي دي.

 په تقنیني سندونوکې د پولیسو قانون، د زندانونو د چارو د تنظیم قانون، د معدنونو قانون، د زندانیانو د لېږد او استرداد قانون، د چاپیریال قانون، د ګمرکاتو قانون، د کار قانون، د خصوصي پانګونې قانون او نور مهم تقنیني سندونه شامل دي.

میدان وردګو ولایت کې دوه کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د ميدان وردګو ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر امین الله اخوندزاده په مشرۍ، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د علي او قزلباش خېلونو ترمنځ دوه کلنه شخړه د ځایي چارواکو، مخورو او علماوو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې شخړه کې دواړو خواوو یو بل ته د استوګنې کورونه سوځولي وو او د درنو مالي زیانونو ترڅنګ یې ژورې ناندرۍ درلودې.

 مصلحینو لومړی موضوع وڅېړله او بیا یې د شریعت په رڼا کې پرېکړه وکړه، چې له مخې یې دواړه لوري سره پخلا شول.

همدارنګه د جرګې مشرانو زیانمنو خواوو ته روښانه کړې، چې شخړې او جنګونه هیڅ ګټه نه لري او کولی شي نور زیانونه هم واړوي.

په ورته مهال ښکېلو خواوو د ځایي چارواکو، په ځانګړي توګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له هڅو مننه کړې او د موضوع پر حل یې خوښي څرګنده کړې ده.

بلخ کې د څه باندې درې ميليونه افغانيو په ارزښت دوه رغنیزې پروژې پيل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولايت حيرتان دوراهي په جيرتان سيمه کې د يوې لويې تلې او د دوه حلقو څاګانو رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده او د بلخ ولايت د ټولګټو د رییس مولوي عبدالصبور صابر په شتون کې پيل شوې.

ټولګټو وزارت وايي؛ دغه تله ( ترازو) او دوه حلقې د اوبو څاګانې ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د د درې میلیونه، ۴۷۳ زره او ۹۹۴ افغانیو په ارزښ قرارداد شوې دي، چې د درېیو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چه په یاده سیمه کې یوه بله تله هم شتون لري، چې دغه تله د باروړونکو وسایطو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او موټر چلوونکو د اسانتیاوو لپاره رغول کیږي.

د دې تلې په رغولو سره به د پخوانۍ تلې شاوخوا ګڼه ګوڼه کمه، د لوړ تناژ باروړونکو موټرو وزن کنټرول او د اسفالټي سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.

د عامې روغتیا وزیر او د یونیسیف ادارې د مشر لیدنه؛ د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر ډاکټر تاج الدین اوېلا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د HER پروژې د ملاتړ، عامې روغتیا وزارت او یونیسیف ادارې له لوري د ګډ نظارت، ستونزو د حل، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد او لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو پر لېږد ټینګار کړی او د ستونزو حل په موخه یې ګډ نظارت مهم یاد کړی، تر څو په ترڅ کې یې ستونزې په نښه او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.

بل لور افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې مشر د HER پروژې د ملاتړ برخه کې د همکارۍ او روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو د لېږد ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، د عامې روغتیا وزارت سره د ګډ نظارت له لارې به شته ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.