خلیفه سراج الدین حقاني د روسیې له ځانګړي استازي سره لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د دې هېواد له سفیر دميتري ژيرنوف سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې.
خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان په اړه د ماسکو وروستي اقدامات ستایلي او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام بللی دی.
همداراز دواړو خواوو د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول او سفارتي کچې ته رسولو او د متقابل تعامل، امنیتي او تجارتي همکاریو ژمنې کړې دي.
د ترانسپورټ وزیر سره د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال لیدنه؛ د ترانسپورټي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده د قزاقستان هېواد لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا، د ترانسپورټي اسانتیاوو برابرولو او افغان موټر چلوونکو ته د وېزو ورکولو په اړه خبرې شوې دي.
د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال او هېواد یې چمتو دی، تر څو له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري وکړي.
ملا حمیدالله اخوندزاده ویلي؛ افغانستان او قزاقستان د یو او بل په پرمختګ او همکارۍ کې ټینګه اراده لري، چې ښې پایلې به ولري.
کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر؛ موخې او پایلې
کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر؛ موخې او پایلې
سریزه
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د افغانستان په اړه د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سیاست بدل شوی او اوس ټول هېوادونه افغانستان ته د سیمې د یو مهم هېواد په سترګه ګوري، چې کولی شي د سیمې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې رغنده رول ولوبوي.
په همدې موخه د پخوا په پرتله ډېری هېوادونه زیات لېواله دي، چې له کابل سره خپلې هر اړخیزې اړیکې پراخې کړي، څو وکولی شي د سیمې په ثبات کې د کابل ګډ ملګري جوړ شي. له دغو هېوادونو یو هم قزاقستان دی.
افغانستان د قزاقستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او غواړي چې له کابل سره خپلې سیاسي – اقتصادي اړیکې پراخې او پياوړې کړي.
دا هېواد پر نړیوالو سټیجونو د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل خبره کړې او دا یې په ډاګه کړې، چې یو باثباته او اقتصادي افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
قزاقستان د افغانستان په پوله شریک ګاونډی نه؛ خو په نږدې سیمه کې پروت هغه هېواد دی، چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره یې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې او په دغه برخه کې یې د پرمختګ په موخه مهم ګامونه اخیستي دي.
قزاقستان په سیمه او نړۍ کې لومړنی هغه هېواد دی چې اسلامي امارت یې د هغو ګروپونو له لېست څخه وایست، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و.
قزاقي دولت وویل، دوی دا کار د افغانستان اسلامي امارت سره د سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او پراخوالي په موخه کړی او غواړي د افغانستان یو ښه اقتصادي ملګری جوړ شي.
په همدې موخه د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه سیاسي او اقتصادي پلاوو ګڼ سفرونه کړي، چې تازه هغه یې کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ د قزاقي پلاوي راتګ دی.
د ژومانګارین په مشرۍ راغلي قزاقي پلاوي د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او نورو مسولینو سره لیدنه وکړه.
د دغه سفر اصلي موخه د کابل او استانې ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د همکاریو پراختیا او په دې برخه کې د جوړې شوې لار نقشې پلي کول دي.
کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال د سفر موخه
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوی د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه کابل ته راغی.
د دغه پلاوي په ترکیب کې د بېلابېلو قزاقي وزارتونو او ادارو چارواکو، د دغه هېواد سوداګرو او پانګوالو حضور درلود.
دا څووم ځل دی چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلی ژومانګارین د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په موخه کابل ته سفر کوي.
د ژومانګارین سفر د دې ښکارندويي کوي چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ودې په لوري اساسي ګامونه اوچت کړي او دا د ګاونډیو او سیمې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات کې رغنده رول لوبوي. همدې ته په کتو استانه غواړي له کابل سره د دغه مزل پر مهال قوي ملګری پاتې شي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل ته د خپل سفر پر مهال د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او نورو لوړ پوړو مسولینو سره لیدنه وکړه او د لیدنو پر مهال ټول تمرکز پر دې راټول و چې قزاقستان؛ افغانستان ته په سیمه کې د یو مهم او ستراتيژیک هېواد په سترګه ګوري او لېواله دی چې په مختلفو په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې ورسره خپلې اړیکې او ګډې همکارۍ پراخه کړي.
نوموړي د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال د پرمختللي او خپلواک افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونو د رامنځته کېدو ستاینه وکړه.
ژومانګارین وویل، همدې پرمختګونو ته په کتو د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
قزاقي پلاوي له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په موخه د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې او همدا راز په هرات کې د دغه پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتووالی وښود.
قزاقستان له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو په موخه په هرات ولایت کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې د فعالیت پر زیاتېدو ټینګار وکړ او په ورته وخت کې یې په کابل کې هم د سوداګرۍ خونې د پرانیستلو ژمنه وکړه، چې اسلامي امارت ورته په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
کابل ته راغلي قزاقي لوري له افغانستان څخه د خپلې اړتیا وړ کرنیزو محصولاتو وارداتو ته هم لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چمتو دي چې په دې برخه کې د وارداتو کچه لوړه کړي.
د دغه لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.
دواړو لوریو چمتووالی وښود چې په دې برخه کې به د افغانستان یوشمېر خصوصي بانکونه د قزاقستان له ازادۍ او زمان بانکونو سره د بانکي انتقالاتو په برخه کې ګډ حسابونه پرانیزي.
د تورغونډۍ–هرات اوسپنې پټلۍ پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځول او له کابل سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري کول د دغه لیدنې بله مهمه موضوع وه، چې افغانستان یې هرکلی وکړ.
ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي ژومانګارین سره د لیدنې پر مهال دا هم وویل، چې افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لارې نقشې مسوده لاسلیک کړې ده.
د دې لار نقشې په پلې کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي برخو لکه سوداګرۍ، کرنې، د کانونو ایستنې، ترانسپورټ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته شي.
پردې ټولو سربېره د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال له کابل سره د استانې د سیاسي اړیکو د پراخوالي لېوالتیا هم څرګنده کړه او ویې ویل، قزاقستان په دې وروستیو کې په الماتا کې د اسلامي امارت دوه ډیپلوماتان منلي او همداراز په الماتا ښار کې د اسلامي امارت کونسلګري هم فعاله شوې ده.
له دې ټولو سره سره کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا، تعلیم، عامو افغانانو او سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د افغانستان له خاورې د قزاقي تولیداتو د ترانزیټ او ګڼو نورو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه بحثونه وشول.
د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د یو شمېر هوکړو لاسلیک کېدل
کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د خپل سفر پر مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره یوځای د افغان–قزاق نندراتون پرانیسته هم وکړه.
په دغه نندارتون کې ۴۰۰ افغان او قزاق پانګوالو او سوداګرو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغان–قزاق نندراتون د پرانیستې پر مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د کابل او استانې ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي، چې د تېر په پرتله پکې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي د سوداګرۍ کچې د زیاتېدو په برخه کې د نندارتونونو جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، دواړه ژمن دي چې دا کچه تر درېیو میلیارد ډالرو پورې ورسوي.
یادې موخې ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړهلیکونو د حجم پر زیاتوالي، په کابل او الماتا کې د سوداګریزو خونو پر جوړېدو، د سیمې په کچه د لا ډېرو نندارتونونو په ترسره کېدو، په قزاقستان کې د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره پر بازارموندنې او د افغانستان له لارې د سوېلي او منځنۍ اسیا د نښلون لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر اسانتیا ټینګار وشو.
د دغه نندارتون د لومړۍ ورځې په پای کې د ۱۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ ۲۰ هوکړه ليکونه لاسليک شول.
په دې هوکړه لیکونو کې ۱۷ د سوداګرۍ او درې د همکارۍ هوکړې دي.
دغه هوکړه ليکونه د لوجستیک، درملو، فلزي محصولاتو، موټرو او د اوړو د تولید په ګډون په ۱۳ سکټورونو کې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي.
پایله
قزاقستان د نفتو او ګازو د اکتشاف او ایستنې او همداراز د اوسپنې پټلۍ په برخه کې ښه تجربه لري.
افغانستان کولی شي د دوی په همکارۍ د خپلو نفتو او ګازو زېرمې ایستنې او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ترې استفاده وکړي.
د قزاقستان له لوري په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او په دې برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې پيل به نور هېوادونه هم وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د قزاقستان له لوري دا اقدام نړۍ ته په ډاګه کوي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د اقتصادي وضعیت په بهبود کې خپل فعال رول لوبولو ته چمتو دی.
همدې ته ورته د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګوالو پانګونه، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ۲۰ هوکړهلیکونو لاسلیک کېدل، په کابل او الماتا کې د سوداګریزو خونو پرانیستل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او بانکي انتقالاتو په برخه کې ګډه همکاري او افغان سوداګرو او عامو وګړو ته د قزاقستان د ویزو په برخه کې تسهیل هغه ګامونه دي، چې د کابل او استانې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا غښتلې او پراخوي.
بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید غندلی
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید غندلی او د وژل شویو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید د غندنې وړ بولي او په پېښه کې د وژل شويو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.”
ښاغلي بلخي زیاته کړې، چې دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر ایالت په پهلګام کې پر سیلانیانو وسلهوال برید شوی، چې ۲۶ کسان پکې وژل شوي.
په دې برید کې ۳۶ نور کسان ټپيان شوي هم دي، چې د ډېرو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.
روسیه د سفیر په کچه د افغانستان اسلامي امارت دیپلومات مني
د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له وروستي اقدام مننه وکړه، چې په ترڅ کې یې د «طالبانو غورځنګ» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، په روسیه کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه لرې کړ.
همداراز مولوي امیر خان متقي له روسیې مننه وکړه، چې په مسکو کې د سفیر په کچه د افغانستان اسلامي امارت دیپلومات مني او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي وویل، هېواد ته یې افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل ترڅو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.
ښاغلي کابلوف زیاته کړه، راتلونکې مۍ میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمېسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم بللی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړ.
د عامې روغتیا وزیر د چین لپاره د افغانستان له سفیر سره لیدنه کړې
د عامې وزیر مولوي نور جلال جلالي د چین هېواد لپاره د افغانستان له سفیر مولوي اسدالله بلال کريمي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون او د روغتیا برخه کې د کارونو لا ښې همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.
لیدنه کې مولوي اسدالله بلال کريمي د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د چین هېواد د همکاریو، پراختیايي پروژو او طبي تجهیزاتو په اړه د عامې روغتیا له وزیر سره معلومات شریک کړي دي.
مولوي نور جلال جلالي له یادو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ په لا ښو اړیکو ټینګار کړی او د روغتیا په برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ هیله څرګنده کړې.
افغانستان او قزاقستان د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې په پای کې د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، بېلابېلو سکټورونو کې په ځانګړې توګه د کرنې، او موټرو برخو کې ۱۷ تړونونه او همدارنګه د افغانستان او قزاقستان د شرکتونو ترمنځ درې لوجستیکي هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دوه اړخیزه ناسته کې د قزاقي شرکتونو له لورې په هېواد کې د موټرو بازار د رقابتي کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي؛ لوجستیکي هوکړه لیکونه کولی شي، په افغانستان او برعکس انتقالاتو برخه کې د افغان او قزاق موټر چلونکو ستونزې حل کړي.
هغو شرکتونو چې یاد تړونونه او هوکړه لیکونه یې لاسلیک کړي دي، ویلي؛ دغه تړونونه کولی شي، په قزاقستاني بازارونو کې د افغاني محصولاتو د بازارموندنې لپاره ښه زمینه ووسي.
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ دواړه خیزه ناسته په داسې حال کې کابل کې ترسره شوه، چې د سې شنبې په ورځ د قزاق ــ افغان سوداګریزې مجمع او د قزاقستان د محصولاتو نندارتون هم د درېیو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی.
تېر کال لوګر کې نږدې ۴۹ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د لوګر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۴۸ زره او ۷۸۱ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې ۴۰ زره او ۷۰۹ برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼې، یو زر او ۸۵۹ کسانو ته د ژوند پېښو او شپږ زره او ۲۱۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د لوګر ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري نجیبالله نظامي ویلي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د پېژندپاڼې نوېکول، د تخلص درج، د نوم او سن اصلاح) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست تېر کال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروېګانو لکه د لوګر ولایت په کچه د کلیو د تثبیت او کورنیو لېستاخیستنې سروې د پلي کېدو مدیریت او همدارنګه د خواړو خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه کړې ده.







