ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 632

کندوز کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني چې د دایمي مېشتېدنې کمېټې مشري په غاړه لري، کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلو بې وزله هېوادوالو ته د نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

ښاغلي نعماني د ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي پرانسته وکړه.

یاد ښارګوټی په درې زره جریبه ځمکه کې جوړېږي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې شیخ حمدالله نعماني وویل، هڅه کوي چې د ټولنې ټول قشرونو لپاره د هوسا ژوند پلانونه جوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر زیاته کړه، په کمو امکاناتو مو سترې چارې ترسره کړي، چې له جملې یې په تېر یوه کال کې د شاوخوا ۲۵ پلانونو جوړول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، دغه ښارګوټي کې د ښار جوړولو ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، تر اوسه ۱۵ زره او ۳۰۰ تنه خلک ثبت شوي دي، چې درې زره او ۷۴۱ نمرې په پام کې نیول شوي دي.

د غونډې په پای کې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ کې د کډالو ښارګوټي لپاره جوړ شوی پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري رسما په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد رمضان کلیم ته وسپارل شو.

تېر کال زابل کې څه‌باندې ۵۵ زره هېوادوالو ته د پېژندپاڼو او زېږون کارتونو وېش او د پېژندپاڼې اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي

د زابل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۵۵ زره او ۲۹۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په دې خدمتونو کې ۵۳ زره الکترونیکي او کاغذي پېژندپاڼې، ۳۹۹ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارت او مړینې پارچې) او یو زر او ۸۹۱ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شاملیږي.

د زابل ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ګل‌محمد احمد وايي، په دې ولایت کې د الکترونیکي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده چې د نویو الکترونیکي پېژندپاڼو پر وېش سربېره په‌کې له وېش وروسته (د نوم، سن او تخلص اصلاح او زیاتول) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې له معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.

سربېره پر دې، تېرکال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د افغانستان روغتیا سروې په بشپړ ډول د پلي‌کېدو له بهیر څخه څارنه شوې ده.

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۶ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۲ نيټې څخه د حمل تر ۲۸مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۶ زره او ۲۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ټولګټو وزارت وايي، چې له حیرتان بندر څخه ۵۰ زره او ۷۹۲ ټنه، له آقینې بندر څخه څلور زره او ۳۶۴ ټنه، له تورغونډۍ بندرڅخه اووه زره او ۶۱۲ ټنه او د خواف–هرات څخه درې زره او ۵۳۰ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۶۶ زره او ۲۹۸ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره یوه اوونۍ کې پینځه زره او ۸۲۲ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انارو جوس، کینو او کچالو دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

کونړ کې د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې ۲۱ کلنه بدي پای ته ورسېده

د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۱ کلنه دښمني د یاد ولایت دسرحدونو، قومونو و قبایلو چارو د رییس ملا تحميد الله غازي په مشرۍ، د قومي مخورو او دیني عالمانو په هڅو د یوې ناستې په ترڅ کې په دوستي بدله او ښکېلو کورنيو سوله ييز ژوند پيل کړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ دغه دښمني چې د دوو کورنیو ترمنځ کلونه وړاندې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او د دواړو خواوو ترمنځ یې لوی خنډونه او جنجالونه رامنځته کړي وو، د سیمه ییزو مصلحینو او مسولینو په دوامداره هڅو یوې غونډې ته را وبلل شول او له يادې اوږد مهاله بدي یې لاس واخیست.

د دغې غونډې پر مهال ځایي مشرانو او دیني عالمانو د بښنې په فضیلت او ښېګڼو خبرې وکړې او د دواړو کورنيو ترمنځ يې د پخلاینې په دنياوي او اخروي ګټو هغوی وپوهول.

ديني عالمانو همداراز په ولسونو غږ وکړ، چې د تربګنيو، ناخوالو او شخړو پرځای يو بل سره په مينه، اتفاق او د ورورولۍ ژوند وکړئ.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د قطر دولت له شارژدافیر سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري نن په کابل کې د قطر دولت د سفارت له شارژدافیر ډاکټر مُردِف القاشوطي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو، د سیمه‌ییزو امنیتي حالاتو، همداراز د ګډو همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.

مولوي محمد نبي عمري د قطر له دولت څخه د افغانستان د خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د شویو همکاریو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه همکاري به لا زیاتوالی ومومي.

القاشوطي هم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره د خپل هېواد ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې قطر چمتو دی له افغان لوري نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په شتون کې د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس پیل شو

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د دې کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ.

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» پيل شو.

په دې کنفرانس کې د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي رییس، د مرکزي دارالافتا رییس، د کندهار امنیه قوماندان، د هلمند د علماوو شورا رییس، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییسانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو ګډون کړی.

د کنفرانس په پرانیسته کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ویلي، چې په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه په دې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.

همدا راز د علم پر ارزښت یې خبرې کړې او ویلي یې دي: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته په کار ده چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه زیاته کړې، په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړئ، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي.

دغه‌راز علما کرامو ته یې سپارښتنه کړې، چې علم نورو ته ورسوي، ځکه رسول الله ﷺ د ذاکرینو او متعلمینو په مجلسونو کې د متعلمینو مجلس او ناسته غوره کړې ده.

د اسلامي امارت زعیم ټینګار کړی، چې موږ په چارو کې د الله تعالی په رضایت مکلف یو. د الله تعالی په نارضایتۍ کې د خلکو په رضا کې خیر نشته.

د امارت مسولینو ته یې ویلي: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ، اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شو.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ویلي، چې کفارو په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې ده، چې ټول یې په ګډه باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړو.

د اسلامي امارت رهبر د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي، زه ستاسو لپاره هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم. که تاسې هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ، په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نه‌شي چې په مابین کې ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ شي.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په یاد کنفرانس کې د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه له حضور څخه مننه کړې او ویلي، چې د بیعت مانا د خپل ځان او مال واک، د مسلمانانو امیر په واک کې ورکول او په بدل کې یې د الله تعالی دین قائمولو غوښتنه ده.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کنفرانس شاوخوا ۲ زره او ۶۰۰ ګډونوالو د اسلامي امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه سره په پوره مینه او ولولو خپل بیعت تازه کړ.

د کنفرانس په څلور ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي او څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

تېر کال پکتیا کې څه‌باندې ۶۱ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۶۱ زره او ۲۵۴ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

په دې خدمتونو کې ۳۱ زره او ۳۶۹ الکترونیکي پیژندپاڼې، ۱۶زره او ۵۶۶ کاغذي پیژندپاڼې، ۷۴۷ زېږون کارتونه، یو زر او ۴۳۶ د مړینې پارچې او پینځه زره او ۶۷۹ نورو کسانو ته په تابعیت پیژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه او پینځه زره او ۴۵۷ نورو کسانو ته د پیژندپاڼې د تایید خدمتونه شامل دي.

د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو رییس سیف‌الله حقاني ویلي؛ په دې ولایت کې د الکترونیکي پیژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او په دې وېش څانګو کې د نویو الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پیژندپاڼې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې له معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه یې په میاشتني ډول د ۲۹۰ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې او له ادارې سره شریکې کړي دي.

سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروې‌ګانې لکه د افغانستان روغتیا سروې او د شولې او پنبې سروې پلې او د غذایي خوندیتوب سروې د پلي‌کېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.