ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 636

نن دوشنبه په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل وایي، چې نن دوشنبه د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو.

نوموړی زیاتوي، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه له پینځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د ښاغلي شرافت په وینا؛ یاد کمپاین به نږدې څلور ورځې دوام وکړي او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به له پینځه کلونو کم‌عمره ماشومانو ته وېټامین اې کپسول هم تطبیق شي.

وېټامین اې کپسول د ماشومانو د سترګو لید او دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپاره ګټور دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند له قومي مخورو، علماوو او له هېوادوالو غوښتي، چې د واکسین د ښه تطبیق په موخه دې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي، تر څو په هېواد کې د پولیو د ناروغۍ مخنیوی وشي.

مولوي عبدالکبیر: د راستنېدونکو هېوادوالو خدمت د اسلامي امارت مسولیت دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بلخ ولایت له والي محمد یوسف وفا او د تورخم له کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره لیدنې کړې.

په دې لیدنو کې د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت، د خدمتونو د کیفیت او د امنیتي وضعیت په اړه خبرې شوي.

د بلخ والي محمد یوسف وفا ویلي؛ دا مهال بلخ کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، خلک له اسلامي امارت څخه خوښ دي او پراخ ملاتړ يې کوي.

 نوموړي زیاته کړې؛ په دې ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې، امنیت او خوراکي مرستو لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.

همداراز ښاغلي وفا په یاد ولایت کې د کارونو د منظمتیا ډاډ ورکړی.

ورته مهال د تورخم کمیسار، مولوي عبدالکبیر ته د تورخم د کډوالو د مدیریت، د خدماتو د وړاندې کولو او د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.

ملا عبدالجبار حکمت ویلي؛ په تورخم کې د راستنېدونکو لپاره غوره نظم رامنځته شوی، د مجاهدینو او اړوندو مسولینو له لوري هغوی ته پر وخت خدمات او مرستې رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداکرۍ او ترانزیټ موټرو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده او دا مهال ناروغانو او مسافرو ته هم منظم خدمات وړاندې کېږي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د راستنېدونکو کډوالو خدمت کول او د هغوی د چارو تنظیمول د اسلامي امارت مسولیت دی.

نوموړي زیاته کړې، راستنېدونکي کډوال د اسلامي امارت او شتمنو افغانانو ځانګړې پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري.

همدارنګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي؛ په تورخم کې دې د بار وړونکو موټرو، ناروغانو او مسافرو لپاره لا زیات سهولتونه برابر شي، ترڅو د ستونزو مخه یې ونیول شي.

‏ د خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت د رهبري غونډه شوې

د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د یاد وزارت د رهبري غونډه کړې.
په دې غونډه کې د وزارت مرستیالانو او اړوند رییسانو ګډون درلود.

خلیفه سراج الدین حقاني د غونډې برخوالو ته ویلي، موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره ټاکل شوي یو.

نوموړي زیاته کړې؛ د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسولیت لومړیتوب وګڼي. دغه‌راز باید ډېر کوښښ وکړي، چې له هېوادوالو سره په مثبت تعامل او همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.

د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزیر په تېر شوي کوچني اختر کې د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو رول او نه ستړې کېدونکې هڅې ستایلې او په ورسپارل شویو دندو کې یې له الله تعالی څخه د لا زیات توفیق غوښتنه ورته کړې ده.

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د چین لپاره ځانګړی ارزښت لري

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د چین له سفیر ژاو شېنګ سره تعارفي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه په یاده لیدنه کې ټینګار شوی، چې د ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او چین ښې او مثبتې اړیکې لا باید پراخه او دوامداره شي.

دوکتور محمد نعیم د چین له لوري له افغان کډوالو سره د بشري مرستو، د شانګهای غونډو ته د افغان پلاوو بلنې او دوه اړخیزو همکاریو له دوام څخه مننه کړې ده.

د چین سفیر ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د یو ګاونډي هېواد په توګه خپلو اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي او چمتو دی، چې دغه اړیکې لا پراخه او پیاوړې کړي.

د روسیې او اوکراین تر منځ د ۳۰ ساعته اوربند پای؛ دواړو لوریو یو بل په سرغړونه تورن کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره شنبه د ایسټر پر مهال ۳۰ ساعته اوربند اعلان کړ، چې اوس یې موده پای ته رسېدلې.

ښاغلي پوتین د شنبې په ورځ ویلي وو، خپلو ځواکونو ته یې په اوکراین کې د پوځي فعالیتونو د درولو امر کړی او دا ۳۰ د ایسټر اوربند به د یکشنبې تر پایه دوام وکړي.

نوموړي د هر ډول شونې سرغړونې پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره د چمتووالي خبر هم ورکړی و.

روسیې او اوکراین یو بل د یاد لنډمهاله اوربند په ماتولو او سرغړونه تورن کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلینسکي ویلي، چې روسي ځواکونو د یکشنبې له پیل راهیسې نږدې درې زره ځله اوربند مات کړی.

د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي، چې د اوکراین له لوري یې د بریدونو مخنیوی کړی او کیېف یې د سلګونه ډرونونو او توغندیو په توغولو تورن کړی.

سربېره پر دې دواړو لوریو تېره شنبه د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ډېر بندیان تبادله کړي.

رویټرز وايي، چې په دې تبادله کې روسیې او اوکراین له ۵۰۰ ډېر بندیان تبادله کړي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې ۲۴۶ سرتیري یې د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمې څخه بېرته خپلې خاروې ته راګرځېدلي.

ورته مهاله د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي هم د روسیې له بنده د خپلو ۲۷۷ سرتیرو د ازادېدو خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره د شویو ژمنو په پلي کېدو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ټلیفوني خبرې کړي دي.

په دې ټلیفوني مکالمه کې محمد اسحاق ډار کابل ته د سفر په جریان کي د ښې میلمه پالني له امله مننه کړې او ټينګار يې کړی، چې کابل کې د شوو ژمنو د پلي کېدو لپاره به هڅې کوي او په ځانګړي ډول د کډوالو د ستونزو په حل کولو او شکایتونو د اوریدلو لپاره به جدي اقدامات کوي.

په دې مکالمه کې ښاغلي محمد اسحاق ډار د پاکستان د کورنيو چارو وزارت لخوا د کنترول‌خونې د رامنځته کېدو او د کډوالو د شکايتونو اورېدو په موخه د مرستې د تلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړی.

مولوي امیرخان متقي هم کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو د حل په لور یو مثبت ګام بللی او د شوو پرېکړو د پلي کولو، په ځانګړي توګه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډالو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنترول‌خونې او د مرستې د اړيکو شمېرو د فعالولو اقدامات ستایلي دي.

اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده تایید کړه 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه شوې.

یاده غونډه تېره ورځ یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

غونډې ته د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوې وه، چې له هر اړخیز تحلیل وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو بدلونونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

همدا راز دې غونډې ته د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونو افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوې وه.

یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو بدلونونو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د دې طرحې له مخې به سوداګریز مارکېټ د پارکېنګ په درلودو سره په شپږو پوړونو کې جوړېږي، چې ۵۶ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د اوبلن ګازو د تاسیساتو جوړولو کړنلاره او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو د مخنیوي لپاره د مناسبو حل‌لارو پيدا کولو موضوعات هم وړاندې شوي وو.

د دغو موضوعاتو د هر اړخیزې ارزونې په موخه جلا جلا کمېټې ټاکل شوې وې او سپارښتنه ورته شوې، چې په ټاکل شوو نېټو خپل راپورونه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې د یو شمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شوي، چې د اقتصادي کمېسیون د لارښوونو په پام کې نیولو سره تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د پلي کېدو سپارښتنه شوې.

یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.