ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 650

ملا عبدالمنان عمري او د قطر سرې میاشتې رییس لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له رییس حسین بوتاني سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې ښاغلي بوتاني د قطر سرې میاشتې د فعالیتونو، پروګرامونو، لاسته‌راوړنو او د راتلونکو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې ټولې چارې یې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو اړوند ترسره کېږي.

ملا عبدالمنان عمري د قطر سرې میاشتې له مرستندویو فعالیتونو د مننې ترڅنګ، غوښتنه کړې چې یاد بنسټ دې په ځانګړې توګه د زیانمنو اقشارو، یتیمانو او نویو راستنېدونکو هېوادوالو ملاتړ ته پراخې هڅې وکړي.

دغه‌راز نوموړي د قطر هېواد د سرې میاشتې ټولنې سره ژمنه کړې؛ چې د هغوی غوره او اغیزناک فعالیت لپاره د زمینې په برابرولو کې هر ډول همکاری ته چمتو دی.

په پای کې ښاغلي بوتاني له امارتي مسولینو غوښتنه کړې، چې د پروژو د اسنادو د بشپړېدو او پلي کېدو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د قطر سرې میاشتې ټولنه دا مهال په افغانستان کې د روغتیا، اوبو، بیړنیو حالاتو، یتیمانو او زیانمنو اقشارو د ملاتړ په برخه کې پراخ فعالیتونه لري.

امریکا خپل یو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ بندوي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی< چې د ټرمپ اداره د ۱۰ سفارتونو او ۱۷ قونسل‌ګریو د بندېدو او د بهرنیو استازولیو د کارکوونکو د کمولو پلانونه ارزوي.

راپور زیاتوي، دا ګام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لګښتونو د ۵۰ سلنې کمولو لپاره اخیستل کېږي.

په یاد راپور کې راغلي، هغه شپږ سفارتونه چې د بندېدو وړاندیز یې شوی د افریقا په مرکزي افریقا، اریتریا، ګامبیا، لیسوتو، کانګو او جنوبي سوډان هېوادونو کې دي، چې چارې به یې شاوخوا هېوادونو ته انتقال شي.

دغه راز هغه قونسل‌ګرۍ چې د بندېدو وړاندیز یې شوی، په اروپا کې دي او په هغو ځایونو کې موقعیت لري چې امریکایان یې د سیاحت لپاره تر ټولو ډېر خوښوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر پاکستان کې مېشت یو شمېر سوداګرو او کډوالو سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی او په اسلام‌اباد کې یې له یو شمېر افغان سوداګرو او کډوالو سره لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي؛ نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو  پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو راستنولو او هغوی ته د ژوند د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره اړین اقدامات شوي دي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړې، د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د مناسبو حل لارو موندلو لپاره دوه اړخیزو خبرو ته اړتیا ده.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې کډوال باید د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د معیارونو پر بنسټ د امن او عزت په فضا کې بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۶۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو درې زره او ۵۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۹۶۲ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۴۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۵۲ کورنیو سره ټولې۵ پینځه میلیونه او ۴۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۲۰۰ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۳۹۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۰۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۶۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۱۷ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، فراه، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۸۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵۵ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۸۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۶۲ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې درې زره او ۱۶۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۷۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۵۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

 ۷۲ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې او څلور کورنۍ د پکتیکا انګور اډې کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او شپږ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۷۶۷ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۶۸ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    یو زر او ۷۲ کورنۍ او پینځه زره او ۶۷۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۹۴۶ کورنۍ او پینځه زره او ۴۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   یو زر او ۱۴۹ کورنۍ

موقت ميشت شوي کډوال:   ۵۳۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  دوه زره او ۱۴۵ عدده

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه کړې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د رییسانو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد عالي کمېسیون د ځینو غړو او رییسانو په ګډون ترسره شوې.

په دې غونډه کې لومړی د یادو کمېټو مسولینو د ورسپارل شویو دندو په اړه د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړی.

وروسته له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د دایمي اسکانو د وېش بهیر د چټکوالي د څرنګوالي، د ګومارل شویو ادارو او ولایتي کمېټو له لوري له تثبیت وروسته هغو کډوالو ته د ځمکې وېش چې کور نه لري، د کډوالو په خېمو کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزې د رفع کولو او همدارنګه په هغو ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټو کې د زیربنایي کارونو پیلول چې مقدماتي کارونه یې بشپړ شوي او کډوالو ته په کې ځمکې وېشل شوې دي، خبرې او هر اړخېزه ارزونه شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

د غونډې په پای کې د بېلابېلو کمېټو په دندو او راستنېدونکو ته د غوره خدماتو په برابرولو ټینګار شوی.

ملا حمدالله فطرت: په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او په دې تړاو هر ډول اندېښنې بې‌ځایه دي

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د ګډ امنیتي تړون سازمان د سرمنشي ویاندې اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او په دې تړاو هر ډول اندېښنې بې ځایه دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د سرمنشي د دفتر ویاندې له یوې بهرنۍ ورځپاڼې سره په مرکه ویلي، دا سازمان د افغانستان له سرحدي ولایتونو، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پوله لري، د امنیتي ګواښونو په اړه اندیښمن دی.

اسلامي امارت په دې تړاو ټولې اندېښنې بې‌ځایه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره هېچاته ګواښ نه ده.

ملا حمدالله فطرت ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د امنیت ټینګښت او نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د ګډو ننګونو په برخه کې باید ټول اړخونه خپل مسولیت ادا کړي.

ورته مهال د چارو یو شمېر شنونکي په افغانستان کې اوسنی امنیت بې‌مخینې بولي او وايي، چې سیمه‌ییز او نړیوال سازمانونه باید له بې‌ځایه اندېښنو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت له بیاحاکمیت وروسته په ټول افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې هېچا ته کوم ګواښ نه دی پېښ شوی.

له مولوي عبدالکبیر سره د ناروې د شارژدافیر لیدنه؛ هېواد یې د افغان کډوالو لاس ‌نیوي ته دوام ورکوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له شارژدافیر پيرالبرټ الساس سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې  ښاغلي پــيرالبرټ الساس له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي، د ناروې حکومت د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو لاس نیوی ته دوام ورکوي.

همدارنګه نوموړي د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ بللي او زیاته کړې یې ده، چې د بحث وړ مسایل باید د خبـرو له لارې حل شي.

د افغانستان لپاره د ناروې هېواد شارژدافیر د اسلامي امارت او ناروې ترمنځ مستقیمې اړیکې مهمې بللي دي.

دغه‌راز نوموړي د اسلامي امارت د بښنې عمومي فرمان د انتقام نه اخیستلو لپاره ګټور یاد کړی دی.

الساس په ناروې کې د افغانستان سفارت پرانیستل کېدو ته په اشارې سره د کابل او اروپایي هېوادونو د ديپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګ او باور رامنځته کېدو لپاره د شته مسایلو حل ته اشاره کړې او په دې برخه کې یې خپل نظر له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړی دی.

د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزیر د ناروې شارژدافیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانانو سره یې په بشري برخه کې د یاد هېواد له مرستو مننه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او افغان حکومت د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره هڅې کوې.

نوموړي له پاکستان څخه د کډوالو په زور ایستل د ټولو اصولو پر خلاف عمل بللی او په افغانستان کې یې په دایمي ډول د کډوالې د حل لپاره د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت کډوالو ته د دایمي سرپنا پلان تر کار لاندې لري او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو مرستې اړینې دي.

همدارنګه مولوي عبدالکبیر افغانستان امن هېوا بللی او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت له نشه يي توکو سره کلکه مبارزه روانه کړې، د اداري فساد کچه ټېټه شوې او همدارنګه له افغان خاروې کوم لوري ته ضرر نه دې متوجه.

د ناستې پر دوام نوموړي له اروپايي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

په نږدې راتلونکې کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته سفر وکړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روان وضعیت په اړه په تفصیل سره خبرې کړې او د افغانستان او پاکستان په اړیکو او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په یو لړ مسائلو او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.

مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د باور په فضاء کې خپل مسائل د خبرو اترو له لارې حل کړي او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي، چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.

د پاکستاني پلاوي مشر محترم صادق خان ویلي، چې دواړه ګاونډي هېوادونه پخپل منځ کې ژورې اړیکي لري او د ستونزو د حل لپاره یې باید غور او فکر وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی محمد اسحاق ډار کابل ته سفر ولري او هیله یې څرګنده کړې، چې یاد سفر به دواړو لوریو ته مثبتې پایلې ولري.

د غونډې په پای کې دواړه لوریو د ورته ناستو دوام اړین بللی دی.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس رییس په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي ایران ته سفر کړی او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې لیدنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د وروستیو تحولاتو او د یاد اژانس له لوري له تهران سره د تخنیکي همکاریو او تعاملاتو په اړه خبرې شوې دي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي عراقچي ټینګار کړی، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید خپل تخنیکي او مسلکي رول پرته له دې، چې د ځینو اړخونو تر فشار لاندې راشي، ادا کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د اژانس عمومي رییس هیله څرګنده کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به تر هغې دوام ومومي، تر څو دواړه لوري یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

سربېره پر دې ایراني او امریکايي چارواکو د تهران د اټومي پروګرام په تړاو مستقیمې خبرې پيل کړې، چې لومړي مذاکرات یې تېره شنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شول.

د ایراني چارواکو په وینا؛ د دې هېواد او امریکا د مرکچیانو تر منځ دویمه ناسته به د شنبې په ورځ د اېټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، ناسته که هر ځای کېږي، خو د عمان د بهرنیو چارو وزیر به یې اسانچاری او منځګړی وي.