ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 659

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسولینو د برېښنا د تولید پر پروژو خبرې کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر پخپل کاري دفتر کې د ترکي ۷۷ کمپنۍ له مسول سلیمان جیلیو په هېواد کې د برېښنا د تولید پروژو د چارو روان بهیر په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر عبدالباري عمر د ترکي ۷۷ کمپنۍ له مسول مننه کړې او د دې کمپنۍ له لوري د نوې کېدونکې برېښنا تولید تر کار لاندې پروژو سربېره یې، د نوې کېدونکې برېښنا اړوند لمریزې، بادي او نورو برخو کې د برېښنا تولید اړوند پروژو په اړه هم خبرې کړې دي.

د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسول په افغانستان کې د نوې کېدونکې برېښنا پر پروژو د پانګونې زیاتوالي ته لیوالتیا ښودلې او له افغانسان برېښنا شرکت سره یې د همکارۍ د دوام ډاډ ور کړی دی.

د برېښنا تولید کورنیو سرچینو پراختیا لپاره د افغانستان برېښنا شرکت هڅو د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي، چې دا به په راتلونکې کې د برېښنا له اړخه پر ځان د بسیاینې لور ته اوږد مزل تر ډیره بریده را لنډ کړي.

د ۱۴۰۳ په کب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۸ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

د ۱۴۰۳ لمریز کال د حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۸ زره او ۸۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي.

د حیرتان بندر له لارې ۲۷۴ زره او ۸۵۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۴ زره او ۷۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲ زره او ۴۸۳ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۶ زره او ۲۳ ټنه، چې ټولټال ۳۵۸ زره او ۸۵ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له جملې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي. په حوت مياشت کې ۱۹ زره او ۸۸۰ ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو او د انارو جوس دي.

څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره اواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې بیاځلي خپل فعالیت پیل کړ

د افغانستان د کارګرانو ټولنې بیا ځلي خپل فعالیت پیل کړ.

د اسلامي امارت مسولینو په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د کارګرانو رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د کار قوانینو له مخې به د کارګرانو د ملي ټولنې ستونزو ته په رسیدو سره د کارګرانو له حقوقو څخه ملاتړ وکړي.

دغه‌راز د کار ګمارونکو او کارکوونکو تر منځ یې د عدالت د تامین او اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده.

هم‌مهاله د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وزګارتیا یوه ستونزه ګڼلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د بې‌وزلۍ د کمولو لپاره یو لړ پروګرامونه په نظر کې نیولي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د کار نړېوال سازمان مسولینو ویلي، چې فني برخه او د ظرفیت په لوړولو کې همکارۍ ته چمتو دي.

دوی زیاتوي: “د افغانستان لپاره دا یوه ارماني مفکوره نه ده، بلکې یوه علمي او اقتصادي حللاره ده. یوه واقعي ټولنه او د کارګرانو استازی خپلې اندیښنې مطرح او د عادلانه حقوقو لپاره مذاکره کولای شي.”

د یادونې وړ ده، چې په تېره اداره کې د کارګرانو ټولنې فعالیت د دې ټولنې د غړو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو له امله درېدلی و.

د افغانستان اهل تشیع قومي مشران او ولسي وګړي: د اسلامي امارت له نظام څخه بشپړ ملاتړ کوو

د افغانستان اهل‌تشیع قومي مشرانو او ولسي وګړو د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي، چې د اسلامي امارت له اوسني نظام څخه بشپړ ملاتړ کوو.

یادو مشرانو په نورو هېوادونو کې غونډو ته په اشارې سره ویلي، چې هېڅوک د اهل‌تشیع قوم استازولي نه‌شي کولای. د دوی په وینا، یوازې خلک حق لري چې خپل برخلیک پخپله وټاکي او په اړه یې پرېکړه وکړي.

د کابل ښار په دشت برچې سیمه کې د اهل‌تشیع علماوو، ځوانانو او قومي مشرانو د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او نظام د ملاتړ په غونډه کې د قومونو تر منځ پر یووالي او ورورلۍ ټينګار کړی دی.

هم‌مهاله د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، چې اسلامي امارت ټولو قومونو ته له توپیري چلند پرته پر متوازن انکشاف ولاړ خدمات وړاندې کوي او زیاتوي، چې اقتصادي پرمختګ ته هم ژمن دي.

د یادونې وړ ده، چې د اهل‌تشیع قومي مشرانو او ولسي وګړو تر دې وړاندې هم په نورو ګڼو سیمو کې د اسلامي امارت پر ملاتړ ټينګار کړی او په اوسنۍ ناسته کې ېې هم حکومت ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال: تېر کال په هېواد کې په توبرکلوز اخته د څه باندې ۵۱ زره ناروغانو درملنه شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ په اړه د پوهاوي غونډې ته ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، څو په هېواد کې د توبرکلوز ناروغي له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، هر کال له هر ۱۰۰ زرو کسانو څخه ۱۸۰ تنه د توبرکلوز په ناروغۍ اخته کېږي، چې دا شمېر د افغانستان د نفوسو له مخې شاوخوا ۷۵ زرو کسانو ته رسېږي.

د ښاغلي حقاني په وینا، د عامې روغتیا وزارت په تېر یوه کال کې ۵۱ زره او ۳۱۹ د توبرکلوز ناروغانو درملنه کړې ده.

مولوي عبدالولي حقاني د توبرکلوز کنټرول د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه بللی او له کورنیو او نړیوالو شریکانو، همداراز له همکارو بنسټونو څخه یې غوښتي، چې له دغه وزارت سره خپلې همکارۍ لا زیاتې او دا چارې د بشپړې همغږۍ له مخې ترسره کړي.

له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د ګازو نل‌لیکي د غځېدو چارې نږدې بشپړې شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د ګازو نل‌لیکي د غځېدو چارې نږدې بشپړې شوې دي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې د دې پروژې لپاره ۶۰۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او چارې یې د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ د افغان ګاز امارتي شرکت له لوري پلې کېږي.

دغه نل‌لیکه چې شاوخوا ۹۴.۵ کیلو مټره اوږدوالی لري د ویلډینګ کارۍ چارې یې بشپړې شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په وینا؛ د دې نل‌لیکې د چارو په پشپړېدو سره به په هر ۲۴ ساعتونو کې ۱.۵ میلیونه متره مکعب ګاز د مزار شریف ښاریانو او فابریکو ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده، اوس‌مهال د هېواد په ګڼو کانونو کې د اسختراج او بېلابېلو پروژو چارې روانې د‌ي، چې زرګونه کسانو ته د کار زمینه پکې برابره شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې یو ځواکمن نظام حاکم دی او خپل واک یې ثابت ساتلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له یوه ایراني خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ شوي او له اسلامي امارت پرته بل هېڅوک د افغانستان په خاوره واکمني نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې پخوا به د افغانستان هر ګوټ د بل چا په لاس کې و، خو اوس داسې نه ده.

د ښاغلي عراقچي په وینا؛ په افغانستان کې يو ځواکمن نظام حاکم دی او په تېرو درې ‌نيمو کلونو کې يې خپل واک ثابت ساتلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روان زېږدیز په پیل کې د یوه پلاوي په مشري افغانستان ته سفر کړی و.

ښاغلی عراقچي د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پياوړتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې وې.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په لیدنه کې ویلي و، چې افغانستان کې وروستيو پرمختګونو ته په کتو له اسلامي امارت سره خپله همکاري نوره هم پراخوو.