ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 662

د افغان او ایراني پلاوو لیدنه؛ د کابل او تهران ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا خبرې شوي

مالیې وزارت وايي، د دې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر د ایران هېواد د بهرنیو چارو وزرات د اقتصادي همغږۍ دفتر له عمومي رییس محمد رضا نظري او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاتوي؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګمرکي مسايلو، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د وروستیو هوکړو د پلي کولو پر موضوعاتو خبري شوې دي.

همداراز په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په برخه کي د یو لړ مهمو اقداماتو د ترسره کولو په موخه وروستۍ هوکړې ته رسیدلي، چې ورسره به ګډې اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي.

عامې روغتیا وزارت په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه غونډه کړې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه غونډه شوې.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي او یو شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.

غونډه کې د تخصصي او ثالثي خدماتو د ښه والي، اړوندو مسولینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د روغتیايي معلوماتي سیسټم اړوند خبرې شوې دي.

 مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ موږ ژمن یو چې په ټولو تخصصي او ثالثي روغتونونو کې خدمات لا معیاري کړو، ترڅو په کور دننه ټولو ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

 نوموړي دغه راز له اړوندو مسولینو غوښتي، چې خپلو مسولیتونو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

سمنګان ولایت کې د څلورو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي؛ د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر ولسوالي کې د درې چکډمونو او ۱۰۰ متره کانال جوړولو پروژو چارې د درې میلیونه، ۱۱۴ زره او ۳۰۰ افغانیو په لګښت پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې یې د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رییس مولوي محب الله عادل، د اکتید موسسې مسولینو، د فیروزنخچیر ولسوال شیخ عبدالرحیم سارباغي او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

یاد وزارت زیاته کړې؛ له یادو پروژو څخه چې درې زره کسان برخمن کېږي، چارې یې د اکتید موسسې په مالي لګښت د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کرېکټ؛ د نوولس کلنو نړیوال جام لپاره د لارموندنې پړاو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې تېره ورځ د نوولس کلنو نړیوال جام لپاره د لارموندنې پړاو سیالیو ته د لوبغاړو ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ، چې پکې ۱۴ لوبغاړي په عمومي او درې نور لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه لوبې به په نیپال هېواد کې د روانې اپریل میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي، چې په همدې نېټې به افغان لوبډله د عمان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ورپسې به په ترتیب سره د همدې میاشتې په ۱۴، ۱۶ او ۱۹مې نېټو د هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال نوولس کلنو لوبغاړو پر وړاندې لوبې وکړي.

خوست کې تېر کال نږدې ۸۶ زره هېوادوالو ته د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په تېر ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۸۵ زره او ۹۵۷ کسانو ته د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند خدمتونه وړاندې کړي، چې ۵۸ زره او ۷۷۴ برېښنایي او ۱۷ زره او ۴۶۶ یې کاغذي پېژندپاڼې، اووه زره او ۳۲۱ کسانو ته زېږون کارتونه او همدارنګه دوه زره او ۳۹۶ کسانو ته د مړینې پارچې ووېشل شوې دي.

د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مفتي محمد اصف کرار وايي؛ چې په ياد ولايت کې یو د آسان خدمت مرکز او دوې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې دي، چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو، ودونو او مړینو ثبت) هم وړاندې کوي.

له بل لوري یاد ریاست تېر ۱۴۰۳ کال په احصاییوي برخه کې د ټولنیزو او اقتصادي ارقامو د راټولونې په موخه ۵۷۴ فورمې وېشلې او ارقام یې له ادارې سره شریک کړي دي، د دې ترڅنګ په میاشتني ډول له بازار څخه د ۲۹۳ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۱۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۷۶۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو څلور زره تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۸۶ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۵ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۱۹ کورنیو سره ټولې ۶ شپږ میلیونه  او ۷۶۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۷۰۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۳ تنه و، کندهار، هلمند، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې ۲۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۷۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۵۵ تنه راستانه شوي کډوال  تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۸۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۴۱۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۴۷۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۸ کورنیو سره ټولې  ۷۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۹۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷۹ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۸۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال :    یو زر او ۱۳۳ کورنۍ او پینځه زره او ۶۲۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال :  ۵۸۵ کورنۍ او درې زره او ۱۹۸ وګړي 

مرسته شوي کډوال :   یو زر او ۱۲۵ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۹۸۶ عدده

ترکیه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه پیل شوې

کابل کې د ترکیې سفارت د افغانستان د همغږۍ ډلې «ACG» له لوري د مرسته کوونکو هېوادونو په ګډون د ترکیې په استانبول ښار کې د دوه ورځنۍ ناستې د پیل خبر ورکړی.

 د دې سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې پر فعالیتونو او لومړیتوبونو خبرې کیږي.

 تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یوناما» هم د افغانستان د همغږۍ ډلې د دې ناستې خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې په دې ناسته کې به د یوناما په ګډون د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو او د ملي او نړیوالو بنسټونو استازې ګډون وکړي.

 ورته مهال د دې ناستې له پیل سره یوناما له مالي ملاتړ کوونکو غوښتي، چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

فرانسه به فلسطین په رسمیت وپېژني

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې فرانسه به د روان میلادي کال په جون میاشت کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

مکرون دغه څرګندونې مصر ته د دوه ورځني سفر وروسته له یوې فرانسوي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر ویلي:” زه دا کار د دې لپاره نه کوم چې څوک خوښ کړم، بلکې ځکه یې کوم چې باور لرم په یوه ځانګړي وخت کې به دا اقدام سم وي “.

نوموړي زیاته کړې؛ فرانسه به د فلسطین په اړه دا پرېکړه په هغه کنفرانس کې اعلان کړي، چې د جون په میاشت کې په نیویارک کې جوړېږي.

تر دې وړاندې، ایرلنډ، ناروې او هسپانیا هم فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندلی دی.

مولوي ذاکرالله ذاکر: اسلامي امارت د یوه خپلواک او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې کوي

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکرالله ذاکر په دوو جلا جلا ناستو کې د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو او څو تنو لوبغاړو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ناستو ګډونوالو ویلي، اسلامي امارت د ولس له منځه راټوکېدلی نظام دی او د ولسونو د ستونزو د حل له امله یې د مسولینو هڅې ستایلي دي.

د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د ګذر وکیلانو چې یو شمېر علما، مخور، د اهل تشیع او اهل هنودو استازی هم ورسره مل وو په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه د پام وړ بللي دي.

دوي ویلي؛ د نظام د بقا او ثبات په موخه له اسلامي نظام سره همکاریو ته دوام ورکوو.

همداراز یې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاریانو ستونزې او اړوند نور موضوعات شریک کړي دي.

مولوي ذاکر الله ذاکر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د نړۍ قدرتونو په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان یرغلونه وکړل، خو ولس په خپلې مېړانې او قربانۍ سره د هغوی پر ضد جهاد چې د اسلام ساتنه یې موخه وه، بریالی کړ.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، اقتصادي پروژې تر کار لاندې دي او افغانان د باثباته، خپلواک او پرمختللي افغانستان لپاره هڅې کوي.

مولوي ذاکر الله ذاکر ویلي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عمومي عفوې فرمان په بشپړ ډول پلی کیږي.

دغه‌راز نوموړي له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللی او له ټولو شتمنو افغانانو یې غوښتي، چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي.

په ورته مهال په یوه بله ناسته کې مولوي ذاکر الله ذاکر ورزشکارانو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د لوبغاړو ملاتړ کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به لازمې هڅې وکړي.

د کډوالو وزیر د نورستان له والي سره د راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌العابدین عابد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت، اړتیاوو او ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

قاري زین‌العابدین ویلي، د خپل ولایت له لوري به له راستنېدونکو کډوالو سره د لا همغږۍ او موثرې همکارۍ هڅې زیاتې شي او ډاډ یې ورکړی چې د یادو کورنیو د ستونزو د حل لپاره به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ اغېزمن پلانونه جوړ شي.

مولوي عبدالکبیر د نورستان والي هڅې ستایلي او څرګنده کړې یې ده، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له راستنېدونکو کډوالو سره د خدمتونو د ښه‌والي او د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه لازم اقدامات پیل کړي او دغه بهیر به په راتلونکي کې لا پراخ شي.