د اوبو او انرژۍ وزارت وایي؛ د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر ولسوالي کې د درې چکډمونو او ۱۰۰ متره کانال جوړولو پروژو چارې د درې میلیونه، ۱۱۴ زره او ۳۰۰ افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پرانیستې په مراسمو کې یې د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رییس مولوي محب الله عادل، د اکتید موسسې مسولینو، د فیروزنخچیر ولسوال شیخ عبدالرحیم سارباغي او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.
یاد وزارت زیاته کړې؛ له یادو پروژو څخه چې درې زره کسان برخمن کېږي، چارې یې د اکتید موسسې په مالي لګښت د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

