د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د پترزبورګ د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د داغستان د ورزش له وزیر ساجد سره لیدنه کړې ده.
المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ورزشي همکاریو او اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.
همدارنګه د داغستان د ورزش وزیر ژمنه کړې، چې د ځینو ورزشي څانګو لوبغاړي به افغانستان ته ولیږي، تر څو له افغان ورزشکارانو سره ګډ تمرینات او دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

