ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 678

بامیان موتای لوبډلې د موتای خزاني سیالیو اتلولي وګټله

د بامیان ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د موتای فدراسیون له لوري د درېیو ولایتونو د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شوې، د موتای خزاني سیالۍ د بامیان موتای لوبغاړو په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې د درې ګاونډیو ولایتونو کابل. میدان وردګ او بامیانو ترمنځ د بامیان ولایت په کوربتوب د لوبغاړو د یوالي په موخه پیل شوې وې، د بامیان ولایت لوبغاړو په لومړي، میدان وردګ دویم او کابل ولایت لوبغاړو په درېیم مقام ترلاسه کولو پای ته ورسېدې.

د ۱۵ هېوادونو سیلانیان تېرو دوو اونیو کې هرات ته د سیاحت په موخه تللي

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسولین وایي؛ په تېرو دوو اوونيو کې له ١٥ بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه ٧٠ سيلانيانو هرات ولایت ته د سیل او سیاحت په موخه راغلي.

 په دې اړه د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست دګرځندوى آمر مولوي رحمت الله محمدي ویلي؛ په هېواد کې د امنيت ټينګښت د دې لامل شوى، چې له بهرنیو هېوادونو څخه زیات شمېر سیالانیان راځي او دلته د سیاحت لپاره پر ولایتونو ګرځي.

 د ښاغلي محمدي په وینا، د کال له پيله څخه تر اوسه ۴۰۰ بهرنيو سيلانيانو د هرات ولایت له لرغونو او سیاحتي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

 نوموړي زیاته کړې؛ د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې د سيلانيانو لپاره د اسانتياوو په برابرولو سره په هېواد او په ځانګړې توګه په هرات کې د ګرځندوى صنعت ته وده ورکړي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: جمعه

نېټه: ۳/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۲۶/۸/۱۴۰۲ ھ ش 

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې ۳۰۳ کورنۍ او یو زر او ۵۶۰ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۸۴۸ عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي.

 ۱۶ زره او ۸۵۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت ورسول شوې.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې درې زره او ۶۰۰  کمپلې، ۱۵۰ بستې معدني اوبه، ۸۰۰ ښځینه او نارینه کوټونه، ۴۰۰ بستې خوارکي مواد او د ټانکرونو په واسطه ۱۷۰ زره ليتره اوبه توزیع شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن په تورخم کې له ۳۲۷ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړونده کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۹ عرادې مختلف النوعه وسایط اماده شوي وو.

نن ۱۴۸ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۸۳۹ تنه کیږي، د ۳۱ مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه ننګرهار، کونړ، کابل، لغمان، پکتیا، بلخ، بغلان، کندز، تخار او کندهار ولایتونو ته په خوندي ډول لیږدول شوي دي.

یادو کورنیو ته ۲۲۵ زره افغانۍ د کرایې لپاره هم ورکول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د کډوالو ستونزې واوریدل شوې او د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د محتسبینو له‌خوا کډوالو ته د صبر او زغم توصیې وشوې.

کمپ کې او پر فرضي کرښه کډوالو ته د مراحلو د طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.

پر فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکول شو، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي، له متخلفینو سره به قانوني چلند وشي.

دوو کاري کمېټو پر فعالیتونو راپور جوړ او نشر شو.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو له سیاحتي شرکتونو څخه راټوله شوې مرسته خدماتي کمېټې ته وسپارل شوه.

د (ای او اېم) له دفتر سره په ګډه کډوالو ته د مهاجرت پانې ووېشل شوې او په راتلونکې کې به هم یادې پاڼې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه توزیع کوي.

* پنځه ورک شوي ماشومان او تر ۵۰ ورک شوي اسناد او تذکرې مربوطه کسانو ته سپارل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه

 نن د جمعې په ورځ د کار موندنی کمیټی تخنیکې همکارانو په تورخم کی ټوټال  ۸۰۲  راستنید ونکی کډوال په سیستم کی ثبت کړي چی له دی جملی نه دوه کسان له دینی مدرسونه د وړې دورې فارغان، درې کسان د قرآن عظیم شان حافظان ، ۳۰ کسان  بکلوريا،  اووه کسان فوق بکوريا، شپږ کسان لیسانس ، ۱۴۹ کسان مسلکی حرفه لرونکې، ۶۰۵  غریبکار کسان په سیستم کې  ثبت شوي دي.

د کمکونو جلب او جذب کمېټه:

د ترکيې هېواد اړوند خيريه ادارې (ټيکا) ۶۰ ټنه خوراکي توکي د راستنېدونکو کډوالو لپاره کمک وکړ.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې ۵۶۸ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې درې زره او ۲۰۱ تنه کیږي، ثبت او راجسټر شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په سپین بولدک کې ۵۶۰ کورنۍ بایومټریک شوې او له دې ډلې ۴۶۶ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې دوه زره او ۶۳۵ تنه کیږي، د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته پیژندل شوي دي.

 ۸۸ کورنیو چې د افرادو شمیر یې ۴۴۴ تنه کیږي، چې د (وي آر اېف) او د (یو ان اېچ سي آر) سازمان سلیپونه یې له ځان سره لرل، د لازمو مرستو لپاره یاد دفتر ته معرفي شوې.

دغه راز ۵۶۰ کسان د کورنیو چارو وزارت د بایومټریک په سیستم کې ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۲۴۱ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۵۴۹ تنه کیږي، د ۳۸ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کابل، زابل، هرات، کندهار، غزني، اروزګان او نورو ولایتونو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته ۲۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د سپین بولدک په سیمه کې د مالي چارو د تنظيم کمېټې له‌خوا ۴۹۴ کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا نهه زره او ۷۵۰ راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا یو زر او ۱۹۹ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره او ۵۰۴ تنو ته واکسین تطبیق شوی، د یو زر او ۱۵ کسانو سکرینینګ شوی، د ۱۳ تنو د ملاریا نمونې او د ۲۹۰ تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي. څلور مریضان استول شوي او اووه تنه نور بستر شوي دي.

نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو یو زر او ۶۶۱ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

۶۰ زره  لیټره پاکې اوبه ذخیرو کې واچول شوې او د کمپ ځینې برخې هموارې کړل شوې.

د اړتیا په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده کړل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

نږدې راتلونکې کې به د سالنګونو لویه لاره د خلکو پرمخ پرانستل شي

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې اقتصادي اهمیت ته په کتو د دیادې لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې کار په درېوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې دا مهال یې کار د تونل په دننه برخه، ۱۶ ګالرۍ او د دریمې برخې کار یې د خنجانو څخه پیل تر دوشي سیمې پوري عملاً جریان لري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریيس ویلي؛ د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل په دننه برخه کې د کانکریټ لومړۍ او دویمه طبقه چې دواړه ۵۷ سانتي متره ضخامت لري د کانکریټ اچونې کار یې ۱۰۰ سلنه او د دریمې طبقې یا سیخ لرونکي کانکریټ کار چې ۲۸.۵ سانتي متره ضخامت لري، ۶۰ سلنه بشپړ شوی او دا مهال  یې کار جریان لري.

هېوادوال د سالنګونو د لويې لارې بيارغونې کار څخه خوښ دي او وايي، چې په تيرو ۲۰ کلنونو کې داسې اساسي کار نه وه ترسره شوي.

د یادې لویې لارې په اساسی بیا رغونې سره به ګاونډیو هېوادونو ته د تجارتي توکو په لیږد رالیږد او د هېواد شمال ولایتونو ته د مسافرانو په تګ راتګ کې ډيری اسنتياوي رامنځته کړي.

د هېواد اقتصادي وده د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي دایکندي ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له والی حاجي عبید او د دولتي ادارو له مسولینو سره یې لیدنه کړې.

د دایکندي والي ویلي؛ دا ښه خبره ده، چې د دایکندي له سختې جغرافیې سره بیا مشران دلته سفر کوي او ستونزې او وضعیت له نږدې څاري. 

نوموړي د دايکندي د عمومي وضعيت په اړه ویلي؛ د دايکنډي په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر معدنونه کشف شوي، چې بايد په دقيقه توګه وڅېړل شي.

حاجي عبید په وینا؛ په یاد ولايت کې د کانونو د غير قانوني استخراج او ويجاړتيا په جدي توګه مخنيوى شوى او شرکتونه يې هڅولي، چې د دغو کانونو د کار قرارداد وکړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، د دایکندي ولایت د سختو جغرافيايي صعبوره لارو او ستونزمنو سړکونو له امله د استخراج کوونکو شمېر کم دی او هیله څرګنده کړه، چې د کانونو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او پوره پاملرنه ورته وشي.

د کانونو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ویلي، د هېواد کانونه ملي سرمایه او د خدای تعالی نعمتونه دي او یادونه یې کړې، چې د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه باید ونیول شي. 

نوموړي ویلي، د هېواد د اقتصاد وده د اسلامي امارت یو د لوی موخو څخه ده.

ښاغلي الاریوبي د کانونو د ساتنې کمیټې په نوم یوه کمیټه پرانستې، چې مشري یې د دایکندي ولایت کوي او دنده به یې د کانونو د غیر قانوني استخراج مخنیوی او د کانونو د بهیر څارنه وي.

 نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د کانونو په برخه کې به پر ټولو وړانديزونو او ننګونو غور وکړي او هڅه به وکړي، چې په دغه ولايت کې د کانونو د استخراج لپاره نورې اسانتياوې رامنځته کړي.

د دایکندي ولایت د کانونو امریت استازي کاظم عدالتمند د دایکنډي په بېلابېلو سیمو کې د کانونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړي او په یادو برخو کې یې د وزارت د پاملرنې غوښتنه کړې.

اروپايي پارلمان: امریکا او اروپا د غزې د خلکو په وژلو کې شریک دي

د ایرلنډ جمهوریت استازي “میک والاس” پرون جمعه د اروپا په پارلمان کې لوېدیځ هېوادونه د غزې د خلکو په وژلو کې د صهیونیستي رژیم ملاتړي او شریک ګڼلي دي.

نوموړي ویلي، چې تل‌ابیب د امریکا، انګلیس او اروپايي ټولنې په ملاتړ غزه کې جنګي جنایتونه کوي.

ښاغلي والاس زیاته کړې، چې د اروپا خلک باید غزه کې د وژنې مخنیوي او بندښت لپاره پر خپلو دولتونو فشار راوړي.

میک والاس ویلي؛ په دې کې شک نشته، چې اسرائیلو د امریکا او اروپايي ټولنې له ملاتړ پرته غزه کې جګړه نه شوی کولای.

د میک والاس په وینا؛ یوازې اسرائیل نه دي، چې جنګي جنایات کوي، بلکې اروپايي ټولنه، امریکا او انګلیس هم د دې نسل وژنې په پرله‌پسې ملاتړ جنګي جنایتونه کوي.

ښاغلي والاس په پای کې د ټولو هېوادونو د خلکو مسولیت ګڼلی، چې پر دوی فشار راوړي، تر څو د غزې په ډله‌ییزه وژنه کې دا لاس لرل پای ته ورسېږي.

د روان کال میزان میاشت کې د څه باندې ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايي؛ د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۵۰.۴ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۸.۲ ميليون ډالرو ته رسیدلی دی.

ښاغلی رافیع زیاتوي؛ تېر کال د تلې په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۶۰.۷  میلیون ډالرو ته رسېده، د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د هېواد په صاداراتو کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۱۰.۳ میلیونه ډالر کموالی راغلی دی.

همدارنګه د ۱۴۰۱ کال تلې میاشت کې د هېواد د ټولو وارداتو ارزښت ۶۵۹.۴ میلیونو ډالرو ته رسېده چې د روان کال په پرتله ۱۳۸.۸ میلیونه ډالره کموالی ښيي.

د نوموړي په وینا؛ روان کال د تلې په مياشت کې ترټولو زيات صادارات پاکستان، هندوستان او چین هېوادونو ته وو او تېر کال په همدې میاشت کې هم پاکستان، هندوستان او تاجکستان ته تر ټولو ډېر صادرات ترسره شوي وو. 

همدا ډول د ۱۴۰۱ او روان کال د تلې په میاشتو کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند پاتې سوداګریزو توکو ته د لېږد اجازه ورکول کېږي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام اخوندزاده جواد ویلي؛ پاکستان ژمنه کړې، چې د افغان سوداګرو څه باندې درې زره کانټینرونه به چی له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې وو خوشي کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې پاکستاني چارواکو د دغو کانتینرونو د لیږد ژمنه کړې.

ښاغلي جواد ویلي؛ د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو سره دوه اړخیزه ناسته کې هوکړه شوې، چې د هېواد د سوداګرو بندو توکو ته به د کراچۍ له بندر څخه د لیږد اجازه ورکړي.

تېره میاشت پاکستان اعلان کړې وو، چې د دغه هېواد له بندرونو څخه افغانستان ته په قاچاقی ډول له مالیې پرته د سوداګریزو توکو د واردېدو له امله میلیونونه ډالره مالیه ورکوی.

وروسته له هغې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو څه باندې درې زره کانټینرونه ودرول، چې په دې سره افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی وو.

تر دې وړاندې د نورالدین عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی و.

روزګان کې د کانونو د ناقانونه ویستنې مخنیوي په موخه کمېټه جوړه شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي روزګان ولایت ته په یو رسمي سفر تللی.

 د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال روزګان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي محمد علي جان، امنیه قومندان، اقتصاد، استخباراتو، د کانونو او نورو اړوندو رییسانو او مسولینو سره لیدنه کړې.

 د پلان او پالیسي مرستیال د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ د روزګان ولایت د کانونو په اړه خبرې کړي او همدارنګه یې د نهه ارګانونو یوه ګډه کمېټه چې پکې (امنیه قومنداني،استخبارات، کانونو ریاست، اقتصاد، مالیه، کرنه، چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړې.

شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي زیاته کړې؛ یاده کمېټه د کانونو د غیر قانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او غوښتنه یې کړې، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.