ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 688

کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې

په دې ناسته کې د افغانستان او چین د دوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې پر لوړولو او ګڼو نورو دوو اړخیزو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو او وروستیو سیمه ییزو پرمختیاوو خبرې شوي.

د بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل وروستي سفر پر مهال د هغه هېواد د مېلمه پالنې او د بحثونو له ښو نتایجو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، چین سره د اسلامي امارت دوې اړخیزې اړیکې مخ په پراختیا دي.

د چین سفیر افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې ښې بللي او د دیپلوماتیکو اړیکو د لا پراختیا په باب یې د خپل هېواد لېوالتیا په ډاګه کړې.

 په دغه ناسته کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري اخراج په تړاو هم خبرې شوي او مولوي امیرخان متقي د افغان مهاجرینو د هرکلي او ځای پر ځای کېدو په تړاو د افغان حکومت پر تدابیرو روښانه کړي.

سرپرست وزیر همداراز چینايي سفیر ته د ساړه ژمي په شروع کې د مهاجرینو د جبري اخراج، د هغوی د اموالو او نورو حقوقو د نه ورکړي او نورو ګڼو ستونزو په باب توضیحات ورکړي.

د چین سفیر هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه وتوانېږي دغه ستونزه په ښه ډول اواره کړي او په دې اړه یې د خپل هېواد د مرستې چمتووالی ښودلی.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی ریيس د کابل ولایت د کوچیانو له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې

د کوچیانو استازو په بېلابېلو برخو کې د خپلو خلکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي ریيس شریک کړي.

نوموړو ویلي، د کوچیانو قوم له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دی.

 د سرتاسري امنیت په تامین سره د کوچیانو وضعیت ښه شوی خو زیاته کړې یې ده، د وچکالۍ له امله دوی هم لکه د‌ نورو هېوادوالو په څېر له سختو ستونزو سره مخ دي.

مولوي ذاکر ویلي، د اسلامي امارت موخه د افغانستان ټولو ولسونو او قومونو ته خدمت کول دي او هڅه کوي دوی ته د ژوند لازم سهولتونه او اسانتیاوې چمتو کړي.

ښاغلي ذاکر ډاډ ورکړی، چې د کوچیانو ستونزې به له اړوندو ارګانونو سره شریکې او په وړاندیزونو به یې غور وکړي.

هېوادوال: د راستانه شويو افغانانو کوربتوب ته چمتو يو

د ګڼو ولايتونو اوسېدونکي وايي، چمتو یو چې له پاکستانه راستانه شويو افغانانو سره د خپلې خولې مړۍ نيمه کړو.

دوی له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو ايستل غندي او د انساني او اخلاقي اصولو خلاف عمل يې بولي.

د بېلابېلو ولايتونو مېشتي، چې خپل اقتصادي وضعيت يې هم هومره ښه  نه دی وايي، چمتو دي چې کډوالو ته په خپل کور کې ځای ورکړي.

د جوزجان اوسېدونکی رحمان بيردي وايي؛ پاکستان زموږ هېوادوال شړلي دي، زه که يوه ډوډۍ ولرم نيمه يې هغوي ته ورکوم او که دوه کوټۍ ولرم يوه يې هغوی ته ورکوم.

د دې ولایت یو بل تن اوسیدونکی نور محمد وايي؛ چې زر کاله هم پکې تېر کړي د بل هېواد نه کېږي، را دې شي افغانستان ته، له يو بل سره به همکاري وکړو.

په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر نور هېوادوال هم وايي، چې له پاکستان څخه تازه راستانه شويو کډوالو سره هر راز مرستې ته چمتو دي.

دوی په هېواد کې له شتمنو او پانګه‌والو هم غواړي، چې د دغو کډوالو لاسنيوي وکړي.

د روزګان اوسېدونکی حميد الله وايي؛ زه پر هېوادوالو غږ کوم، چې له پاکستانه راستنېدونکو کډالو سره مرسته وکړي.

د غزني اوسېدونکی عبدالقهار وايي، له سوداګرو څخه مو هيله ده چې دوی ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

د يو شمېر ولايتونو سيمه‌ييز مسولين وايي؛ د اړتيا په صورت کې چمتو دي په خپلو ولايتونو کې له تازه راستانه شويو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

د روزګان والي محمد علي جان احمد ویلي؛ افغان کډوال چې کوم راځي اندېښنه دې نه کوي او زه ډاډ ورکوم، د روزګان خلک چې دلته خپل کورونه لري، دوی چې راځي دوی دې يوازې د افغان کډوالو له امريت سره په اړيکه کې کېږي او خپلو کورونو کې د و اوسي.

د نورو ستونزو حل د اسلامي امارت مسئوليت دی.

د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس امان الله طلحه په دې اړه ویلي؛ افغان کډوال چې په انفرادي ډول يا کورنۍ له پاکستان يا ايران څخه راځي، د جوزجان د کډوالو چارو رياست له خوا ورته اسانتياوې برابرې دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس، حميدالله نثار ویلي؛ د غزني سمه ييزه اداره پوره هڅه کوي، چې د دغو کډوالو ته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ د لړم په لسمه نېټه پيل شوه او تر دې دمه زرګونه کورنۍ د تورخم او سپين بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې هیئت د ازبیکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ له مسولینو سره درې اړخیزه ناسته کړې

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ارشد مشاور انجنیر میرویس غفوري په مشري یو هیئت د ازبیکستان هېواد پلازمینه تاشکند کې د ازبیکستان لوجیسټیک او ټرانسپورټ له ملي نندارتون څخه چې د لوجیسټیک او ټرانسپورټ په برخه کې مختلفو کمپنیو په کې برخه درلوده، لیدنه کړې.

د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد را لېږد او لوجیسټیک له کمپنیو سره لکه؛ د اوسپنې پټلۍ بار د کانټنري کولو، واګون جوړولو او ماشینري کمپنیو سره یې په اړوند موضوعاتو بحث کړی.

 د دې ترڅنګ افغان هیئت د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ اداره کې د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارت د استازو په ګډون د افغان-ټرانس منطقوي پروژې په اړه درې اړخیزه ناسته کړې.

په دغه ناسته کې د یادې پروژې لپاره د پانګونې د جذب اړوند د نړیوالې مشورتي کمپنۍ لخوا پر ترتیب شوي معلوماتي راپور اصلاحي نظرونه ورکړي، څو نوموړی راپور تکمیل شي.

 د دغه ناستې په پایله کې د درې واړه هېوادو د اوسپنې پټلۍ مسولینو ترمنځ په دې هوکړه شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به یاد راپور د یوه نندارتون په ترڅ کې په تاشکند ښار کې د پانګونې د جذب په موخه نړیوالو سازمانونو، کمپنیو او هېوادونو ته وړاندي شي، څو یې له امله نړیوال مالي او پولي بنسټونه، هېوادونه او کمپنۍ افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه کې پانګونې ته لیواله او د دغه پروژې عملي چارې پیل شي.

نورستان د عامې روغتیا ریاست له لوري تورخم کې روغتیایي کمپ پرانیستل شوی

د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب الله نوري په هلو ځلو او د پلي کوونکې موسسې په تخنیکي همکارۍ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه روغتیایي کمپ پرانیستل شو.

په دغه روغتیایي کیمپ کې د OPD، واکسناسیون، لابراتوار، ټولنیز او رواني او د مور او ماشوم د درملنې څانګې فعالېږي، چې د مجهزو امبولانسونو په درلودلو سره به په کې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کېږي.

د یاد روغتیایي کیمپ د پرانیستي پرمهال د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب الله نوري، د تطبیق کوونکې موسسې د ختیځ زون مسول انجنیر غلام یحیی خادم او د روغتیا د پروژې مشر ډاکټر غلام فاروق سهاک او ګڼو روغتیایي کارکوونکو برخه اخېستې وه.

په تورخم ښارګوټي کې د نورستان د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي کیمپ ټول لګښت د پلي کوونکې موسسې د داخلي بودیجې څخه ورکول کېږي او تر دوو میاشتو پورې به د راستنېدونکو هېوادوالو چوپړ کوي.

واشنګټن له کیف سره د پوځي مرستو نوې کڅوړه اعلان کړه

د امریکا حکومت اعلان کړی، چې له اوکراین سره یې د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو نوې کڅوړه اعلان کړې، چې د هوایي دفاع سیستم او ډرون ضد الوتکو لیزري وسلو په ګډون بېلابېل پوځي تجهیزات په کې شامل دي.

دغه مرسته په داسې مهال اعلان شوې، چې غزه کې د اسرایلو او حماس ترمنځ جګړه روانه ده او په دغې جګړې کې هم امریکا له اسرایلي پوځ څخه ملاتړ کوي.

اوکراین کې د روانې جګړې له پیل راهیسې تر دا مهاله امریکا له کیف سره ۷۵ میلیارده ډالر پوځي، بشري او نوره مرسته کړې او د روسیې پر وړاندې دغې جګړه کې یې لوی ملاتړی بلل کېږي.

امریکا له اوکراین سره خپلو دغو مرستو ته په داسې مهال دوام ورکوي، چې روسي چارواکو په بار بار ویلي، دغه مرستې به روانه جګړه نوره هم اوږده کړي او د لا ډېرو انساني تلفاتو لامل به وګرځي.

مسکو دغه راز زیاتوي، چې اوکراین کې به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو تر نېټې عملیاتو ته دوام ورکړي.

ملا محمد حسن اخوند: پاکستان حکومت دې افغان کډوال په عزتمندانه ډول خپل هېواد ته راستانه کړي

د اسلامي امارت ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند پرون په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ځورولو حق نه لري.

نوموړي ويلي، که د پاکستان حکومت له  اسلامي امارت سره ستونزه لري؛ نو بايد د خبرو له لارې يې حل کړي.

ریيس اولوزرا ويلي: د کډ‌والو ازارول، د هغوی شتمنۍ نيول، کورنه يې ورانول او په راتګ کې ورته ستونزې جوړول په يو قانون کې هم نشته او د پاکستان حکومت بايد افغان کډوالو ته وخت ورکړي، چې په عزتمندانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

ریيس الوزرا دغه راز ويلي، ټولو ادارو ته يې امر کړی، چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

نوموړي همداراز له خلکو هم غوښتي، چې افغان کډوالو سره مرسته وکړي.