د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب الله نوري په هلو ځلو او د پلي کوونکې موسسې په تخنیکي همکارۍ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه روغتیایي کمپ پرانیستل شو.
په دغه روغتیایي کیمپ کې د OPD، واکسناسیون، لابراتوار، ټولنیز او رواني او د مور او ماشوم د درملنې څانګې فعالېږي، چې د مجهزو امبولانسونو په درلودلو سره به په کې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کېږي.
د یاد روغتیایي کیمپ د پرانیستي پرمهال د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب الله نوري، د تطبیق کوونکې موسسې د ختیځ زون مسول انجنیر غلام یحیی خادم او د روغتیا د پروژې مشر ډاکټر غلام فاروق سهاک او ګڼو روغتیایي کارکوونکو برخه اخېستې وه.
په تورخم ښارګوټي کې د نورستان د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي کیمپ ټول لګښت د پلي کوونکې موسسې د داخلي بودیجې څخه ورکول کېږي او تر دوو میاشتو پورې به د راستنېدونکو هېوادوالو چوپړ کوي.