د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د سلګډي چکډیم د جوړولو چارې د درې میلیونه، شپیته زره او ۴۱۶.۱ افغانیو په لګښت پیل شوې.
دغه چکډیم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د ۴۱.۴ متره په اوږدوالي، د ځمکې له سطحې څخه د پینځه متره په لوړوالي، په تهداب کې د دوه متره ژوروالي او په تهداب کې د پینځه متره او په سر کې د ۰.۸ متره سور سره جوړیږي.
یاد چکډیم به د پینځه زره او ۱۸۵ متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري.