د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۴۳ زره او ۷۱۹ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۲۳ زره او ۳۱۹ برېښنایي او ۱۹ زره او ۵۸۳ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي کمالالدین حقیار ویلي، هره ورځ زیات شمېر هيوادوال د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي حقیار زياته کړې، د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې ۱۶ زره او ۷۲۴ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۵زره او ۹۷۰نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۴ زره او ۳۰۴ زېږون کارتونه، ۲۷۸ د مړینې پارچې، ۱۳۷۹ د واده او ۹ د طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره: نیمروز کې تېر کال څهباندې ۴۳زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

