ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو وزارت د ۵.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه تړونونه لاسلیک کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې له یو شمېر همکارو بنسټونو سره یې د څه باندې ۵ میلیونه او ۲۹۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه هوکړه‌لیکونه د بېرته راستنېدونکو د ژوند د ښه کېدو او ملاتړ په موخه ترتیب شوي، چې پکې نغدي مرستې، د استوګنځایونو ترمیم، زده‌کړې، د ماشومانو پالنه او د ټولنیزو جوړښتونو د ظرفیت لوړول شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د دغو پروژو له لارې په هرات، بادغیس، غور، فراه او ننګرهار ولایتونو کې ۱۳۲۰ کورنۍ او ۱۳۵ زره او ۶۲۳ داخلي بېځایه شوي بېرته راستنېدونکي او د سیمې اوسېدونکي له مرستو برخمن شي.