ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیل الرحمن حقاني: د اسلامي امارت ټول مسولین پر شته امکاناتو د سېلاب ځپلو لاسنیوی کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکزي بغلان، نهرین او برکي سیمو له سیلاب ځپلو سره په ناسته کې ویلي؛ د ټولو ملکي او نظامي ادارو کاري ټیمونه لاس پکار دي او چمتو دي، چې ټولو زیانمنو سیمو ته خپل خدمتونه ورسوي.

ښاغلي حقاني د سیلابونو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی، “موږ یوازې د میز په سرلاپې نه وهو، بلکې څومره امکانات چې موږ په لاس کې لرو د زیانمنو کورنیو لاسنیوی پرې کوو”.

نوموړي په خپلو خبرو کې د هېواد له شتمنو، سوداګرو او ټولو خیریه بنسټونو غوښتي، چې د بغلان ولایت زیان ګالو کورنیو مرستې ته راودانګي او په هره برخه کې توان لري باید د دوی لاسنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د نورو ادارو ترڅنګ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، د یو شمیر ریاستونو رییسان او کاري پرسونل ټول د بغلان ولایت سیلابځپلو سیمو کې شتون لري او زیانمنو کورنیو ته خپل خدمتونه ترسره کوي.