ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فوټسال: افغان ملي لوبډلې ۲۰۲۴ نړیوال جام ته لاره ومونده

د اسیايي ملتونو فوټسال جام سیالیو په دوام کې افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې قرغیزستان لوبډلې ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو په ګروپي لوبو کې افغانستان له ایران څخه د ۳-۱ ګول په توپیر ماتې وخوړه، بحرین ته یې د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او له کوېټ سره یې بیا لوبه ۳-۳ ګولونو مساوي شوه.

دې لوبډلې په پلې آف سیالۍ کې یې له تاجکستان څخه د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه او په دغې ماتې خوړلو سره له آسیا جام سیالیو څخه هم بهر شوه چې له دې وروسته یې بیا نړۍوال جام ته د لارموندنې په لوبه کې یې عراق ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په دغې بریا سره د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالیو ته مستقیمه لار ومونده او دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د فوټسال په نړۍوال جام کې لوبېږي.