د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي؛ د کابل ښار د کارته چهار د برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانګه کې تېر ۱۴۰۲ کال شاوخوا ۶۰ زره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شوي، چې له ډلې یې ۵۷ زره برېښنايي پېژندپاڼې او درې زره نورو هېوادوالو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کارته چهار د برېښنايي پېژندپاڼود وېش څانګې عمومي مدیر محمد عظیم خپلواک ویلي، په یاده وېش څانګه کې په ورځني ډول له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کسان مراجعین لري، چې شاوخوا ۳۰۰ یې د بایومټریک معلوماتو د ثبت او پاتې نور یې د برېښنايي پېژندپاڼې د اخیستلو لپاره مراجعه کوي.
د ښاغلي خپلواک په وینا؛ په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او هېوادوالو ته د مثني پېژندپاڼې د وېش، عکس او بایومټریک معلوماتو نوي کولو او د زیږېدنو او ودونو د ثبت خدمتونه وړاندې کوي.
د کارته چهار وېش څانګې عمومي مدیر زیاته کړې؛ برېښنايي پېژندپاڼه د هویت یو معتبر سند دی، نو همدې بنسټ له ټولو هېوادوالو غواړم، چې د برېښنايي پېژندپاڼې په ترلاسه کولو په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي.
ځینې هېوادوال، چې د برېښنايي پېژندپاڼواړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته راغلي، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او د برېښنايي پېژندپاڼې درلودل له دولتي او غیر دولتي بنسټونو څخه د خدمتونو د ترلاسه کولو لپارخ ګټور ګڼي.
د یادولو وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼووېش څانګې او آسان خدمت مرکزونه پراخ کړي ترڅو هېوادوال وکولای شي په اسانۍ سره خپلې برېښنايي پېژندپاڼې او نور اړوند خدمتونه ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې غوښتونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په کم وخت کې په ړوڼ توګه تر یوه چتر لاندې د بېلابېلو عامه خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اسان خدمت څانګې رامنځته کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د کارته چهار د برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانګه کې تېر کال شاوخوا ۶۰ زره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شوي دي

