ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر او د مولوي صدراعظم عثماني لیدنه؛ بهر کې د کورنیو تولیداتو په بازارموندنه خبرې شوي

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د متحده عربي اماراتو لپاره د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بهرنیو پانګوالو او حکومتونو د پانګونې د جلب او جذب، د افغاني محصولاتو د صادراتو، له افغانستان څخه بهر د کورنیو تولیداتو د نندارتونونو د جوړولو او کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په اړه خبرې شوي دي.

مولوي بدرالدین حقاني ویلي، چې د متحده عربي اماراتو حکومت او د عربي هېوادونو پانګوالو په خپلو ناستو کې چمتووالی ښودلی او غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز مولوي صدراعظم عثماني؛ بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت د چمتووالي په اړه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د راتګ او کار کولو غوښتنه کوي او ورته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

د لیدنې په پای کې هوکړه شوې، چې د متحده عربي اماراتو سوداګرو ته به د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، زعفرانو او پنبې په برخو کې د پانګونې د فرصتونو یوه معلوماتي کڅوړه ورکړل شي، ترڅو دوی پوه شي، چې په افغانستان کې کومه ستونزه نشته او دوی کولای شي، چې په غوره امتیازاتو سره په دې هېواد کې کار وکړي.