د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د روغتیا نړیوال سازمان(who) د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (UNICEF) او (UNFPA) موسسو له استازو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د خوړو او درملو خوندیتوب، خوارځواکۍ لاملونو، داخلي تولیداتو او یو شمیر نورو مهمو مواردو خبرې شوې دي.
د ناستې په پیل کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د یادو موسسو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تېرې ادارې په پرتله د یادې ادارې اوسني وضعیت او لاسته راوړونو په تړاو معلومات شریک کړي دي.
ډاکټر عبدالباري عمر خوارځواکۍ ته په اشاري سره ویلي؛ یادې ناروغۍ اصلي عامل خوندي خوړو ته د خلکو نه لاس رسی دی، چې باید په ګډه د یادې ناروغۍ د لمنځه وړولو لپاره کار وشي.
نوموړي زیاته کړې؛ یاده اداره هڅه کوي ترڅو د خلکو د روغتیا د ساتنې په موخه لا کوټلي ګامونه پورته کړي.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ویلي، په تېرو دوه کلونو کې یې د یادې ادارې په سیستم جوړونه کار کړی او د خوړو او درملو د قانونونو ترڅنګ یې د بېلابېلو برخو لپاره ۳۵ کړنلارې جوړې کړې دي.
د یادو موسسو استازو د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د یادې ادارې د رهبرۍ کارونه ستایلي دي او د درملو د وارداتو او یادې چارې د ګړندیتوب، په اړه یې خپلې ستونزې شریکې کړې.
ښاغلي عمر ویلي؛ د نړیوالو قوانینو له مخې هره موسسه او سازمان چې په کوم هېواد کې فعالیت کوي، باید د هغه هېواد داخلي ظرفیت په نظر کې ونیسي.
نوموړي په تینګار سره ویلي؛ افغانستان د ملي او بین المللي معیاراتو په درلودو سره د درملو د تولید کارخونې لري او هر هغه مؤوسسه چې په داخل کي درملیز خدمتونه وړاندې کوي، اړ دي؛ ترڅو د داخلي تولیداتو د پراختیا په موخه د افغانستان د درملو له داخلي تولیدي کارخونو او د درملو داخلي مارکیټ څخه درمل واخلي.
ډاکټر عبدالباري عمر زیاته کړې؛ د خوړو او درملو ملي ادارې یواځنۍ موخه د خلکو د روغتیا ساتنه ده او یادې موخې ته د رسېدو لپاره یې باید هر اړخیز ډول ملاتړ وشي ترڅو د معیار او ستنډرډ څوکې ته ورسیږي.