په ریاض کې د افغانستان سفارت سرپرست، شیخ عبدالفتاح رحیمي د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا له منشي، جاسم محمد البدیوي سره لیدنه کړې.
ریاض کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان او خلیج هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، سوداګریزې ودې او خلیج هېوادونو ته د افغانستان د صاداراتو د زیاتوالي په اړه خبرې شوې دي.
دغه راز دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو برخه کې د همغږۍ د پیاوړتیا پر ضرورت ټینګار کړی دی.

