ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستانی شرکت افغانستان کې د سرب او کرومايټو په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت، د اوزبېکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، او د «تیمورسنا» شرکت له رییس اکرم قلندروف او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د هېواد د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړي او نظرونه یې تبادله کړي دي.

د اوزبېکستان د سفیر مرستیال او د یاد شرکت رییس د وزارت د رهبرۍ له مېلمه‌پالنې څخه د مننې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې مهمې بللې دي.

دغه‌راز دوی د کرومایټ او سربو کانونو په برخه کې د پانګونې او همدارنګه په هېواد کې د کاني موادو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې د جوړولو لېوالتیا هم څرګنده کړې ده.

بلخوا، د پالیسۍ او برنامو مرستیال د دوی د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي، چې د یادو کانونو په اړه خپل مشخص وړاندیزونه (پروپوزلونه) وړاندې کړي.

نوموړي همداراز د بهرنیو پانګوالو د جذب او ملاتړ په موخه د لازمو همکاریو او لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.