ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 699

پنجشیر کې د بنسټیز پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د ملاتړ ناسته شوې

د پنجشیر ولایت د پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ تر سرلیک لاندې یوه ناسته د یاد ولایت د اته ګونو ولسوالیو او د هغه نړیوالو موسسو د استازو په ګډون چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي، د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي تر ریاست لاندې جوړه شوه.

 په لومړي سر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر څرګنده کړې، چې د یاد وزارت له پروګرامونو څخه یو دا دی چې د تشبثاتو سکتور لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو او خاصو سیمو د برابرولو له لارې خلکو ته د کارزمینه برابره کړي، ترڅو له دې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

 وروسته د پنجشیر ولایت د خلکو استازو خپلې ستونزې د فقر او بېوزلۍ، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د نشتوالي، د کانالیزاسیون نه شتون، طبیعي پېښې، د پنجشیر سیند د اوبو پورته کېدو په موسم کې د خلکو د کرهنیزو ځمکو تخریب، د معیاري برېښنا نه شتون، په ولسوالیو کې د مناسب سړک او د څښلو د پاکو اوبو نه شتون په توګه یادې کړې او مالداري، د چرګو ساتنه، باغداري، د مچیو ساتنه، د سړو خونو جوړول، د کبانو نیونه او پالنه، سیاحت او لاسي صنایع یې د هغه فرصتونو په توګه یاد کړي، چې په پنجشیر ولایت کې شته دي.

د ملي او نړیوالو موسسو مسولینو د دغه ناستې له برابرولو او د پروژو په پلي کولو کې یې له موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له همکارۍ مننه کړې، پنجشیر ولایت کې یې د خپلو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ژمنه یې کړې چې د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو لپاره او د یادو ستونزو د لیري کولو لپاره به هڅه کوي.

 په پای کې نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د پراختیا او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ غونډې به د نورو لږ پرمختللیو ولایتونو له استازیو سره هم دوام مومي.

د نوموړي په وینا؛ د سوداګرۍ او تشبثاتو په برخه کې فعالیت، د نغدي او غیر نغدي مرستو په پرتله یو بنسټیز کار دی.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د نړیوالو موسسو له فعالیت څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د تشبثاتو په سکتور کې شا او خوا ۱۲۲ څانګې شته چې د موسسو مسولین کولی شي د هر ولایت د خلکو د اړتیا پر بنسټ، هلته خپل پروګرامونه پلي کړي.

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون د زونونو مسولينو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي

د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون غړو او د زونونو مسولینو د هېواد بېلابېلو زونونو ته کاري سفرونه کړي، څو له ولايتي امنیتي کمېسيونونو او کره کتنې کمېټو سره وويني، د هغوی ستونزې واوري، او د لا ښې همغږۍ لپاره لازمې لارښوونې ورته وکړي.

 په يادو سفرونو کې د هېواد له ټولو ولایتونو څخه ليدنه شوې، چيرې چې د واليانو په مشرۍ د امنيتي کمېسيونونو له غړو، د کره کتنې کمېټو استازو او اړونده مسولینو سره مهمې ناستې ترسره شوې دي.

په دې ناستو کې د امنيتي چارو په پياوړتيا، د مخدره موادو د قاچاق په مخنيوي، د جرايمو پرضد مبارزه او په مسلکي توګه د سرحداتو د ساتنې په اړه مهمې خبرې شوې دي.

 د کمېسيون د مشرتابه له لوري د زونونو مسولینو ته سپارل شوې ځانګړې سپارښتنې د ولايتونو مسولینو سره شريکې شوي، په دغو سپارښتنو کې د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا، د شفافیت ساتنه، د تصفیوي چارو لا ښه تنظیم او دقت، او د خلکو سره د نږدې همکارۍ ټینګښت ته جدي اشاره شوې وه.

 د ولايتي امنیتي کمېسيونونو مسولینو د دې سفرونو او ناستو هرکلی کړی، خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې مطرح کړې، او د امنيتي کمېسيون د جوړښت ستاینه یې کړې ده.

هغوی څرګنده کړې، چې د کمېسيون جوړېدو سره نه یوازې ښه همغږي رامنځته شوې بلکې د دوی چارې يي اسانه او چټکې کړې دي او همدا راز د امنیتي خدماتو کیفیت هم ورسره لوړ شوی دی.

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د نړیوالو سازمانونو له استازو سره د بدیل معیشت پروژو په اړه خبرې کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ ې د بدیل معیشت رییس او د کرنې وزارت د کرنې برخې د کارپوهانو په شتون کې تخنیکي غونډه دایره شوه.

په دې غونډه کې د پرمختیایي ادارو اړوندو استازو له ډلې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې، له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو ګډون درلود.
غونډه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د بدیل معیشت پروژو د پلي کېدو بهیر، چې په تېرو درېیو کلونو کې پلی شوی څېړلی دی.

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د دوامداره معیشت د تامین په پار د یادو ادارو له هڅو مننه کړې او د افغانستان د کرنې د پراختیا لپاره یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
همداراز په دې غونډه کې ویل شوي؛ په هغو ولایتونو کې چې پخوا پکې کوکنار کرل کېدل، ډېر ژر د بدیل معیشت پروژې پلې کېږي، ترڅو خلکو ته تلپاتې اقتصادي فرصتونه برابر شي.

د ټرمپ لیک په رسمي توګه ایران ته وسپارل شو

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش تهران ته رسیدلی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې لیدنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي قرقاش په دې کتنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو لیک عراقچي ته سپارلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه(د کب ۱۷مه) ویلي وو، چې خامنه‌ای ته یې لیک استولی او تهران یې د هستوي خبرو اترو لپاره بللی دی.

له دې وړاندې تسنیم خبري اژانس د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي ویډیو خپروه کړې وه، چې له امریکا سره د خبرو اترو هر ډول امکان یې رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د واشنګټن غوښتنې به ونه منل شي.

نوموړي ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره ویلي “ځینې حکومتونه او زورور شخصیتونه پر خبرو اترو ټینګار کوي، حال دا چې موخه یې د ستونزو حل نه دی، بلکې غواړي خپلې غوښتنې تحمیل کړي.”

ټرمپ تېره جمعه ویلي وو، غواړي له ایران سره یو نوی تړون وکړي، چې د دې هېواد د اټومي پروګرام د نور پرمختګ مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې ایران به یې یا د خبرو لپاره وړاندیز مني او یا به د خپل اتومي پروګرام په نښه کولو خطر مني.

ایت الله علي خامنه‌اي بیا د شنبې په ورځ په غبرګون کې ویلي، چې ایران له هغو حکومتونو سره خبرو ته نه کېني، چې نور ځوروي.

روسیې له اوکراین سره د اوربند لپاره خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړې

رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې روسیې له اوکراین سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلې غوښتنې امریکا ته وړاندې کړې دي.

په دې راپور کې نه ده روښانه شوې، چې مسکو کومې غوښتنې پخپل لېست کې شاملې کړې او یا د دې شرایطو له منلو مخکې به له کېيف سره د سولې خبرو اترو ته چمتو شي که نه.

د دې سرچینو له قوله، روسي او امریکایي چارواکو په تېرو درېیو اونیو کې د حضوري ناستو او انلاین خبرو له لارې دا شرایط څېړلي دي.

له دې وړاندې کریملین ویلي و، تر هغو چې د دې خبرو د پایلو په اړه معلومات نه وي ورکړل شوي، د امریکا له لوري د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند د منلو او یا نه منلو په اړه تبصره نه کوي.

په سعودي عربستان کې د اوکرايني او امریکايي چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کېیف د امریکا له لوري له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او اوس توپ د روسیې په ډګر کې دی.

د دې وړاندیز له منلو سره سم امریکا له اوکراین سره خپلې پوځي او استخباراتي مرستې بېرته پيل کړې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۹/۱۲ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، کندهار، پکتیکا، کابل او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۲۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۱۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹ کورنیو سره ټولې۲۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوی:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۲۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۷ کورنیو سره ټولې۵۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۱۸ کورنۍ او ۴۵۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۱ کورنۍ او ۶۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۰۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۵۶ عدده

د افغانستان لپاره د ناروې سفیر او د مولوي بدرالدین حقاني لیدنه؛ د افغانستان او سیمې هېوادونو پر اقتصادي موضوعاتو خبرې شوي

ابوظبي كې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين حقاني د افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سفير پرالبیرت ایلساس او په ابوظبي کې د ناروي له مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې مولوي بدرالدين حقاني یاد پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د افغانستان او سيمې هېوادونو په بېلابېلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي.

 پرالبیرت ایلساس ویلي؛ په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شوی دى، سراسري امنیت ټینګ شوی او همداراز یې د افغانستان د لا باثباته کېدو او هوساینې په لور مختګ ته هيله مندي ښودلې.

 په پای کې د افغانستان سفير ټینګار کړی، چې ناروي شاهي دولت دې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د لاپیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ دریځ لا پیاوړی کړي.

کډوالو وزارت د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې وکړې

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د ډنمارک د کډوالو ټولنې جي آر اس او د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې سره د اووه میلیونه، ۳۸۵ زره او ۸۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې هوکړه لیکونو له مخې دغه موسسې به یاد مقدار پیسې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو کې د نغدي پیسو په وېش، د سرپنا د ساتنې او ښه والي، د لمریزې بریښنا یا سولرونو د وسایلو کڅوړو، ظرفیت جوړونې او د فني او حرفوي زدکړو په برخو کې لګوي، چې ۳۷ زره او ۷۱۸ بېځایه شوي، راستانه شوي، د کوربه ټولنې غړي او ۸۶۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

دا هوکړه لیک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو موسسو د استازو له لوري لاسلیک شو.