ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 701

نږدې راتلونکي کې به د پروان ۲۰۰ بستریز ولایتي او سیاګرد غوربند ۵۰ بستریز روغتونونو پاتې چارې بشپړې شي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پروان له والي مفتي محمد ادريس انوري سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پروان ۲۰۰ بستریز ولایتي او سیاګرد غوربند ۵۰ بستریز روغتونونو د پاتې چارو بیاځلې پیل اړوند خبرې شوې دي.

د پروان والي په یاد ولایت کې د ناروغانو ستونزو ته رسېدنې په موخه د ولایتي او سیاګرد غوربند روغتونونو د پاتې چارو بشپړېدل اړین بللي او د روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه یې د پاملرنې غوښتنه کړې.

مولوي نور جلال جلالي د نوموړي غوښتنې اوریدلي دي او د یادو روغتونونو د پاتې چارو بیا ځلې پیل بشپړ ډاډ یې ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د دغه روغتونونو د جوړېدو ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي او پاتې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

د “ایران ترانسفو” شرکتونو مسولینو په افغانستان کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د  “ایران ترانسفو” په نوم د الماني/ ایراني شرکتونو د یوې ټولګې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د یادو شرکتونو د ټولګې مسولینو د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ لېواله دي چې په افغانستان کې د انرژي د تولید پروژو، د انرژي شبکو د پراختیا او د برېښنا شبکو د اړتیا وړ تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې پانګونه وکړي.

ملا عبداللطیف منصور د نوموړو شرکتونو د ټولګې د لېوالتیا هرکلی کړی او یادونه یې کړې، غوره ده چې د دواړو لورو د تخنیکي مسولینو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي؛ ترڅو د پروژې د تشخیصولو، د پانګونې د څرنګوالي او نورو اړینو همغږیو په هکله هوکړې ته ورسي او تر هغه وروسته، وروستې کړنې د یو بل سره په هوکړه تر لاس لاندې ونیول شي.

د کرنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه وشوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او  لوړو زده‌کړو وزارت ترمنځ د څېړنیزو تجربو د شریکولو او د محصلینو لپاره د عملي کار زمینې برابرولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.

یاد هوکړه‌لیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ترمنځ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند حاجي سالم، د کرنې وزارت ځینو رییسانو او د بېلابېلو برخو متخصصینو په شتون کې لاسلیک شو.

د هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو کې د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د موجوده ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او وې ویل؛ د افغانستان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو سره له ډېرو هڅو، لږ حاصل ترلاسه کوي. اصلي لامل یې دا دی چې متخصصینو خپل څېړنیز معلومات بزګرانو ته نه دي انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه؛ لا هم زموږ بزګران په دودیز ډول کار کوي، چې د تولیداتو کچه یې ټیټه ده. له همدې امله، د کرنې وزارت د لوړو زده‌کړو وزارت متخصصینو ته جدي اړتیا لري، ځکه چې دوی کولی شي په ټولو برخو کې ظرفیت لوړ کړي.

د مولوي عطاالله عمري په وینا؛ که په کرنې وزارت کې ظرفیت لوړ شي او مثبت بدلون راشي، نو دا به د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي، ځکه چې ټول خلک کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري.

د کرنې وزیر د کرنې وزارت په چوکاټ کې د لابراتواري اسانتیاوو یادونه وکړه او یې ویل، چې دا لابراتوارونه د لوړو زده‌کړو وزارت استادانو او محصلینو ته د عملي زده‌کړو لپاره برابر دي.

ښاغلي عمري د دواړو وزارتونو ترمنځ د ګډو څېړنو، د کرنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د مرکز او ولایتونو په کچه د ګډو څېړنیزو کمېټو جوړولو او د کرنې وزارت لپاره د تخنیکي پلانونو په چمتو کولو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د متخصصینو د مرستې غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د کرنې ارزښت او د کرنې وزارت رول ته اشاره وکړه او د دواړو وزارتونو ترمنځ پر پراخې همکارۍ یې ټینګار وکړ.

نوموړي وویل؛ موږ ژمن یو چې د امکان تر حده له کرنې وزارت سره بشپړه همکاري وکړو. په دې پریکړه‌لیک کې د هر وزارت دندې مشخصې شوي دي.

موږ کولی شو علمي موضوعات، چې تدریسوو، د کرنې وزارت په همکارۍ عملي کړو.

زموږ محصلین به هم عملي زده کړې وکړي، ځکه چې موږ ستاسو په څېر لابراتوارونه نه لرو، نو له همدې امله دا همکاري زموږ لپاره ډېره ارزښتناکه ده.

د لوړو زده‌کړو وزیر د کرنې وزیر وړاندیزونه تایید کړل او د دواړو وزارتونو ترمنځ د صادقانه همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

نوموړي د خپل وزارت ټولو مرکزي او ولایتي رییسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت سره پراخه همکاري ولري.

وروسته، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یاد وزارت لابراتوارونو او اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده‌کړو وزارت محصلینو ته یې د عملي زده کړو د زمینې برابرولو یادونه وکړه.

همدارنګه، د کابل پوهنتون رییس ډاکتر اسامه عزیز د کرنې د اهمیت او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د دې تفاهم‌لیک ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا تفاهم‌لیک به د کرنې د ودې او د عملي زده کړو د پراختیا لپاره مهم ګام وي.

دا هوکړه‌لیک چې درې فصلونه او ۱۱ مادې لري، د علمي، څېړنیزو، تعلیمي او ظرفیت لوړونې فعالیتونو او د تخصصي او متعهد بشري ځواک روزنې لپاره لاسلیک شو، تر څو د هېواد د دیني او ملي ارزښتونو د اعتلا لپاره ګټور تمام شي.

هرات کې د پیام نور په نوم د هنري اثارو ځانګړی نندارتون جوړ شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د صنایعو او کانونو خونې په همږغۍ د کابل فولاد شرکت په مالي ملاتړ د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د علامه صلاح‌الدین سلجوقي په تالار کې د پیام نور په نوم د هنري اثارو ځانګړی نندارتون جوړ شوی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي وايي؛ هرات د افغانستان د اصیلو هنرونو زانګو ده، او د دې ولایت هنرمندان توانېدلي، چې د هېواد فرهنګي میراث ژوندی وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ هرات د هېواد د هنرمندانو کور دی، د افغانستان اصیل هنرونه په دې ولایت کې لا هم پیاوړي او غوړېدلي دي.

 هرات کې د ملي نگارستان مدیر وايي؛ په دې نندارتون کې ۷۵ هنري اثار د ۴۰ تکړه استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې لکه انځورګري، خطاطي، تذهیب (زرين او ګل کاري شوي هنري اثار) او مختلفو لیک ډولونو کې جوړ شوي او نندارې ته وړاندې شوي دي.

 په ورته وخت کې د نندارتون ګډونوالو، د هنرمندانو د دې ډول نندارتونونو هرکلی کړی او د ملي هنرونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه يې کړی.

 د دوی په وينا؛ د دا ډول نندارتونونو دوام کولی شي، د اصیلو هنرونو د لا ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

د نږدې ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ابو نصر فراهي ګمرک کې د هنګرونو جوړېدو پروژه پرانيستل شوه

مالیې وزارت وايي؛ د ګمرکونو لوی ریاست تېره ورځ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د ۷۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانیستنه وکړه.

په دې پرانیستغونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رییس مسلم خاکسار، د ابو نصرفراهي ګمرک رییس مولوي خلیل الرحمن مصطفی او د یادي پروژې تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی وو.

د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چاري به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شي.

د یادولو وړ ده، چې هر یو هنګر به په یوه وخت کي د پینځه زره میټریک ټنه توکو د ځایېدو ظرفیت ولري، چې په جوړېدو سره به یې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.