ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 836

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په مشري د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه وشوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۱مه د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د یوشمېر هغو پرېکړو په اړه له اړوند وزارتونو او ادارو سره د تطبیق او عملي کولو په اړه بحث او سپارښتنې وشوې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته د تعقیب او درې میاشتې وروسته یې د راپور شریکولو دنده سپارل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې یادې پرېکړې د اقتصادي کمېسیون په هغه غونډه کې چې د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادي الاولی میاشتې په درېیمه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په مشري شوې وه، شوې دي.

له ممنوعه ډلو څخه د اسلامي امارت لرې کولو په تړاو د روسیې د پارلمان پرېکړه؛ اسلامي امارت یې هرکلی کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه طرحې د تایید هرکلی کړی، چې له مخې به یې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت لرې کولو ته زمینه برابره شي.

یاد وزارت ویلي: “د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسيې فدراسیون د پارلمان له خوا د هغې طرحې د تاييد هرکلی کوي، چې له مخې به يې د طالبانو غورځنګ نوم (پخوا د افغانستان اسلامي امارت پرې يادېده) په هغه هېواد کې د ممنوعه دلو له لیست څخه لرې کولو ته زمینه برابره کړي.”

بهرنیو چارو وزارت دا ګام د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل او د پام وړ پرمختګ ګڼلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې پارلمان د ممنوعه ډلو له لیست څخه د اسلامي امارت لرې کولو ته مثبته رایه ورکړې او پخپله لومړۍ جلسه کې یې د ممنوعه ډلو له لیست د اسلامي امارت د لرې کولو لایحه تصویب کړې ده.

د نوي کابل ښار لومړي فاز په ۲.۶ فرعي برخه کې عملي چارې پیل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د نوي کابل ښار لومړي فاز په ۲.۶ فرعي برخه کې د پلان او نقشې مطابق عملي چارې پیل شوې.

 په دې اړه جوړیو شویو پرانستو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې پروژې په اړه بشپړ تخنیکي معلومات وړاندې کړ.

نوموړي وویل، دا وزارت به نوی کابل ښار د پلان مطابق په معیاري ډول سرته ورسوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویليوویل اسلامي امارت کورني او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانکونې ته وهڅول.

نوموړي زیاته کړه؛ په نوي کابل ښار کې د استوګنې، سوداګرۍ، صنعتي او کرنیزې سیمې شته چې د دې ښار په جوړېدو سره به په اوسني کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل؛ تر هر بل وخت اوس په افغانستان کې پانګونې ته ډېره زمینه برابره ده او په خبره یې افغان پانګوال دې د نورو هېوادونو په ځای خپل وطن کې پانګونه وکړي.

 نوموړي زیاته کړه؛ هغه پانګوال چې نورو هېوادونو کې پانګونه کوي او خپل وطن او خلک یې هېر کړي له خپل هېواد سره ستره جفا کوي.

 دغه راز په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په لنډ وخت کې ډیره ابادي شوې، چې دوام لري.

 نوموړي د نوي کابل ښار د لا ابادۍ او د ریل پټلۍ تېرولو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی، چې ګڼ شمېر پانګوال به وهڅوي.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم حقاني وویل؛ د کرنې وزارت ژمن دی چې د نوي کابل ښار په زرغونتیا او لا ښکلا کې همکاري وکړي.

 ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار فاروق اعظم وویل، نوي کابل ښار ته د بنجشېر د اوبو په رالېږد کې یې هڅې پیل کړي چې مثبته پایله یې ورکړي او ډېر ژر به دغه چاره سرته ورسوي.

په یادو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل؛ د نوي کابل ښار د پروژې پلان په تېر حکومت کې جوړ شوی و، چې د اداري فساد، د حقوقي او قانوني او ځینې نورو ستونزو له امله د یادې پروژې چارې په ټپه ولاړې وې.

نوموړي زیاته کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصینو او رهبرۍ او دغه راز د اسلامي امارت د رهبري په ملاتړ برلاسي شوو، چې د دې لویې او ملي پروژې ټولې قانوني او حقوقي ستونزې حل او دا دی نن یې د دویمې سترې پرانستې شاهدان یوو.

 ښاغلي نعماني وویل؛ د دې سترې ملي پروژې د چارو د پیل سره به په افغانستان کې په اقتصادي، ټولنیز، تخنیکي او فرهنګي برخو کې لوی بدلون رامنځته شي، منظمه ښاري وده او پراختیا به پیدا شي، د کار کولو زمینه به برابره شي او خلکو ته به معیاري او مناسب کورونه په لاس ورشي.

 د کور او ښار جوړولو وزیر په وینا؛ د کور او ښار جوړولو وزارت به د هوسا، پر ځان بسیا او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي او تمه یې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به ځینې نور ودانیز شرکتونه هم په نوي کابل ښار کې چارې پیل کړي.

 د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت نورو لوړو پوړو چارواکو هم ګټورې او ارزښتناکې وینا وکړې او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او پانګوالو ته یي په ټول هېواد کې د هر ډول امنیت ډاډ ورکړ.

د خصوصي سکتور استازو د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کور اوښار جوړولو وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د پانګوالو، سوداګرو او صنعت کارانو لپاره یې زمینه برابره کړې، اسانتیاوې یې ورته رامنځتنه کړي او بشپړ ډاد یې ورکړی دی.

دوی زیاته کړې، نور پانګوال به هم وهڅوي چې راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي.

 د غونډې په وروستۍ برخه کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني او د طلایي ښارګوټي شرکت ترمنځ د نوي کابل ښار لومړي فاز په ۲.۶ برخه کې د پلان او نقشې مطابق د عملي چارو د پیل اجازه لیک لاسلیک شو او د بنست ډبرې اېښودو په ترڅ کې یې عملا چارې پیل شوې.

د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستيال د حيرتان بندر له ترميماتي چارو ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د حيرتان بندر اړوند له ريلي تمځايونو اود ياد بندر د ترميماتي چارو د کار له جريان څخه ليدنه او ارزونه وکړه.

 مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د حيرتان بندر اړوند له نايب اباد، مزارشریف او پینځم پورټ ريلي تمځايونو او د تخليې او بارګيرۍ پروسې د فعاليتونو د ارزونې ترڅنګ ځايي مسولينو ته د تخليې او بارګيرۍ د پروسې، د اسنادو د طی مراحلو د سرعت او انتقالاتو د زياتوالي په تړاو لازمې لارښوونې کړي، ترڅو د دغه مسير له لارې د انتقالاتو د ظرفيت کچه لوړه شي.

 نوموړي د حيرتان بندر اړوند د ترميماتي چارو بشپړېدو ته د نږدې کېدو په تړاو خوښي وښوده او ډاډ يې څرګند کړ، چې په نږدې راتلونکې کې به د ياد تمځای ترميماتي چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي او په بشپړېدو سره به د حيرتان بندر له لارې سوداګریز انتقالات تر پینځم پورټ پورې، چې د مزارشریف هوايي ډګر ته څېرمه واقع دی؛ راورسيږي.

دامهال د سوداګريزو ريلي انتقالاتو لوړه کچه د حيرتان اوسپنيزې کرښې له لارې ترسره کيږي، چې صادرات، واردات او ټرانزيټ پکې شامل دي.

محمد البشیر د سوریې نوی لنډمهاله لومړی وزیر ټاکل شوی

سوریه کې واکمنو، چې د بشار الاسد رژیم یې سقوط کړ، محمد البشیر په رسمي توګه د دې هېواد د نوي لنډمهاله لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.

محمد البشیر له دې وړاندې په ادلب کې د هیئت تحریر الشام د منتظم په توګه هم دنده لرله.

نوموړی به د ۲۰۲۵ د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د سوریې لومړی وزیر وي او د واک سوله‌ییز لېږد به رهبري کوي.

محمد البشیر په یوه تلویزیون وینا کې ویلي؛ چمتو دی چې د یوې کوچنۍ کابینې مشري په غاړه واخلي، تر څو یقیني کړي چې د ملکي ادارو چارې په منظم ډول مخکې ځي.

محمد البشیر څوک دی؟

محمد الشیر په ۱۹۸۳ کال کې د ادلب ولایت د جبل الزاویه په سیمه کې زیږېدلی.

نوموړي د برېښنا او الکترونیکي توکو په انجنیري کې لوړې زده‌کړې کړې او په ۲۰۰۷ کې یې د حلب له پوهنتون څخه په مخابراتو کې تخصص اخیستی.

محمد البشیر په ۲۰۲۱ کې د ادلب له پوهنتون څخه د فقې او قانون په برخه کې هم سند ترلاسه کړی دی.

په ۲۰۱۱ کې یې د سوریې د ګازو شرکت د حساسو او دقیقو تاسیساتو په برخه کې د مشر انجنیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

وروسته نوموړی د سوریې د ژغورنې حکومت کې ښکېل او په ګڼو دندو پاتې شوی.

محمد البشیر په ۲۰۲۲ کې د یاد حکومت د بشري چارو د پراختیا وزیر شو. وروسته بیا د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې د سوریې د ژغورنې حکومت رییس وټاکل شو او د دې هېواد په سیاسي ډګر کې یې شهرت ترلاسه کړ.

د سوریې د ژغورنې حکومت په ۲۰۱۷ کې جوړ شوی، چې په ادلب او د حلب په ځینې برخو کې یې مدنې چارې پر مخ وړې او په پوځي او امنیتي برخو کې یې واک درلود.

اسرائیلي رژیم په تېرو ۴۸ ساعتونو کې سوریه کې ۴۸۰ بریدونه کړي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي رژیم ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې په سوریه کې شاوخوا ۴۸۰ بریدونه کړي او په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۵ سمندري جنګي بېړۍ، د مهماتو زېرمې، توغندي، بې‌پیلوټه الوتکې، د الوتکو ضد وسایل او وسلې له منځه وړي دي.

سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له سقوط وروسته اسرائیلي یرغلګرو د سوریې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه پيل کړي او خپل عسکر یې له ۵۰ کلونو وروسته په لومړي ځل له سوریې سره په حایله سرحدي سیمه او نورو مهمو برخو کې ځای پر ځای کړي دي.

دا حایله سیمه د سوریې د قلمرو په قنیطره برخه کې موقعیت لري، چې په ۱۹۷۴ کې د اسرائیلو او سوریې تر منځ د یوې هوکړې پر اساس رامنځته شوې وه.

اسرائیلي پوځ ویلي، چې په دې ۴۸۰ بریدونو کې یې د سوریې په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ مهمات او وسلې له منځه وړي دي.

دوی زیاته کړې؛ جنګي بېړیو یې د سوریې دوه سمندري تاسیسات، چې ۱۵ بېړۍ پکې ولاړې وې، په نښه کړي او لسګونه سمندري توغندي یې له منځه وړي دي.

د اسرائیلي رژیم دفاع وزیر اسرائیل کاتز په سمندري تاسیساتو برید “لوی بری” بللی او ویلي یې دي، چې دا یې اسرائیلو ته د ګواښونو له منځه وړلو د ماموریت یوه برخه وه.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوریې په سویل کې به هم یوه دفاعي سیمه جوړوي.

د فرانسې خبري اژانس له لوري په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې په لتاکیا کې د سوریې سمندري بندر کې ګڼې ویجاړۍ رامنځته شوې او د دمشق په سویل لوېدیځ المزه پوځي اډه کې جنګي الوتکې زیانمنې شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت او ګڼو عربي هېوادونو په سوریه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه غندلي او د دې هېواد د ازادۍ او استقلال څرگند نقض یې بللی دي.

عربي هېوادونو ویلي، چې اسرائیل د سوریې په جنوب کې غیرې نظامي سیمې ته په ننوتو سره د دې هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د خلکو په اراده له خپلواک حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ په ښکېلو سيمه‌یيزو او نړيوالو قدرتونو غږ کړی، چې د سوریې ملت د خپل راتلونکي په باب خپل مستقل او ازاد انتخاب ته پرېږدي، تر څو له هر ډول بهرنیو فرمایشونو او فشارونو پرته د خپل هېواد برخلیک پخپله وټاکي.

ملګرو ملتونو هم له اسرائيلو غوښتي، چې په سوریه کې دې په نظامي مرکزونو بمبارۍ ودروي.

د پاشدان بند د اوبو په زېرمه کولو سره به تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه او کرنیزې ځمکې به خړوبې شي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د افغانستان اسلامي امارت د اوبو مهارولو او مدیریت لپاره قوي هوډ لري او دا کار یې له لومړیتوبونو څخه دی. په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، اقلیمي بدلون او ورځ تر بلې زیاتېدونکی نفوس هغه لاملونه وو، چې افغانستان یې له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

اوس اړتیا ده چې دا هېواد ځان بساینې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره له نورو برخو ترڅنګ اوبه هم مهار او په دې برخه کې پراخه پانګونه وشي.

یاد معاونیت زیاتوي، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څه باندې درېیو کلونو په بهیر کې کوټلي ګامونه پورته کړې دي.

په همدې موخه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور میاشتې په ۹مه نېټه په هرات ولایت کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پیل پرانیسته وشوه.

ملا عبدالغني برادر اخوند په دې موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي؛ د پاشدان بند د هرات ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او اسلامي امارت یې په ټول توان بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې ټولې چارې یې په عمل کې بشپړې کړي.

اوس مهال د دغه بند چارې بشپړېدو ته نږدې دي او د اوبو زیرمه کول یې پیل شوي دي.

دغه بند به شاوخوا ۵۴ میلیون متر مکعب اوبه ذخیره، ۱۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبه او دوه میګاواټه برېشنا به هم تولید کړي، چې دا مهال یې سلګونو او له ګټې اخیستنې وروسته به زرګونو کسانو ته د دایمي کار زمینه هم برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په زابل ولایت کې د عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او په نږدې راتلونکي کې به په کابل ولایت کې د شاه و عروس بند هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د چین سفیر؛ د افغانستان له پوهنیز نظام سره همکاري کوو

د چین سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له مرستیال مولوي سخاءالله سعید، ځینو مرکزي رییسانو او مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د پوهنیز نظام په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاءالله سعید د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

دغه‌راز نوموړي د ښوونې او روزنې سیسټم لا پیاوړتیا په برخه کې د چین هېواد د همکاریو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د چین سفیر د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو په تړاو خوښي څرګنده کړې او د پوهنې په برخه کې یې د مرستو د دوام ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان له پوهنیز نظام څخه په کلکه ملاتړ او همکاري کوي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د سوګدیانا ترانس کمپنۍ له مسولينو سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت د هدايت پر اساس د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده تر سرپرستۍ لاندې مل پلاوي د حيرتان بندر د تخليې او بارګيرۍ د تسريع په تړاو له سوګدیانا ترانس شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.

ياده ليدنه چې په حيرتان بندر کې ترسره شوې، د دې بندر څخه د ريلي واګونو د تراکم موضوع د حل کېدو، د اوسپنيزو کرښو د فعاله ساتلو، د سټيشنونو د پوره ظرفيت په کار اچولو او د تخليې او بارګيرۍ چارو د چټکتيا په تړاو مفصل بحثونه شوي او اړین تصميمونه نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د ياد شرکت د مسولينو سره په ګډه د دغه سفر په جريان کې د حيرتان بندر اړوند له اوسپنیزې کرښې، سټيشنونو او ريلي تاسيساتو څخه هم ليدنه او ارزونه کړې ده.

سوګدیانا ترانس ازبکستانۍ شرکت دی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د شوي تړون له مخې، د حيرتان بندر له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتي چارو مسوليت پر غاړه لري.

د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د مولوي عبدالکبیر لیدنه؛ د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې چې په کابل کې د یادې ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوشوویچ پوهار هم حضور درلود، ښاغلي نيکلاسون په افغانستان کې شوي پرمختګونه ستایلي او د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې پر اړیکو د ټېنګار تر څنګ یې یادونه کړې، چې اسلامي امارت د امن په راوستلو، د فساد په ختمولو او د نشه‌يي توکو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د فعالیتونو تر څنګ اړتیا ده، چې نړیوال اړوند بنسټونه هم د بدیل کښت او د روږدو کسانو په درملنه کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه کوښښ کوي په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري، افغان بزګرانو سره د بدیل کښت لپاره د ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.

ښاغلي توماس نيکلاسون د افغانستان ټولو برخو ته د اروپايي ټولنې د کارکوونکو لاسرسی د مرستو د رسونې لپاره اړین ګام یاد کړی او ویلي یې دي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې خبرې کړې، تر څو په جبري ډول د افغان کډوالو له ایستلو لاس واخلي.

مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو مننه کړې او ویلي یې دی، چې د بدیل کښت په برخه کې د اروپايي ټولنې وروستۍ مرسته مهمه ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نشه‌يي توکو او مسکراتو سره د دوامداره او اغېزمنې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ کړی او په خپلو ټولو ژمنو عمل کوي.

دغه‌راز اسلامي امارت له تېرې ادارې د ورپاتې روږدو کسانو د درملنې سربېره هغوی ته د کار فرصتونه ایجادوي او حرفوي زده کړې ورکوي، تر څو له ټولنې سره تر یو ځای کېدو وروسته د کار و کسب خاوندان وي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال له افغان کډوالو سره د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندویه بنسټونو همکارۍ او مرستې مهمې بللې او ویلي یې دي، چې ګاونډي او نور هېوادونه دې په جبري ډول د افغانانو ایستل بند کړي.