ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 838

مولوي ذاکرالله ذاکر: هیڅ هېوادوال دې په هېواد کې د پردیتوب احساس نه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر الله ذاکر په سپېدار ماڼۍ کې د تېرې ادارې د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د تېرې ادارې پر مهال د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو څخه د پارلمان غړو ویلي، د پارلمان ډېر شمېر وکیلان په افغانستان کې مېشت دي او په ډاډه زړه ژوند کوي.

هغوی افغانستان خپل کور او اسلامي امارت خپل نظام یاد کړی او زیاته کړې یې ده، وکیلان بهر ته د تګ او د هېواد د پرېښودلو اراده نه لري.

همدارنګه دوي، د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس سره د وکیلانو یو شمېر ستونزې، مشورې او وړاندیزونه هم شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر د تېرې ادارې د پارلمان غړو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیڅوک دې پکې د پردیتوب احساس نه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مشران او مسولین د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ځان بساینې لپاره هڅې کوي او اړتیا ده، چې ټول افغانان د هېواد د ابادۍ له کاروان سره یو ځای شي.

دغه‌راز ښاغلي ذاکر ډاډ ورکړی، چې د پارلمان د غړو ستونزو ته به رسیدنه وشي.

کرېکټ؛ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټراټ قرارداد یو کال نور هم وغځول شو

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره قرارداد نوی شو.

د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی توپوهونکی جانتن ټراټ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

نوموړی له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې سره ملګری دی، چې د لوبډلې په بریاوو کې یې د افغانستان کرېکټ لپاره اغېزناک رول لوبولی دی.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په تېرو دوو کلونو کې بې‌ساري لاسته راوړنې درلودې.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ یو ورځنیو لوبو(۵۰ اوریزو) په نړیوال جام کې انګلستان، پاکستان، سریلانکا او نیدرلنډ ته سترې ماتې ورکړې او شپږم مقام یې خپل کړ.

همدا ډول په ۸ غوره لوبډلو کې په راتګ سره یې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام ته لاره ومونده.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۴ په نړیوال شل اوریز جام کې پینځه لوبې وګټلې او نیوزیلنډ، اسټرالیا او بنګله‌دېش ته یې په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د کرېکټ نړیوالې شورا په شل اوریزو لوبو کې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې په دې لوبو کې د ښاغلي ټراټ رول اغیزمن و او پر همدې بنسټ یې د راتلونکي ۲۰۲۵ کال لپاره قرارداد ورسره نوی کړ.

د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د ایران له نوي سفير سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ایران هېواد له نوي سفير عليرضا بیکدلي تعارفي ناسته وکړه.

په پيل کې د بهرنیو چارو وزیر د ایران نوي سفير ته ښه راغلاست ویلی، په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله کړې او ډاډ یې ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره د اړوندو چارو په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي.

علیرضا بېکدلي هم په خپل وار مولوي امیر خان متقي ته د هغه د ایراني سیال سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او هیله یې څرگنده کړې، چې وکولی شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې کړي.

د ايران نوي سفير ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه غواړي په نږدې راتلونکي کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي.

د جرمني د یوه خیریه بنسټ رضاکاران: افغانستان کې د مرستو شفافیت ته په کتو د خپلو مرستو دوام او زیاتوالي ته لیواله یو

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د جرمني د اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو، سرکان ایزه او مایکل سونر او د یاد بنسټ همغږي کوونکي نجیب الله سلیمان خیل سره د دې ادارې د نړیوالو اړیکو رییس مولوي حافظ عبدالرحمن رحماني په شتون کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په کندهار، بلخ او لوګر ولایتونو کې د بې وزلو خلکو لپاره د یاد بنسټ له مرستو مننه وکړه.

ملا نورالدین ترابي وویل؛ موږ هغو خلکو ته چې ریښتیني مستحقین او زیات اړمن دي، د خیریه بنسټونو او موسسو په همکارۍ مرستې رسوو.

نوموړي د سروې او مرستو د وېش په پروسه کې د شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه؛ چې موږ خیریه موسسو ته لازمې اسانتیاوې برابروو، ترڅو هغوی په ښه او چټک ډول اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

ورپسې د جرمني اسلپ خیریه بنسټ رضاکارانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له لوري د مرستو وېشلو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرولو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې موږ ډاډه یوو چې مرستې په شفافه پروسه کې ریښتیني مستحقینو ته رسېږي او له همدې امله موږ د خپلو مرستو په دوام او زیاتوالي کې لیواله یو.

په پای کې دواړو خواوو اړمنو او له خطر سره مخ خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې یې د دغو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

د بلخ، اقینې او کندوز په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د نائب اباد په ګمرک کې د وارداتي او صادراتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو له پاره دوه د لوړ تناژ تلې او د آقینې په ګمرک کې د ورداتي توکو د وزن معلومولو له پاره یوه د لوړ تناژ تله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 یادې تلې، چې ۲۲ متره اوږدوالی او درې متره پلنوالی لري، په ګټې اخیستنې سره به بې له اضافه وزن او د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي همدارنګه د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندوز په ګمرک کې د وارداتي توکو له پاره یوه د لوړ تناژ تله ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د یادونې وړ ده، چې د یادو تلو د جوړولو او ترمیم لګښت (۱۵ میلیونه افغانۍ) د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوي او چارې یې هم د افغاني شرکتونو له لوري بشپړې شوې دي.

ننګرهار کې ۳۰ کلنه اوږده شخړه حل شوه

د سرحدونو، قومونواو قبايلو چارو وزارت وايي؛ د ننګرهار ولايت په سرخرود ولاسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۳۰ کلنه اوږده شخړه هواره شوه، چې له دواړو خواوو پکې د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ دوه تنه وژل شوي وو او دوه نور پکې ټپيان شوي هم وو.

د سرحدونو، قومونواو قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي په شتون کې د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس رحمت الله غازي عمر په هلو ځلو او د ياد ولايت د ۲۲ ولسواليو قومي مشرانو په منځګړيتوب دغه پخوانۍ جنجالي شخړه د يوې غونډې په ترڅ کې داسې مهال پای ته ورسېده، چې مسولینو ښکيل لوري سولې ته را وبلل او د دښمنۍ په ناوړه پايلو يې وپوهول.

د يادو کورنيو مشرانو د مسولینو په شوې پریکړه د رضايت ترڅنګ په تېره دښمني پښيماني ښودلې او ژمنه يې کړې، چې په راتلونکي کې به هيڅ ډول جنجالونو ته زړه ښه نه کړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې پینځه کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۳۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږ کورنیو سره ټولې ۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې ۱۵۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۹۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰ تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره ټولې ۱۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۹۵۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۶۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې ۲۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۵ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره ټولې ۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۸۹ کورنۍ او ۳۶۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۷ کورنۍ او ۴۹ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۸۸ عدده