ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 841

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت اعلاميه!

د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې خپور شوی دی.

په دې راپور کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه خپلې موندنې شریکې کړې دي چې ډېری یې له عيني واقعیتونو څخه لېرې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي وضعیت په تړاو منعکس شوې موندنې ردوي.

سره له دې چې په نشر شوي راپور کې د کورني ناخالص تولید ودې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت او صادراتو کچی ثابت پاتې کېدو، د کورنیو عوایدو د ټاکل شوي هدف ترلاسه کېدو، د خوراکي توکو بیو ټیټېدو او د کورني صنعت او بانكي سکتور کې شوي پرمختګ ته اشاره شوې ده؛ خو په یادو برخو کې وړاندې شوې د ودې سلنه او پرمختګونه تر دې هم لوړ او زيات دي.

په راپور کې راغلي، چې د بې کارۍ کچه لوړه د زېربنايي پروژو نه پيل او د پانګونې کچه محدوده ده. خو د اسلامي امارت په راتګ سره په مختلفو سکټورونو کې د بېلابېلو لکه قوش تېپې ملي کانال، ټاپي، لویو لارو او بندونو، اوسپنې پټلۍ او برېښنا د تولید پروژو پيل د بېلګې په ډول یادولی شو.

همدا ډول یوازې د ستر مقیاس کانونو په برخه کې شاوخوا ۴۱۵ میلیارده افغانی کورنی او بهرنۍ پانګونه او په نورو برخو کې هم ورته پانګونه جذب شوې ده.

غوره ده چې نړېواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، له دې سره به افغانستان په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي.

نړیوال بانک: په ۲۰۲۴ کې د افغانستان ناخالص تولید ۲.۷ سلنه وده کړې

نړیوال بانک پخپل نوي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ناخالص تولید ۲.۷ سلنه وده کړې ده.

په یاد راپور کې همداراز ویل شوي، چې دغه زیاتوالی د تېر اقتصادي زیان یوازې ۱۰ سلنه جبرانوي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي: “د افغانستان د اقتصاد له متوسطې ودې سره-سره د مالي محدودیتونو له امله د سوداګرۍ نابرابرۍ او پانګونې د ظرفیت محدودیتونو له امله دې ودې د هېواد د بنسټیزو اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته نه ده کړې.”

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په هېواد کې د ناخالص تولید د ودې دغه اندازه هیله بښونکې ګڼي او په افغانستان کې د ملي او نړیوالو پروژو عملي پیل د دې ودې یو لامل بولي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګري وزارت څه موده وړاندې ویلي وو، چې افغانستان د ۱۳۳ تولیدي توکو په برخه کې پر ځان بسیا دی. همدارنګه په ۹۵ تولیدي توکو کې، چې ۲۷ سکټورونه پکې شامل دي، نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

روان کال د ۳۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې ۱۲۰ پروژې عملي او بشپړې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند ملا نورالهادي عادل وایي، چې روان کال د هېواد د ۳۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۰ پروژې عملي او بشپړې شوې دي.

په دې پروژو کې چک‌ډیمونه، د اوبو کوچني بندونه، په کلیو کې د سړکونو جوړېدل او د اوبو رسولو پروژې شاملې دي.

نوموړی زیاتوي، چې ۲۲ نورو پروژو چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي. دغه‌راز د اوبو رسولو د ۲۳۰ نورو پروژو چارې دوام لري.

پر دې سربېره د هېواد په یو شمیر ولسوالیو کې سلګونه کیلومتره کلیوالي سړکونه جوړ شوي او په ځینو نورو کې یې د جوړولو چارې دوام لري.

هېوادوال د یادو پروژو له پلي کېدو خوښ دي او د کرنې په وده او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې یې مهمې بولي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مسولین وايي، چې هېواد کې یې د اوبو ښه مدیریت او د ضایع کېدو مخنیوي په موخه د راتلونکي کال لپاره غوره پلانونه چمتو کړي دي.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې یوازې پرون جمعه لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

په دې بریدونو کې د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې یو کور هم په نښه شوی، چې د شپږو ماشومانو او پینځو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

پر دې سربېره د ملکي دفاع ادارې د راپور له مخې، د غزې په شمال کې، چې له اوږدې مودې راهیسې کلابند دی، د کمال عدوان روغتون شاوخوا بریدونه شوي، چې لږ تر لږه ۲۹ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبریال هم راپور ورکړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو ټانکونه او ډرون د کمال عدوان روغتون شاوخوا عملیات کوي او په روغتون کې د ننه او بېرون خوځېدونکي په نښه کوي.

د یاد روغتون د نرسانو مشر ډاکټر عید صباح الجزیرې ته ویلي، چې پرون سهار د اسرائیلو ټانکونه د روغتون په ۵۰ متري کې ځای پر ځای شول او د روغتون مشر ډاکټر حسام ابو صفیه او ملګرو ته یې پیغام ورکړ، تر څو د ناروغانو، ټپیانو او روغتیايي کارکوونکو په شمول روغتون تخلیه کړي.

د ښاغلي صباح په وینا؛ له دې غوښتنې لږ وروسته بریدونه پيل شول، چې د ۴ روغتیايي کارکوونکو په شمول ۳۰ کسان پکې شهیدان شول.

د دې تر څنګ د حماس غورځنګ مشرانو ویلي، چې نړیوالو منځګړو غزه کې له ښکېلو اړخونو سره یو ځل بیا د اوربند خبرې پیل کړې دي، خو د نتانیاهو دولت تر اوسه د پلاوي له لېږلو سره هوکړه نه ده کړې.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۶۱۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۵ زره او ۸۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۴ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۹/۱۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

 د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار   

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې۱۴۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په تورخم کې ۱۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۲۱۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۷ کورنیو سره ټولې۲۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۹۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۰۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره ټولې۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۹ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې۳۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:   ۱۰۲ کورنۍ او ۴۲۰ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۹۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۷۸ عدده

له ترکمنستان سره د ۲۰۲۵ کال د برېښنا د پېر تړون نوی شو

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ترکمستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د انرژۍ د پېرلو تړون نوی کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي؛ چې د دې تړون پر بنسټ به په څلورو مسیرونو (اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات) کې د ترکمنستان هېواد څخه افغانستان ته برېښنا اخیستل کېږي.

له دې وړاندې هم له ترکمن چارواکو سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پیر تړون لاسلیک شوی وو، چې پر بنسټ یې په څلورو مسیرونو (اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ) کې په في ساعت کې ۱.۸ میلیارده کیلو ولټه برېښنا افغانستان ته واردېدله.

د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو د جامعه دارالعلوم الحکیمیه څخه لیدنه کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم او د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا پنجشنبه ( د لیندۍ په ۱۵مه) په کندهار ولایت کې له جامعه دارالعلوم الحکیمیه څخه د لیدنې په ترڅ کې د استادانو او طلبای کرامو جوړې شوې لویې غونډې ته ویناوې وکړې.

دواړو وزیرانو د دغه لویې غونډې پر مهال پر خپلو ویناوو او سپارښتونو کې د استادانو خدمتونه او هڅې ستایلي او د علم پر کیفیت او لا ښه والي یې ټینګار کړی.

همداراز یې استادانو او طلبای کرامو ته مهمې توصیې او سپارښتنې کړي او هم یې طلبای کرام راتلونکو ازموینو ته د ښه تیاري کولو په موخه تشویق او متوجه کړي دي.

همداراز د یادې ناستې په لړ کې دواړو وزیرانو؛ استادان او طلبای کرام د افغانستان اسلامي امارت د زعیم مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د منظور شوي نصاب د رعایت او عملي کولو په اړه خپلو دندو او مسولیتونو ته هڅولې دي.

د ناروې دولت وروستۍ پرېکړې ته د بهرنیو چارو وزارت غبرګون؛ ډيپلوماتیکې پریکړې باید د هېوادونو په کورنیو چارو پورې ونه تړل شي

بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ناروې شاهي دولت د هغې پرېکړې له امله ناخوښي څرګنده کړې، چې له مخې يې افغانستان سره د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه راټيټه کړې ده.

 یاد وزارت هیله ښودلې چې دا ډول پريکړې بايد د هېوادونو په کورنیو چارو پورې ونه تړل شي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي، ډيپلوماتيکه ښکېلتيا هغه وخت ګټوره وي چې د لوريو ترمنځ متقابل تفاهم او احترام ته وده ورکړي، که څه هم په ليدلوريو کې اختلافات شتون ولري.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ قونسلي خدماتو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی، موږ ټول لوري جدي هڅوو چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.