د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند ملا نورالهادي عادل وایي، چې روان کال د هېواد د ۳۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۰ پروژې عملي او بشپړې شوې دي.
په دې پروژو کې چکډیمونه، د اوبو کوچني بندونه، په کلیو کې د سړکونو جوړېدل او د اوبو رسولو پروژې شاملې دي.
نوموړی زیاتوي، چې ۲۲ نورو پروژو چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي. دغهراز د اوبو رسولو د ۲۳۰ نورو پروژو چارې دوام لري.
پر دې سربېره د هېواد په یو شمیر ولسوالیو کې سلګونه کیلومتره کلیوالي سړکونه جوړ شوي او په ځینو نورو کې یې د جوړولو چارې دوام لري.
هېوادوال د یادو پروژو له پلي کېدو خوښ دي او د کرنې په وده او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې یې مهمې بولي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مسولین وايي، چې هېواد کې یې د اوبو ښه مدیریت او د ضایع کېدو مخنیوي په موخه د راتلونکي کال لپاره غوره پلانونه چمتو کړي دي.

