ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 848

د کرنې وزیر ‘کرنه د سولې لپاره’ موسسې له چارواکو سره لیدنه وکړه

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر مولوي عطاالله عمري د ‘کرنه د سولې لپاره’ موسسې له بنسټ‌ اېښودونکی جیمز برټ او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي عطاالله عمري په پراختیایي پروژو کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ هغه بودیجه چې د افغانستان په نوم ځانګړې شوې ده، باید د پروژو د چارواکو له خو په شفاف ډول ولګول شي، ترڅو د افغان بزګرانو او خلکو په ګټه تمامه شي.

نوموړي همدارنګه د ځینې موسسو د بودیجې لګښت پر کړنلارو نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ډېرې موسسې لوړ اداري لګښتونه لري او د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بودیجه په بېلابېلو نومونو بېرته بهر ته لېږدول کېږي. ملي او نړیوالې موسسې باید په بشپړ شفافیت سره کار وکړي.

کرنه د سولې لپاره موسسې بنسټ‌اېښودونکی ویلي، چې که له اسلامي امارت سره هوکړه وشي، موږ به په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژه پلې کړو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت هڅه کوي، چې د ملي او نړیوالو موسسو همکارۍ راجلب او په مرکز او ولایتونو کې بېلابېلې پروژې عملي کړي.

د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستيال سره د مولوي عبدالسلام حنفي لیدنه؛ افغانستان کې د پانګونې ډېر فرصتونه رامنځته شوي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د لومړي وزیر له مرستيال جمشيد خواجه يف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې جمشيد خواجه يف د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مختلفو (د کانونو استخراج، د سوداګريزو توکو پېرولو، د کرنې پراختیا او د سوداګريزو توکو د لېږد او ترانسپورټ) په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت سره د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د خپل هېواد د ګډې همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستيال همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګونو او سوداګرۍ پراختيا يادونه کړې او د ترمذ ښار د سوداګريز مرکز جوړیدل يې په دې برخه کې مهمه لاسته راوړنه ياده کړې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د دواړو هېوادونو ترمنځ لرغونو او ښو اړيکو ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د دغو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا غوښتونکی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړې، چې په افغانستان کې د پانګونې ډېر فرصتونه رامنځته شوي، اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او ټولو سوداګرو او پانګه‌والو ته به اړینې اسانتياوې برابرې کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اوزبیکستان له لومړي وزير سره لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون (شنبه د قوس/لیندۍ میاشتې ۱۰مه) اوزبیکستان ته سفر وکړ.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د دې هېواد له لومړي وزير عبدالله عارفوف سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې، چې د یاد هېواد يو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم حضور درلود، د رياست الوزرا اداري مرستيال د اوزبیکستان له لومړي وزير سره پر لیدنه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی.

د اوزبیکستان لومړي وزير، مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د افغانستان او نورو هيوادونو د کانونو استخراج او د سوداګريزو توکو د ترانزیټ په برخو کې يې د خپل هيواد د لېوالتيا خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې د افغان-ټرانس لويې پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو دخيلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ولري.

د دې کتنې په پای کې د رياست الوزرا اداري مرستيال د اوزبیکستان د لومړي وزير د هرکلي او خبرو د تاييد ترڅنګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر بل هر وخت ښه غوړېدلې، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ګډو ګټو او په مختلفو برخو کې د اړيکو پراختيا لامل شوې ده.

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په ورستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، غزه کې د پرون(شنبې، د نومبر۳۰مې) راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې تر ټولو خونړۍ د غزې په شمال جبالیا کمپ کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ شوی، چې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، په دې استوګنیزه ودانۍ کې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه، چې د اسرائیلي یرغلګرو د برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ فلسطینیان پکې شهیدان شول.

وفا خبري اژانس وايي؛ د یاد برید له امله ګڼ نور کسان تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي، چې د امبولانسونو او ژغورونکو ډلو د نشتوالي له امله یې ژغورل ستونزمن دي.

صهیونیستي یرغلګرو د روان کال د اکتوبر له ۶مې راهیسې د غزې شمالي سیمې جبالیا، بیت‌لاهیا او بیت‌حانون محاصره کړې او ژغورونکو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

پر دې سربېره د خان یونس په سویل کې د اسرائیلو د یوه برید له امله خوړو ته په تمه ۱۲ فلسطینیان شهیدان او د نړیوالو بشرپاله ادارو څلورو کارکوونکو هم ژوند بایللی دی.

د دې تر څنګ د غزې په سویل خان یونس کې د اسرائیلو له لوري په خوندي اعلان شوې سیمه المواصي کمپ برید شوی، چې دوه فلسطیني ماشومان پکې شهیدان شوي.

له بل لوري د حماس غورځنګ یو پلاوی د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی، تر څو غزه کې د اوربند او بندیانو د خلاصون په تړاو بیاځلې خبرې پیل کړي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۳۸۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۵ زره او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۵/۲۸ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۹/۱۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۷) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۲۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳) تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنۍ ته (۲۳۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۲۳۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۲۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳) تنه و، کندهار او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۳۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۲۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۸۳۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۹۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۴) تنه و، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، جوزجان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۱۹۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۷) کورنۍ او (۱۰۸) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۲۴) کورنۍ او (۱‍۲۰) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۳۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۳) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د صنعت او سوداګري وزیر د ترکیې له تاریخي مطبعې څخه لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزی له مل پلاوي سره په ترکیه کې د خپلو لیدنو او کتنو پر دوام د دې هېواد له تر ټولو پخوانۍ او تاریخي مطبعې څخه لیدنه کړې.

دغه تاریخي چاپخونه چې په ترکیه کې د “کورلار” یا “درب‌خانه” په نامه مشهوره ده ۵۵۷ کاله تاریخي مخینه لري او د نړۍ له ۵۰ مشهورو چاپ خونو څخه یوه ده.

د نړۍ ډیر هېوادونه خپلې سیکې دلته ضرب وهي او همدارنګه هېوادونه خپل پاسپورټونه او د تابعیت اسناد دلته چاپوي.

دغه مطبعه اوس په عصري او مډرنو وسایلو او ماشین آلاتو مجهزه ده، چې د ترکیې هېواد ټول مهم دولتي اسناد چاپوي او د مشهورو تاریخي ورځو په مناسبت یې سیکې ضرب وهي او آن د عثمانیانو د سلطنت پر وخت کې هم د ترکیې مهرونه او نشانونه او د طلا سکې دلته ضرب وهل کېدل.

د یادونې وړ ده، چې له یادې مطبعې څخه د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګري د وزیر د لیدنې په پای کې نوموړي او په ترکیه کې جنرال قونسل ته د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نامه سیکه، چې په یاده مطبعه کې ضرب وهل شوې، اهدا شوې ده.

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال اوزبیکستان ته سفر کړی

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري اوزبیکستان هېواد ته سفر کړی.

د اوزبیکستان د لومړي وزير مرستيال جمشيد خواجه يف، د افغانستان اسلامي امارت سفير او نورو استازو د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي هرکلی کړی.

دا سفر د اوزبیکستان هېواد د مقاماتو په رسمي بلنه ترسره شوی.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو چارواکي به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا په هکله خبرې وکړي.

هیله ده، چې د ياد سفر په پای ته رسېدو سره به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ومومي او د دواړو هېوادونو په ګټه به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

د کورنیو چارو وزیر غزني کې د شهیدانو په یاد جوړه شوې ولسي او فرهنګي غونډه کې ګډون وکړ

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د شهیدانو په یاد جوړه شوې ستره ولسي او فرهنګي غونډه کې ګډون وکړ.

دغه ولسي او فرهنګي غونډه د غزني ولایت د شهیدانو د یاد په پار جوړه شوې، چې ګڼ شمېر ولسي خلکو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو مشرانو پکې ګډون کړی و.

خلیفه صاحب یادې غونډې ته د وینا پر مهال د اشغال پای ته رسېدو لپاره د غزني په ځانګړې توګه ګیلان ولسوالۍ د خلکو قربانۍ ستایلې.

د کورنیو چارو د وزیر په وینا؛ له دې سیمې څخه ډېر استشهادي او مجاهد ځوانان راټوکېدلي، چې د هېواد د آزادۍ لپاره یې بې‌سارې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي د جهادي بهیر د لومړیو سختو ورځو یادونه کړې او د استشهاديانو قربانۍ یې د اوسني اسلامي نظام د بریا او آزادۍ بنسټ ګڼلی دی.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې د حاکم اسلامي نظام بقا او پرمختګ د ولس په ګډ کار او همکارۍ پورې تړاو لري.

دغه‌راز افغانان یې یو متحد ولس ګڼلی او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه یې د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډه شتمني ده او د دې نظام د دوام لپاره د هر وګړي هڅې اړینې دي.

خلیفه سراج الدین حقاني مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې له نرمۍ او اعتدال څخه کار واخلي، د عدالت او برابري پر بنسټ له ولس سره چلند وکړي او د خلکو ستونزې په پوره اخلاص او ژمنتیا حل کړي.

کابل کې د ترکیې له سفیر سره د بهرنیو چارو د وزیر لیدنه؛ د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا خبرې شوې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې د ترکیې جمهوریت له سفیر جنګ اونال سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هر اړخیزې خبرې شوې.

په پيل کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې په ترکیه کې حلال نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون او د لاجوردو لارې د فعالیت په تړاو په هغه هېواد کې د وروستۍ ناستې هرکلی کړی او په دې اړه یې د ترکیې جمهوریت له مثبتو هڅو مننه کړې ده.

مولوي امیر خان متقي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو اوسنی وضعیت مثبت ارزولی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه لوري نور رغنده ګامونه هم پورته کړي.

د ترکیې سفیر ویلي؛ اوس‌مهال د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په ترکیه کې دی، چې حلال نندارتون کې یې د ګډون ترڅنګ له خپل ترکي سیال سره هم پر دوه اړخیزې سوداګرۍ رغنده خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري او هیله مندي یې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو کې لا پرمختګ وشي.