د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر مولوي عطاالله عمري د ‘کرنه د سولې لپاره’ موسسې له بنسټ اېښودونکی جیمز برټ او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي عطاالله عمري په پراختیایي پروژو کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ هغه بودیجه چې د افغانستان په نوم ځانګړې شوې ده، باید د پروژو د چارواکو له خو په شفاف ډول ولګول شي، ترڅو د افغان بزګرانو او خلکو په ګټه تمامه شي.
نوموړي همدارنګه د ځینې موسسو د بودیجې لګښت پر کړنلارو نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ډېرې موسسې لوړ اداري لګښتونه لري او د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بودیجه په بېلابېلو نومونو بېرته بهر ته لېږدول کېږي. ملي او نړیوالې موسسې باید په بشپړ شفافیت سره کار وکړي.
کرنه د سولې لپاره موسسې بنسټاېښودونکی ویلي، چې که له اسلامي امارت سره هوکړه وشي، موږ به په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژه پلې کړو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت هڅه کوي، چې د ملي او نړیوالو موسسو همکارۍ راجلب او په مرکز او ولایتونو کې بېلابېلې پروژې عملي کړي.

