ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 863

د کرنې او مالدراي وزارت مرستیال چین ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت د کرنې او مالداري مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې د ودې او د بې وزلي د کچې ټیټولو په اړه یوه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه چين ته سفر کړی.

دا غونډه د چین پلازمېنه بیجنګ کې د بېلابېلو هېوادونو د ۳۰۰ مسولینو په ګډون ترسره کېږي.

د دې غونډې موخه د بې‌وزلي د کچې ټیټول او د نړۍ د هغه ۸۰۰ میلیونه وګړو سره د مرستې او همکارۍ په تړاو خبرې او نظرونو تبادله ده، چې له بې‌وزلي سره مبارزه کوي.

په دې غونډه کې به د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالداري مرستیال د افغانستان د کرنې او مالداري سکټور د وضعیت او په یادو برخو کې د شته فرصتونو په اړه وینا او خپلې تجربې هم شريکې کړي.

د غزې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه؛ بیت‌لاهیا کې ۷۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال بیت‌لاهیا کې یوه پینځه پوړیزه ودانۍ په نښه کړې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۷ فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په شهیدانو کې ۱۷ داسې ماشومان هم شامل دي، چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو کم دي.

دا ودانۍ چې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه پکې اخیستې وه، په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان تر ویجاړیو او خاورو لاندې بند پاتې دي او ګڼ کسان د خپلو کورنیو په لادرکه غړو پسې ګرځي.

د غزې په شمال کې یوازینی څه نا څه فعال ‘العوده’ روغتون د برید د ډېرو ټپیانو د ځای پر ځای کولو توان نه لري.

له خاورو زیات را ایستل شوي ټپیان له سخت وضعیت او نازک روغتیايي حالت سره مخ دي. ډېری یې زیاته وینه ضایع کړې او نور بیا د ودانۍ د لویو کانکریټي ټوټو د لوېدو له امله سخت ټپيان شوي دي.

له درېیو اونیو ډېره موده کېږي، چې اسرائیلي یرغلګرو د غزې شمال محاصره کړی او جبالیا او بیت‌لاهیا کمپونو کې یې پراخه پوځي عملیات پیل کړي.

د غزې په شمال کې د یادې پوځي محاصرې له امله لسګونه زره فلسطینیان خوړو، اوبو، درملو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې غونډه؛ د لبنیاتي سکټور د ځان بسیاینې پر پالیسۍ او یو شمر نورو موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د لبنیاتي سکټور د ځان بسیاینې پر پالیسۍ، د منرالونو د ملي پالیسۍ پر مسودې او په نباتي غوړیو کې د ځان بسیاینې پر طرحې او همدا راز یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یادو موضوعاتو ته د تایید نظر ورکړل شو او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

د لبنیاتو د ځان بسیاینې پالیسۍ په تطبیق سره به په هېواد کې د اړتیا وړ باکیفیته او صحي لبنیات راټول، پروسس او له معیاري بسته‌بندۍ وروسته به بازار ته وړاندې کېږي، چې په دې سره به دغه سکټور د پام وړ وده وکړي.

همدا راز به د نباتي غوړیو په برخه کې د ځان بسیاینې طرحې په تطبیق سره په کور دننه باکیفیته او صحي نباتي غوړ تولید او د ورځني بازار اړتیا به تر ډېره له کورنیو سرچینو پوره شي.

همدارنګه به د منرالونو د ملي پالیسۍ په تطبیق سره به په دغه برخه کې مؤثر ګامونه واخیستل شي.

جوزجان کې د سيمنټو تولیدي فابريکې د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د عقرب مياشتې په اتمه نېټه د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د کانونو او پټروليم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک شو.‬

د دغه تړون له مخې به قراردادي شرکت د يادې فابريکې د جوړولو په برخه کې ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولين وایي؛ دا تړون چې له مخې به یې یاد ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو له پاره په پام کې نیول شوی دی.‬

د سيمنټو د دغه تولیدي فابریکې په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ هېوادوالو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو پر اداره د اسرائیلي رژیم بندیز له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی

د صهیونیستي رژیم پارلمان د رایو په اکثریت سره د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر اداره انراوا بندیز لګولی.

صهیونیستي پارلمان د رایو په اکثریت سره پرېکړه کړې، چې انراوا د ختیځ بیت‌المقدس په ګډون په اسرائیلو کې خپلو فعالیتونو ته دوام نشي ورکولای.

دا قانون چې د دوشنبې په ورځ تصویب شوی، که پلی شي په اسرائیلو او د اسرائیلي رژیم له لوري په اشغال شوې غزه او لوېدیځه غاړه کې له فلسطینیانو سره د ژوند ژغورنې د ملاتړ او مرستې په برخه کې د انراوا مخه نیسي.

د اسرائیلو دا پرېکړه د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له لوري غندل شوې ده.

د فلسطین حکومت دا قانون رد او غندلی او ویلي یې دي، چې موږ به هېڅکله دا اجازه ورنه کړو.

حماس هم دا اقدام غندلی او ویلي یې دي، چې دا لایحه “زموږ د خلکو پر ضد د صهیونیستي جګړې او یرغل یوه برخه بولو.” د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ بیا دا د فلسطینیانو د “نسل وژنې زیاتوالی” ګڼلی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د انراوا کار اړین بللی او ویلي یې دي، چې د دې ادارې هېڅ بدیل نشته.

نوموړي زیاته کړې، چې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د دې قانون پلي کول د فلسطیني کډوالو لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلای شي، چې هېڅ د منلو وړ نه دي.

انتونیو ګوتریش له اسرائیلو غوښتي، تر څو د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو پر اساس له خپلو ژمنو سره سم عمل وکړي.

د انراوا مشر فېلېپ لازاريني د اسرائيلو دا بنديز بې “ساری او خطرناک” بللی، چې په وينا يې دا به د فلسطينيانو کړاو لا پسې زيات کړي.

نوموړي ويلي، دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ده او د نړيوالو قوانينو او تړونونو پر وړاندې د اسرائيلي رژیم له مکلفيتونو “سرغړونه” ده.

ملګرو ملتونو کې د چین استازي د اسرائیلو دا اقدام ظالمانه ګڼلی او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه زړه بوږنوونکې ده او موږ یې سخت مخالف یو.

دغه‌راز د روسیې استازي د اسرائیلو له لوري د انراوا بندول وېروونکي بللي او ویلي یې دي، چې دا به په غزه کې حالت لا پسې خراب کړي.

امریکا، برېتانیا او جرمني د اسرائيلو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

انروا په ۱۹۴۹ کال د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې له لوري جوړه شوې، تر څو د اسرائیلي رژیم د رامنځته کېدو پر مهال له خپلو کورونو څخه د ایستل شویو فلسطیني کډوالو ملاتړ وکړي.

دې سازمان په غزه کې بشرپاله خدمات وړاندې کول او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه، لبنان، اردن او سوریه کې یې د میلیونونه فلسطیني کډوالو ملاتړ کاوه.

“د امنیت تامین، هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هېواد بیارغونه د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له فرهنګي او مطبوعاتي فعال ښاغلي محمدسلیم پیګیر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی محمدسلیم پیګیر د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ د هېواد د فرهنګي او ټولنیز وضعیت په اړه خبرې کړې.

نوموړي ویلي، چې هېوادوال له کلونو ناامنۍ وروسته ارامي ته رسېدلي او د اسلامي امارت نظام تر چتر لاندې سوله‌ییز ژوند ته ادامه ورکوي.

محمدسلیم پیګیر زیاته کړې، چې افغان ملت د پرله‌پسې جنګونو په اوږدو کې زیاتې ستونزې وزغملې او اوس لازمه ده، چې ټولنیزې هوساینې او د هیواد ابادۍ ته زیاته پاملرنه وشي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال هېوادوالو ته د ژوند د مناسبو شرایطو رامنځته کولو په خاطر د اسلامي امارت د مسولینو د کوښښونو یادونه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې د امنیت تامین، هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هېواد بیارغونه د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي او په دې برخه کې به له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده وشي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۲۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۱۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۵) تنه و، ننګرهار، کابل او کنړ ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۴۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۳۴) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۷۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۶۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳) تنه و، کندهار او اروزګان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۴) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۸۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۴۴) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۳) کورنیو سره مجموعًا (۵۵۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۷۴) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۴) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۷۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶۸) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۱۴۵) کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶) تنه و، پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته (۲۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۹۳) کورنۍ او (۱۱۹۰) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۹) کورنۍ او (۱۰۴) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۸۹) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۲۵۷) کورنۍ

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

نورستان ته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پراختیايي پروژو په موخه یوه پلاوي سفر کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري لوی رییس مولوي محمد انور تائب د یوه پلاوي په مشري نورستان ته سفر کړی.

نوموړي له لارښوونې سره سم د نورستان له استازي مولوي محمد نادر محمد، د ولایتي کمېټې له غړو او تخنیکي مسولینو سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې د وزارت له لوري د لېږل شوي پلاوي له لوري د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولسوالیو ته د خدمتونو ترسره کولو په کړنلاره، میکانیزمونو او اړوند اسنادو خبرې شوې.

دغه‌راز د ولایتي کمېټې ستونزې او راپورونه اورېدل شوي او په اړونده برخه کې مسولینو ته سپارښتنې او مشورې ورکړل شوې دي.

د نورستان ولایتي استازي ښاغلي محمد د ولایتي کمېټې د مشر په توګه د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه وګړو د خدمتونو لړۍ یوه اړینه چاره بللې او له ورغلي پلاوي څخه یې مننه کړې، چې د ولایتي کمېټې او تخنیکي مسولینو د لارښونې په موخه یې سفر کړی دی.

د لوړو زده‌کړو وزیر د هېواد زونونو د دیني جامعاتو له رییسانو سره لیدنه کړې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د هېواد زونونو د دیني جامعاتو له رییسانو سره لیدنه کړې.

نوموړي په هېواد کې د دیني جامعاتو پر ارزښت، کیفیت لوړونه، نصاب، د استادانو علمي ظرفیت لوړونه او په دیني جامعاتو کې د فاضلانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د یاد وزارت مالي او ادري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب هم حضور درلود.

د لوړو زده‌کړو وزیر د دې وزارت وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وزارت هڅه کوي، څو د هېواد نورو تحصیلي بنسټونو تر څنګ، د دیني جامعاتو کیفیت لوړونې او پراختیا لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي.

ښاغلي ندیم له یادو مسولینو غوښتي، چې خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزې ورسره شریکې کړي، تر څو په دې برخه کې لازم اقدمات ترسره شي.

د هېواد دیني جامعاتو رییسانو او رهبري پلاوي دیني جامعاتو ته د اسلامي امارت او لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه له پاملرنې څخه مننه کړې او یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي، چې وزیر یې د حل او رسېدنې په برخه کې ژمنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر: هر افغان د خپلو ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت ته مراجعه کولای شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې له استادانو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د علماوو تر څنګ د پنجشیر څو قومي مخورو هم حضور درلود.

یادو استادانو په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو لپاره تاریخي ویاړ بللی او د چارواکو له همکاریو په مننې یې ویلي، چې ولسونه له اسلامي امارت سره بشپړ همکار دي.

دې علماوو او مخورو د پنجشېر په حصه اول ولسوالۍ کې د متأ هاشمیه نورالمدارس مدرسې د ستونزو د حل په موخه د وړاندېزونو شریکولو پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت دې د دیني مدرسو لپاره بودیجه ځانګړې کړي، تر څو ښه فعالیت وکړي او زده کوونکو ته مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر د پنجشېر علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی سره په لیدنه خوښي څرګنده کړې.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د پنجشېر ولایت د ولسونو د ستونزو حل ته ځانګړې توجه لري او د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ د مدرسې ستونزې به حل او اړینې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې هر افغان د خپلو ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت ته مراجعه کولای شي.