ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر د هېواد زونونو د دیني جامعاتو له رییسانو سره لیدنه کړې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د هېواد زونونو د دیني جامعاتو له رییسانو سره لیدنه کړې.

نوموړي په هېواد کې د دیني جامعاتو پر ارزښت، کیفیت لوړونه، نصاب، د استادانو علمي ظرفیت لوړونه او په دیني جامعاتو کې د فاضلانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د یاد وزارت مالي او ادري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب هم حضور درلود.

د لوړو زده‌کړو وزیر د دې وزارت وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وزارت هڅه کوي، څو د هېواد نورو تحصیلي بنسټونو تر څنګ، د دیني جامعاتو کیفیت لوړونې او پراختیا لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي.

ښاغلي ندیم له یادو مسولینو غوښتي، چې خپلې طرحې، وړاندیزونه او ستونزې ورسره شریکې کړي، تر څو په دې برخه کې لازم اقدمات ترسره شي.

د هېواد دیني جامعاتو رییسانو او رهبري پلاوي دیني جامعاتو ته د اسلامي امارت او لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه له پاملرنې څخه مننه کړې او یو شمېر غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي، چې وزیر یې د حل او رسېدنې په برخه کې ژمنه کړې ده.