ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 869

مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو له يو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بېلابېلو ولایتونو له يو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په پيل کې راغلو علماوو او مجاهدینو د خپلو ولايتونو د اجتماعي، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي.

دوی دغه راز د ښوونې او روزنې، روغتيا، مواصلاتي لارو، د انکشافي پروژو پلي کولو او کار موندنې موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستیال له راغلو علماوو او مجاهدینو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د امنیت تأمین، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت کول او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو اسانتيا د اسلامي امارت له تعهداتو او دندو څخه دي، چې په دې برخه کې به خپلې هيڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له لوري مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ذکر شويو مواردو ته رسیدنه وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر د ‘ایم سي سي’ چینایي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور چين هېواد ته د خپل روان سفر په بهیر کې د ‘اېم سي سي’ چينایي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او د علاقې وړ موضوعاتو باندې یې خبرې او د نظرونو تبادله کړې.

د یاد شرکت مسولینو د مس‌عینک پروژه کې د اوبو او برېښنا ستونزې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.

ښاغلي منصور د یادو ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ څرنګه چې یاده پروژه یوه مهمه ملي پروژه ده او د ټول افغان ملت ډېرې هیلې ورپورې تړلې دي، نو تاسې یې باید چارې ګړندۍ کړئ او موږ به د خپل مسولیت په چوکاټ کې اړوند ستونزو ته رسیدنه وکړو.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د البصر خیریه موسسې له پلاوي سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د البصر خیریه موسسې د کراچۍ الابراهیم نړیوال روغتون د ډاکټرانو له پلاوي سره لیدنه کړې.‎

په دې ناسته کې راغلي پلاوي د البصر خیریه موسسې د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دا موسسه د نړۍ بېلابېلو بې‌‌وزلو هېوادونو ته ډاکټران لېږي او له هغوی سره د روغتیا په برخه کې مرستې کوي.

دوی زیاته کړې، چې دا پلاوی به ۱۱ ورځې په افغانستان کې وي او په کابل کې به د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر چتر لاندې هره ورځ له ۱۰۰۰ تر ۱۲ سوه ناروغان معاینه کړي او د سترګو د پردې(کترک) په برخه کې به ۸ سوه تر ۱۲ سوه عملیاتونه په وړیا ډول ترسره کړي.

دغه‌راز له دې وړاندې دوی په هرات او مزار کې هم دې ته ورته فعالیتونه کړي او څلورم ځل دی، چې دا چارې په کابل کې ترسره کوي.

د یاد پلاوي په وینا؛ په راتلونکي کې به په افغانستان کې د سترګو په برخه کې یو معیاري روغتون او په ځینو ولایتونو کې به کمپلکسونه جوړ کړي، چې په یاد روغتون کې به د البصر خیریه موسسې لخوا افغان ډاکټرانو ته مسلکي روزنه هم ورکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې ویلي؛ په وړیا ډول د بې‌وزلو افغانانو د درملنې لپاره ستاسو هڅې نړیوالو سازمانونو ته دا پیغام ورکوي، چې هره اداره کولای شي په افغانستان کې افغانانو ته خدمت وکړي.

د دې ناستې په پای کې سیاسي مرستیال راغلي پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د اوبو او انرژي وزیر چین کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي چین هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد په پلازمېنه بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه لیدنه کړې.

د سفارت مسولینو د نوموړي دروند هرکلی کړی.

په یاده لیدنه کې ښاغلي منصور په چین کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي او د سفارت له کارمندانو سره د افغانستان اسلامي امارت او ګاونډي هېواد چین په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بحث کړی.

دوی له چین هېواد سره د افغانستان اوسنۍ اړیکې د ډاډ وړ بللې او د یادو اړیکو پر لا زیاته پراختیا او پیاوړ تیا باندې یې ټینګار کړی دی.

د برېتانیا شارژدافیر له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ برېتانیا د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت له شارژدافېر رابرټ ډیکسن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سیاسي کمیسیون غړي حافظ انس حقاني هم حضور درلود.

ښاغلي ډکسن د اسلامي امارت او برېتانیا د استازو تر منځ لیدنې د دواړو لورو په ګټه بللې او د یو شمېر ستونزو د حل لپاره یې مهم ګام یاد کړی.

رابرټ ډیکسن ویلي، چې لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام او لا ډېرو ناستو پلوی دی.

دغه‌راز د برېتانیا حکومت په دغه هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې انګلستان باثباته افغانستان غواړي او د بشري مرستو او اقلیمي بدلون په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د برېتانیا شارژدافېر ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت ګډون ارزښتمن او د ټاکل شوو موضوعاتو په هکله یې د افغان پلاوي د پوره چمتووالی ستاینه کړې ده.

نوموړي یادونه کړې، چې دوی حالات څاري او په افغانستان کې یې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د را ایستلو د پروسې د ښه مدیریت ستاینه کړې.

ښاغلي ډیکسن په راتلونکې کې د ځينو اړینو مسائلو په هکله د دوه اړخېزو ناستو د جوړېدو وړاندېز کړی او ویلي یې دي، چې لندن هڅه کوي د اسلامي امارت او غربي نړۍ د اړیکو جوړېدو ته لاره اواره کړيي.

حافظ انس حقاني له افغانستان سره د برېتانیا له مرستو په مننې ویلي، چې کابل ته د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت د شارژدافیر تګ راتګ ګټور دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټېنګښت سره د بهرنیو ډيپلوماتانو فعالیت ته ښه زمینه برابره شوې ده.

دغه‌راز کابل او لندن د ګڼو فرصتونو په لرلو سره د ستونزو په حل کې مهم واقع کېدلای شي.

حافظ انس حقاني افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو لپاره په لندن کې د افغانستان د سفارت فعالیت اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د ګډو همکاریو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د برېتاینا شارژدافیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د کابل او لندن د اړیکو په ساتنه کې د افغانستان لپاره د برېتاینا د شارژدافیر هڅې ستایلې.

سیاسي مرستیال څرګنده کړې، چې هېواد کې د بشر حقونو ته بشپړ پام شوی او په دې برخه کې اسلامي امارت لاهڅې کوې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت خپلې ژمنې عملي کړې او اوس‌مهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی او دغه راز د روږدو کسانو درملنه هم په اغېزمنه توګه روانه ده.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د کابل او لندن د مثبتو اړیکو پر دوام ټینګار کړی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۲ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۱۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷) تنه و، کابل او کنړ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۱) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۴۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۴۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۷۲) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۸۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۹۵۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۲) کورنیو سره مجموعًا (۶۱۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۸۶) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۸۰۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۵۳) کورنۍ او (۱۰۹۱) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۹) کورنۍ او (۳۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۴۱) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۹۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د ميدان‌وردګ ولايت له يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د میدان‌وردګ ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې، راغلو علماوو او قومي مشرانو د میدان‌وردګ ولایت د امنيتي او ټولنيز وضعيت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ د دې ولایت ولسونو هماغسې چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه، اوس هم د اسلامي نظام د ثبات او ساتنې لپاره همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.

دوی زیاته کړې، چې ولسونه د اسلامي امارت ملاتړ خپل مسوليت بولي او هیڅکله به د پردیو د لمسون او تبلیغاتو ښکار نشي.

راغلو علماوو او قومي مشرانو د دې ولایت یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر له راغلو علماوو او قومي مشرانو څخه مننه کړې او د یاد ولایت د خلکو زيار او مبارزې ته په اشارې يې ویلي، چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې او اسلامي نظام د ټولو شريک کور دی.

نوموړي د ميدان وردګو ولايت دغو علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې به يې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.