ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 871

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمېسیون ناسته وکړه.

په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د سیاسي کمېسیون غړو د افغانستان او سیمې پر اړوندو وروستیو مهمو مسایلو خبرې او بحثونه وکړل.

همدرانګه د یاد کمېسیون غړو د اسلامي امارت د سیاستونو د څرنګوالي او پرمختګونو ارزونه وکړه او د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کېدو ټېنګار وشو.

د دې تر څنګ د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون په ناسته کې د یو لړ موضوعاتو په اړه اړینې پرېکړې وشوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۸/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۶۵) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲) تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۱۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۶) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۱۷۷) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵) تنه و، کندهار، غزني او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۳۴۷) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۷۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۷۴۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۲) کورنیو سره مجموعًا (۵۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۷۸) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۲۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۰) کورنیو سره مجموعًا (۸۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۲۲۲) کورنۍ او (۹۸۱) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۳) کورنۍ او (۶۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۴۳) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۵۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

افغان سوداګر او کسبګر: د اسلامي نظام په راتګ سره مو ګڼې ستونزې حل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې له غړو سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د سوداګریزو شرکتونو، مارکېټونو او کسبګرو استازو حضور درلود.

هغوی د اسلامي امارت له همکاریو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي نظام په راتګ سره یې ګڼې ستونزې اوارې شوې دي.

دوی زیاته کړې؛ افغان سوداګر په هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته لېواله دي، چې له دې لارې به په مستقیم او غیرې مستقیم ډول زرګونه کاري فرصتونه رامنځته او د اقتصادي ودې سبب شي.

د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې غړو ویلي؛ افغان پانګوال له اسلامي امارت سره د واخان لویې لارې د جوړېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

همدارنګه که په صنعتي ښارګوټو کې ځمکه ورکړل شي په تولیدي برخه کې به هم کار پیل کړي.

د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې غړو د کابل ښاروالۍ او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي.

مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ څرنګه چې د اسلامي نظام ټینګښت د ټولو افغانانو شریک ارمان و، نو هر افغان پر حکومت حق لري او کولای شي په زغرده خپل نظریات او غوښتنې له اسلامي نظام سره شریکې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کور دننه د افغان سوداګرو پانګونه مهمه بللې او یادونه یې کړې، چې اسلامي امارت یې د چارو ملاتړ کوي.

د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر د سوداګرو د وړاندېزونو په اړه د غور كولو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې اړونده ادارې به له دوی سره د ستونزو د حل لپاره ګډې ناستې ولري.

چین کې د “یو کمر بند یوه لاره نوښت” د انرژي وزیرانو په درېیم کنفرانس کې د ملا عبداللطیف منصور وینا!

چین کې د “یو کمر بند یوه لاره نوښت” د انرژي وزیرانو په درېیم کنفرانس کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور ګډون ګډون او وینا کړې.

یاد کنفرانس ته د ملا عبداللطیف منصور د وینا بشپړ متن په لاندې ډول دی:

درنو حاضرینو!

د برېښنا انرژي په سکټور کې نړیوالو همکارانو …

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

خوشحاله یم، چې د افغانستان د نوي رغنیز بدلون په پړاو کې د انرژي د سکټور د مدیریت او تنظیم ستر او عظیم مسولیت په لرلو سره په دغه برخه کې د آبادۍ د کاروان غړی یم.

له نېکه مرغه په تېرو درې وروستیو کلونو کې مو د برېښنا انرژي د پر ځان بسیا کېدو په لور ستر ګامونه اخېستي او د هېواد د ښېرازي په لور لا نور ورګړندي کیږو.

د الهي نصرت په ملتیا، وروستي پرمختګونه د برېښنا انرژي لپاره ډاډمن او ارزښتناک پړاوونه دي، چې په پلي کېدو سره يې د انرژي وړتیا لوړېږي او په ټوله کې د برېښنا د کموالي تشه کمېږي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه ټکي ته په پام او د هېواد د برېښنا د کموالي اصل ته په پاملرنې سره هوډ لري، چې خپله فعاله ونډه د هېواد د بیارغونې د کاروان په روان بهیر کې ولري او ځان ورڅخه وروسته پرې نږدي.

درنو حاضرینو!

لکه څرنګه چې معلومه ده، د لومړنیو اټکلونو او سروې ګانو له مخې، افغانستان کولای شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا د نوې کیدونکې انرژي له سرچینو څخه تولید کړي، چې پکې د اوبو سرچینې (۲۳۰۰۰ میګاواټه)، د باد د انرژي سرچینې (۶۷۰۰۰ میګاواټه)، لمریزه انرژي (۲۲۲۰۰۰ میګاواټه)، جیوترمل انرژي (۳۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ میګاواټه)، بایوماس انرژی (4000 میګاواټه) شاملې دي.

موږ تمه لرو، چې د هېواد د برېښنا انرژي بازار به په راتلونکو لسیزو کې د یادو مواردو په پام کې نیولو سره ښه وده وکړي، مونږ د افغانستان اسلامي امارت د ستراتیژیکو موخو او لید لوري رښتیا کولو او د برېښنا قانون پلي کولو په موخه خپل پنځه کلن پلان او د نوې کېدونکې انرژي تګلاره جوړه کړې چې د نوې کېدونکې انرژي اصلي تګلاره کې د هېواد پراختیایي برنامو وړاندوینه کوي.

مونږ په دې باور یو، چې ډاډمنې برېښنا ته لاسرسی، خوندیتوب، د انرژي امنیت، او د انرژي په وړاندې کولو کې تعادل، د افغاني ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین شرطونه دي.

مونږ خپلې برنامې داسې جوړې کړې تر څو د کورنیو سرچینو څخه د انرژي تأمینول لوړ کړي او د کلیوالو سیمو، لرې پرتو بانډو، د ولایتونو مرکزونو او نورو د مصرف سره سم، د برېښنا انرژي تأمینول لا ښه کړي.

همدارنګه د برېښنا انرژي د جذب وړتیا، د نننیو لومړیتوبونو په تناسب د انرژي د پروژو، د تجارتي مناسب موډلونو ډیزاین او د هغو پلي کول او د مارکېټ د پراختیا پیاوړي کوونکو مشخصول پکې شامل دي.

د افغانستان ستراتیژیک جغرافيايي موقعیت:

افغانستان د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ په اوږدو کې پروت هېواد دی، چې د سیمه ییز اتصال لپاره یو مهم ځمکنی پل برابروي. دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي، ځکه چې دا کولای شي، د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه آسانه کړي، چې چین له اروپا سره نښلوي.

د واخان دهلېز پرانیستل:

د واخان دهلېز پرانیستل به د افغانستان او چین اړيکې نورې هم پراخې کړي. دا لاره د افغانستان شمال ختیځ د چین د سینکیانګ له سیمې سره نښلوي او د سوداګري او انرژي د همکارۍ یوه نوې دروازه خلاصوي. دغه دهلېز به د زیربناوو، پراختیا او د پولې په اوږدو کې سوداګري او د افغانستان له لارې د چین او منځنۍ آسیا تر منځ لوژیستیکي راکړې ورکړې ته وده ورکړي.

د انرژي همکاري او سرچینې:

افغانستان د پام وړ غیر استعمال شوې طبیعي زیرمې لري، طبیعي ګاز او منرالونه د نړۍ د انرژي د لیږد لپاره مهم عناصر دي. د چین هېواد سره زمونږ د هېواد د انرژي د سکټور د همغږۍ هڅې کولای شي د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره دا سرچینې خلاصې کړي او د سیمه ییزې انرژي د امنیت ملاتړ وکړي. د انرژي په پروژو کې د افغانستان ښکېلتیا هم کولای شي، زموږ د هېواد د اقتصاد د پياوړتیا سبب او د کار موندنې لپاره مناسب بستر شي.

د منځنۍ آسیا د انرژي د رسولو په سلسله کې د افغانستان رول:

د ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د منځنۍ آسیا د انرژي له پلوه بډایه هېوادونو ته د افغانستان نږدېوالی، د انرژي په شبکو کې د یوه مهم غړي په توګه موقعیت لري. د پایپ لاینونو او د انرژي د زیربناوو په پراختیا سره، افغانستان کولای شي له منځنۍ آسیا څخه چین او جنوبي آسیا ته د انرژي د صادراتو د یوې لارې په توګه اغېزمن کار وکړي.

سیمه ییز تجارت او اقتصادي ادغام ته وده ورکول:

په اقتصادي او تجارتي وصل کېدو سره به چین زموږ د هېواد د زیربنا په ښه کولو، د سوداګري د آسانتیا، او بازار ته د لاسرسي په زیاتولو سره د سیمه ییزې اقتصادي ودې په لاره اچولو کې مرسته وکړي. دا ادغام به د انرژي، کانونو او د ځمکني ترانسپورت په برخو کې د لا زیاتو همکاریو لامل شي، چې افغانستان به د سیمه ییزې سوداګري لپاره د یوه مهم مرکز په توګه خپل ځای پيدا کړي.

د چین هېواد له لوري د یو کمربند او یوې لارې په توګه له افغانستان سره نږدې کېدل:

زموږ رغنده ګډون د یو کمربند او یوې لارې په توګه په آسیا، اروپا او افریقا کې د اتصال د زیاتولو لپاره د چین له اوږدمهاله ستراتیژیک لید سره سمون لري. د انرژي په برخه کې د همکاري، سوداګري او د زیربناوو په پراختیا سره، افغانستان کولای شي د چین د پراخو جیوپولیټیک او اقتصادي موخو په ملاتړ کې مهم رول ولوبوي. جنوبي آسیا او هاخوا ته د تګ لاره همداشان او تر وصل وروسته په سیمه کې د برېښنا انرژي د ګډ مارکېټ رامینځته کول یو بل ګټور ګام بللی شو.

دغه راز له پخوانۍ ژمنې سره سم د صنعتي هېوادونو له خوا د دوامدارې انرژي په تولید سره زمونږ د هېواد د انرژي د سکټور پراختیا او د ګلخانه يي ګازاتو کمول چې افغانستان ورڅخه رنځ وړي.

باید یادونه وکړم چې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت کولای شي د یوه ارتباطي پل په توګه کار وکړي، چې په دې سره منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره ونښلوي، د سوداګري، زیربناوو پراختیا او د انرژي د لېږد لپاره نوي فرصتونه پرانیزي. یاد هېوادونه د یو کمربند او یوې لارې په توګه د افغانستان له خاورې څخه د سیمه ییز اتصال د پراختیا لپاره کار واخلي، چې ګټې یې له نږدې ګاونډیانو څخه د سویلي آسیا بازارونو ته پراخیږي.

د سیمې سولې او ثبات ته د افغانستان ژمنتیا:

د یو کمربند او یوې لارې په څیر په سیمه ییزو پروژو کې په فعاله توګه د ښکېلتیا له لارې، افغانستان په سیمه کې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره خپله ژمنه څرګندوي. دا همکاري کولای شي سیاسي ثبات ته وده ورکړي او په سیمه کې د مهمو زیربناوو پانګونې لپاره امنیت تضمین کړي.

ظرفیت پيدا کول او له نړیوالو سره همغږي کېدل:

لکه څرنګه چې څرګنده ده، افغانستان له نوې تکنالوژۍ سره د همغږو برنامو لرل خپل ستراتیژیک اهداف بولي، غواړم چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره یادونه وکړم چې د چين هېواد او نور سیمه ییز هېوادونه کولای شي د لنډ مهاله او منځ مهاله پروګرامونو په ترڅ کې زموږ تخنیکي همکاران وروزي او د ظرفیت په لوړولو او نړۍوالو تجاربو په تر لاسه کولو کې همکاري وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د ولس غږ اورېدل او د هغوی وړاندېزونو ته رسېدنه د اسلامي امارت مسولیت دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوو جلا ناستو کې د ننګرهار له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره لیدنه وکړه.

په لومړۍ ناسته کې د مومندو، شینوارو او خوګیاڼیو د قومونو مخورو ویلي، چې د اسلامي نظام ملاتړ کوي او له حکومت سره په هېواد کې د بشپړ امن د ساتلو په موخه همکار دي.

د یادو قومونو مشرانو او مخورو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې زیاته کړې، چې تل یې د اسلامي امارت لخوا غږ اورېدل شوی او وړاندېزونو ته یې د مسوولو ادارو لخوا رسېدنه شوې ده.

دوی د اسلامي نظام راتګ د لویو ناخوالو د پای سبب یاد کړی او خپل ځينې وړاندېزونه او سلا مشورې یې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

په دویمه ناسته کې د ننګرهار د شینوارو له شپږو ولسوالیو راغلو قومي مخورو او علماوو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال له همکاریو په مننې ویلي، چې ننګرهار کې د شینوارو ستونزې د اسلامي امارت د چارواکو لخوا اوارې شوې او ولسونه له دغه اقدام څخه خوښ دي.

دوی زیاته کړې، چې په هر ډګر کې له حکومت سره همکاري او ملاتړ یې کوي.

دغه راز دوی د یو لړ مسائلو په هکله خپلې سلا مشورې او نظرونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي او د حکومت لخوا یې په شینوارو کې د سړک د رغولو وړاندېز کړی دی.

مولوي عبدالکبیر د ننګرهار قومي مخورو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې د ولس غږ اورېدل او د هغوی وړاندېزونو ته رسېدنه د اسلامي امارت مسولیت دی.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د مسولو حکومتي ادارو لخوا د ننګرهار په ځینو سیمو کې له بې‌وزلو سره د مرستې لړۍ پیل شوې او هیله ده، چې د یاد ولایت نورو سیمو ته به هم وغزول شي.

نوموړي ډاډ ورکړی؛ ملت دې ډاډمن اوسي چې په ملي او دیني ارزښتونه معامله نه کیږي او څرنګه چې اسلامي امارت له ملت راټوکېدلی همدارنګه د ولسونو غږ او غوښتنې په وخت سره اوري.

په پای کې مولوي عبدالکبیر په ټینګار سره ویلي، چې د ننګرهار د ولسونو غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي او د حل لپاره به یې هڅې وشي.

د حج او اوقافو وزیر په رسمي بلنه د اوزبیکستان د علماوو پلاوی کابل ته را ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په رسمي بلنه د اوزبیکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر شیخ مفتي نورالدین خالق نظر په مشرۍ مل پلاوی پلازمېنه کابل ته را ورسېد.

د یاد هېواد لوړ رتبه علماوو پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو، مسولینو او منسوبینو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړي.

دغه‌راز په دیني او ښوونیزو موضوعاتو به د دواړو هېوادونو (افغانستان او اوزبیکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې به یو له بل سره همکاري او تجربې شریکې کړي او همدا راز به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه لیدنې وکړي.

شیخ محمد خالد الحنفي: هېڅوک حق نه لري د ناوړه دودونو پر اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي

د امر بالمعروف، نهی عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د‌ ولایتي سفرونو په دوام لوګر ولایت ته ولاړ.

نوموړي په یاد ولایت کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د دې ولایت له ځایي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د ګذر له وکیلانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې شیخ محمد خالد الحنفي ټینګار کړی، چې هېڅوک حق نه لري ترڅو د ناوړه دودونو پر اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ د ښځو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته ژمن یو او هر هغه څوک، چې په یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږی او حل کېږي.

د ښاغلي الحنفي په وینا؛ د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو ښکېلاګرو د خپلو موخو او لیدلورو پلي کولو په موخه پر افغانستان یرغل کړی، خو هر یو یې د افغان مېړني ولس له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن‌‌المنکر وزیر له ګډونوالو غوښتي، ترڅو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون ترڅنګ د اسلامي شريعت پلي کولو او تر نورو رسولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

شیخ صاحب همداراز زیاته کړې؛ محمدي امت ځکه ځانګړی دی، چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ترسره کوي.

دغه‌راز محتسبین او دیني عالمان باید د ښه چلند او لارښوونو له لارې د منکراتو او معروفاتو په اړه ټولنې ته پوهاوی ورکړي.

ورته مهال د لوګر اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسولین وايي، چې امر بالمعروف او نهی عن‌ المنکر د اسلامي نظام ځانګړنه ده او د اسلامي امارت ټول مسولین د اسلام او جهاد د ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي.

هغوی ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو سربېره د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ ونه کړي.

ښاغلي الحنفي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره هم لیدنه کړې.

هغوی ته یې د چارو د ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښونې او سپارښتنې کړې او ترې غوښتي یې دي، ترڅو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په رڼا کې خپلې چارې په ښه چلند او ژمنتیا مخته یوسي.